د ننګرهار د ګمرک په اړه چې کومه وروستۍ داعیه پر خواله رسنۍ ښکته پورته کېږي، چې ګوندې په دې ګمرک هره ورځ او میاشت په لکونه ډالره پیسې حیف ومیل کېږي.
هسې د چوک سر خبره نه ده، دا یو حقیقت دی، څوک یې چې بابیزه ګڼي، یو څو ورځې او څو ماښامه دې هلته ورشي، په هر څه به وپوهیږي، چې هلته فساد او ناقانوني تر کومې کچې ده.
زمونږ کور د نوې ګمرک سره نېږدې دی، مونږ له ډېرو مسایلو خبریږو، زمونږ ډېر ملګري او کلیوال هلته د مامورینو، کمیشنکارانو او جوالیانو په توګه کار کوي، ډېرې شاز او نادرې د فساد او غلا په اړه راته وایي.
دا خبره نوې نه ده، چې د ننګرهار له ګمرکه د ګمرک اوسنی رییس الهام الدین مظهر والي، امنیه قوماندان، ولسي او مشرانو جرګو غړو او نورو غټ خېټو ته ماهانه پیسې او ټاکل شوې فیصدې ورلېږي، له دې رییس چې وړاندې کوم رییس و، هغه هم دې ټولو ته د هغوی فساد برخه پیسې کورونو او دفاترو ته محفوظې ور وړلې(!)
قسم په الله چې د ننګرهار او تورخم په ګمرکونو کې د دولتي لوړپوړو او وړو چارواکو ماهانه او هفته واره د فساد مردارو پیسو برخه؛ لا څه چې دوی یې اخلي او ورته لېږل کېږي، خبریالانو ته هم برخې ورکول کېږي او معلومې دي ورته، کنه ولې خبریالان له دې هرڅه نه دي خبر، چا پرې رېپوټ جوړ کړ، څو ورځې وړاندې راته بېخي یو نېږدې ملګري مې چې د تورخم په ګمرک کې دنده لري د ډېرو خبریالانو په اړه وویل: چې دوی کله پر فساد او غلا د رېپوټ کولو لپاره هلته راشي؛ نو د ګمرک رییس ورپسې رینجر ورولېږي په کې راوچت کړي او خپل دفتر ته یې راولي، ډوډۍ هم پرې وخورې او د تګ په وخت کې ورته جېب کې پیسې کېږدي چې دا ستا مصارف، دلته هر څوک تر خپلې وسې غل دی.
د ننګرهار د ګمرک څخه لږ وړاندې یوه د ګمرک پوسته پرته ده، دنده یې دا ده چې بې محصوله توکي بار وړونکو موټرو کې ترې تېر نشي د رینګ روډ پر لاره، خو دوی یې هملته کېسه ختموي او اجازه ورکوي، همدارنګه ماښام کې د هر باروړونکي موټر څخه پیسې اخلي؛ ترڅو یې ګمرک ته نېږدې په قطار کې ودروي، چې سم بیروبار یې هم جوړ کړی وي.
بله خبره دا چې یوه ورځ مې د ګمرک د یو کارکوونکي وپوښتل، چې اوس خو د افغانستان په ټولو ګمرکاتو کې د اسیکوډا سیستم هم فعال شوی؛ ترڅو د فساد مخېوی وشي او پیسې رڼې او په شفاف ډول وسپارل شي، ویې ویل چې اسیکوډا څه چې ټول اشرف غني هلته کېنوي چې نظارت او څار وکړي، بیا به هم د فساد او غلا ناقانوني درز کې روانه وي.
د ننګرهار او تورخم له ګمرکونو د لارې څاه جوړه ده، هرڅوک ترې د ځان مړولو برخه اوه څښي.
د افغانستان د بودېجې لپاره د عایداتي منابعو په توګه د پنځو غټو ګمرکونو له جملې یو د ننګرهار ګمرګ قوې عایداتي منبع ده، چې هره ورځ او میاشت ډېرې پیسې ترې ترلاسه کېږي، اما د فساد له امله یې یوه برخه هم په صحي شکل مالیه وزارت ته نه رسیږي؛
خو بدبختانه چې مالیه وزارت او ولسمشر په دې اړه بېخي چوپه خوله دي(!)