سمت بازان او دايران لاسپوڅي مو ژوندون وژني
لکه څنګه چې په افغانستان کې دولتي اوخوصوصي چاپيزې غږيزې او انځوريزې رسنۍ داساسي قانون،دبيان دازدۍ او مطبوعاتو دقانون سره سم دنشراتو اوخپرونو حق لري.
خو په تاسف سره ځينې سمت بازان خود خواه کسان او دايران لاسپوڅي په دي هڅه کې دي چې دافغانستان له لوى ملت څخه دبيان دازادۍ دغه حق واخلي.او له مختلفو لارو غواړي پرهغو رسنيو فشار راولي چي په پښتو ژبه دپښتنو لپاره خپرونې کوي او دپښتنو دحقوقو لپاره مبارزه کوي.
نن ورځ دوشنبه چې دسپټمبر له ٩ نيټې سره برابره ده دمسعود د پلويانو لخوا دپښتنو پر غږ يعنې ژوندون تلويزيون وسوال بريد وشو دا دشمالي ټلوالي او د احمد شاه مسعود پلويانو و چې د کلونو راهيسې يې له پښتنو سره د سياسي او فرهنګى ډگر کې يې دوښمنۍ کړي دي اوتل يې بدنيت درلو دلاى چې نن ورځ يې د(ژوندون تلويزيون)په نوم په يوه خصوصي تلويزيون باندې د هغوى بريد د دوښمنۍ يو ښکاره ډول دى.
ژوندون تلويزيون تل حقايق بيان کړي او دافغانانو غږ يې اوچت کړي او هغه څوګ يې غندلي دي چې پر افغانيت شرميږي او ځانونه افغانان نه بولي.
نن اېف اېم راډيو په هيواد کې ددغو متعصبو کړيو له کرکې ډک دغه گام په هيواد کې دټولو نافذه قوانيو په خلاف عمل او دا په هيواده کې دبيان ازادۍ يو ښکار بريد بولي او په سختو ټکو يۍ غندي نن اېف اېم راډيو دژوندون خصوصي تلويزيون څخه کلک ملاتړ اوننگه کوي.
په عين وخت کې له افغان حکومت څخه ددغو کسانو د نيولو په برخه کې دبيړني گام د پورته کولو او دقانون منگلو ته ددوي دسپارلو غوښتنه کوي که چيري يې افغان دولت پروړاندې جدي گام پورته نه کړي نو نن اېف اېم راډيو به په خپلو ټولو اوريدنکو دخپل حق دغوښتلو او د سوليزو لاريونونو ترسره کولو غږ وکړى
په درنښت
دنن اېف اېم راډيو مشرمحمداسلم قانوني