تاند- په ننګرهار ولایت کې ډاکترانو نن /یکشنبه/ پرېکړه وکړه چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د اعلان په خوښۍ کې به د اختر په لومړیو دوو ورځو کې له ناروغانو په سلو کې ۵۰ لږ فیس اخلي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند اعلانونه د ګڼ شمېر افغانانو او بهرنیو هیوادونو له هرکلي سره مخامخ شوي دي.
د ننګرهار ډاکترانو د خپل ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې په خپلو کتنځایونو او کلینیکونو کې به له ناروغانو د ټاکل شوي فیس نیمايي اخلي.
دوی دغه راز وویل چې هڅه به کوي چې د اختر په شپو- ورځو کې د ولس خدمت وکړي.
د ټولو شخصي روغتونونو او کلینیکونو خاوندانو هم ژمنه وکړه چې نه یوازې دا چې د اختر په شپو – ورځو کې به خپلې دروازې پر مراجعانو نه بندوي؛ بلکې تر نورو ورځو به ښه روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د لنډمهال اوربند د هرکلي لپاره په خپلو پروفایلونو کې د سولې نښې زیاتې کړي دي.