کانال پروژه، چې له نن څخه پنځه لسیزې وړاندې جوړه شوې وه، تر دې مهاله د هېواد په کچه تر ټولو ستره پروژه ده. یاده پروژه په زرګونو هکتاره زراعتي ځمکه لري، پر زراعتي ځمکې سربېره د زیتونو او ستروسو سلګونه زره بوټي، د مالدارۍ فارم، او په سلګونه زره ځنګلاتي ونې هم لري چې د اقتصادي ګټو سره سره یې له یوې خوا د ننګرهار په چاپېریال شین څادر غوړولی، او له بلې خوا یې د هوا د ککړتیا مخه نیولې ده، همدا ډول په یاده پروژه کې د زیتونو د پروسس یوه لویه فابریکه هم شتون لري چې د ۸۰۰۰ ټنه زیتونو د پروسس وړتیا لري.
لنډه دا چې کانال هغه پروژه ده چې یو وخت پکې لس زره نفره په کار بوخت وو، او د هېواد د لویو عایداتي سرچینه وه، خو د طالبانو له پرزېدو وروسته په هېواد کې د ډېرو پرمختیایي کارونو د ترسره کېدو سره سره شخصي لاسونو ته د دولتي لویو پروژو غورځېدل، او د دولتي ځمکو غصب هم ښه په درز کې روان وو لکه د برېښنا شرکت، غوري سمنټو فابریکه او داسې نور…
په دې ورستیو کې داسې ګنګوسې دي چې د د ننګرهار کانال هم خصوصي سکتور ته ورکول کېږي؛ چې دا کار د کانال سیستماتیک چور او غصب ته لار هوارول دي، ځکه تر دې مخکې یوازې د کانال ریاست د مالدارۍ آمریت خصوصي سکتور ته سپارل شوې وو، چې ډېره منفي پایله یې لرله، ځینې غواګانې مړې شوې، ځینې ورکې شوې او باقي پاتې غواګانې ډېر بد حالت ته ورسېدلې چې بیا بېرته د مالدارۍ آمریت له خصوصي سکتور څخه واخیستل شو او د کانال ریاست پورې وتړل شو چې بیا پکې د ورکوشویو غواګانو (پټو شوی غواګانو) پر ځای نورې غواګانې د مالدارۍ فارم ته ورکړل شوې چې د کانال غواګانو له نسل څخه نه دي.
د کانال پروژه څلور فارمونه لري چې له هډې فارم پرته نورو درې واړه فارمونو کې د دولت وسله وال مخالفین فعال خضور لري، او دولت هلته پوره حاکمیت نه لري، حتی چې د ځمکو د اجارې یوه برخه یې هم وسله وال مخالفین اخلي. که چېرې دا پروژه خصوصي شي نو د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو څخه به هېڅ عواید د دولت بودیجې ته نه راځي، او له بله پلوه به د ځینو ځایي اوسېدونکو له خوا د فارمونو د ناامنه کولو هڅه هم کېږي، تر څو ځایي اوسېدونکي په ارام ډول د فارمونو له ځمکو څخه بې له کومې اجارې ګټه پورته کړي او آن د غصب لپاره بې هم هڅې کوي.
د زیتونو د پروسس فابریکه چې اوس یو څه فعاله ده،دا به هم د غېر مسلکي اشخاصو لاسونو ته وغورځيږي، پخوانۍ پرزې به یې د زوړ سامان او کباړ په نوم لرې او خرڅې شي، او د نویو پرزو به کوم درک نه وي چې په پایله کې به د زیتونو منظم پروسس هم ځنډنی شي.
دا چې کانال په مستقیم ډول د دولت تر نظر لاندې دی او په زرګونه جریبه ځمکه یې غصب شوې ده، نو که خصوصي سکتور ته وسپارل شي، نو نه یوازې دا چې پخوانۍ غصب شوې ځمکې بېرته وا نه خیستل شي، بلکه لا نورې ځمکې به هم غصب شي، ځکه اوس د دولت د مستقیم مالکیت سره سره ځمکې غصب شوې دي که دا وېره هم ختمه شي نو لا نورې ځمکې به هم غصب شي.
په کانال کې په سلګونو زره بېلابېلې حاصل لرونکې او شنډې ونې موجودې دي، نو د کانال د خصوصي کېدو په صورت کې به یادې ونې د شرکت د مسولینو او کارکوونکو له خوا په بېلابېلو وچې، شنډې، خرابې، زړې اونورو نومونو ووهل شي، چې په دې سره په ننګرهار کې د هوا ککړتیا رامنځته شي، د اوبو سطحه به ښکته شي، بارانونه به کم شي، امراض به ډېر شي او دهمېش بهار لقب به یې هم د ګواښ سره مخ شي.
له تجربو څخه داسې ښکاري که یاده پروژه خصوصي شي، نو د څو کلونو په تېرېدو به ټول کانال په مختلفو نومونو چور اوتالا شي.بیا به د شرکت مسولین په ډېره سړه سینه په یو رسنیز کنفرانس کې بخښنه وغواړي، د حالاتو د سختېدو او بدلېدو خبره به کوي، او بېرته به یې دولت ته وسپاري چې بیا به کانال له اوس څخه څو برابره بد حالت کې قرار ولري.
پوښتنه داده چې له دومره پراخه زیانونو سره سره داکار ولې کېږي؟
دا چې د ځمکو مافیا د کانال اړونده په زرګونو جریبه ځمکه غصب کړې ده نو د خپل عصب د پټولو او د لا نور غصب لپاره یې دا پلان جوړ کړ تر څو له قانون څخه د قانون په چوکاټ کې غلا وکړي.
دا چې دا پروژه روسانو جوړه کړې ده نو له یادې پروژې سره عقده یي چلند کېږي او امریکا غواړي چې یاده پروژه په یو ډول کم ارزښته کړي او د لا پراخېدو مخه یې ونیول شي.
دا چې ټول کانال د کابل سیند په اوبو خړوب دی او پاکستان د اوبو له کمبود سره مخ دی، نو که دا پروژه خصوصي سکتور ته وسپارل شي، د کانال اړونده فارمونو کې به په پلان شوي ډول ناامني ډېره شي، د دولت وسله وال مخالفین به لا پياوړي شي او آن د ځمکو او باغونو ټوله اجاره به هم اخلي، چې بیا به د شرکت مسولین د نا امنو فارمونو له بزګرانو څخه اجاره غواړي او هغوی به اجاره نه ورکوي، وایي به چې مونږ ټوله اجاره د دولت مخالفینو ته ورکړې ده، په پایله کې به پرې د کانال مسولین اوبه بندې کړي او د کانال برخه اوبه به هم پاکستان ته وړیا وربهیږي.
نو هر هغه افغان چې په خپل هېواد دردیږي او ملي ګټې یې سرې کرښې وي؛ دا هیله ترې لرم چې ددې کار د مخنیوي لپاره له مونږ سره دا غږ بدرګه کړي او خپل ملي مسولیت ادا کړي.
کانال وژغورئ!