رسنۍ هغه څه دي، چې په یو هېواد او یوه سیمه کې خلک د اصلاح خواته راکاږي، د ملت غږ د دولت تر غوږه رسوي، د ظالم ظلم او د مظلوم مظلومیت خلکو ته افشا کوي.
رسنۍ که خپل ټول کوششونه د حق لپاره وکړي او حق ووایي، نو په هېواد کې د اصلاح په راوستلو کې د ملا د تیر حیثیت لري. خو دا رول دوی هله لوبولی شي، چی په راپور ورکولو کې د چا لحاظ او پلوي ونکړي. د چا له ډاره یا د پیسو په بدله کې حقیقت پټ نه کړي.
د کومې خا صې ډلې په ملاتړ یا ضد راپور ورنکړي . خاین ته خاین خادم ته خادم ووایي، نو هم به یې د خلکو په زړه کې ځای نیولی وي او هم به یې خپله دنده په پوره امانتدارۍ سره سرته رسولې وي.
په دې وروستیو کې زمونږ په ګران هېواد کې رسنۍ بېخي ډیرې شوې، چې ځينې یې د ټلویزون او راډیو له لارې او ځینې یې پر انټرنیټ خپرېږی. که له یوې خوا رسنیزې شبکې پر ډېرېدو دي، خو له بلې خوا د وګړو باور او اعتبار پر دغو شبکو د کمېدو خوا ته روان دی . دا اعتبار ولې کمېږی او څوک یې کموي؟
دا همدغو ځینو رسنیو خپله؛ هغه داسې چې په یو هېواد یا سیمه کې که یوه پېښه په یو ډول شوې وي نو رسنۍ یې د بېلابېلو لاملونو، کورنیو او بهرنیو تړښتونو او سیاسي افکارو له امله بل ډول انځوروي. خو دا ځينې رسنۍ دا نه وایي چې د سیمې اوسېدونکي خو له حقیقته خبر دي. نو په دې ډول په لومړي ګام کې د سیمې د اوسېدونکو او په دویم ګام کې په ملي او نړیواله کچه اعتبار ته زیان رسېږي او ورو ورو یې باور او اعبتار په بشپړ ډول ختمېږي. بل دا چې په یوه پېښه کې یوه رسنۍ د یوې ډلې د کامیابۍ خبر ورکوي او بله رسنۍ د بلې ډلې، نو خلکو ته بیا دا شک پیدا کېږي، چې ګواکې دا د فلانۍ ډلې طرفداران دي او دا د فلانۍ ډلې.
بل هم دا چې یوه شبکه یو راپور ورکړي بله یې بېرته رد کړي. لکه دا څو ورځې وړاندې ازادۍ راډیو د هېواد په شمال کې د دوستم د ملېشو د ظلم او وحشت خبر ورکړ، خو یوې بلې رسنۍ بېرته رد کړ . ناپیېلتوب او بې طرفي د رسنیو مهم اصل دی، هغه رسنۍ چې له دې اصله سرغړونه کوي، مشروعیت نه لري