دا کتاب ولې چمتو شو؟

د نن فکر کتاب یو شمیر داسې  څېړنیزې مقالې او لیکنې پوښ کړي، چې په ټولنیز ژوند کې لوستونکي  ته د بریالي ژوند کولو لپاره بېلا بېل ګټور معلومات وړاندې کوي.

د نن فکر کتاب په دې موخه چاپ شو، چې په ټولنیز ژوند کې ځوانانو (نارینه او ښځينه) ته د یو شمیر متحرکو ننګونو پر وړاندې د مقابلې کولو لارې چارې په مسلکي توګه وروښايي او سربیره پر دې یې شته فرصتونو ته د ګټې اخیستنې په موخه وپاروي ترڅو ټولنیزې خیر ښېګڼې ته وده ورکړي. د دې کتاب مقصد دا دی ترڅو ځوان نسل وهڅوي چې په هیواد کې شته طبعيي سرچینو باندې د هیواد  آبادۍ ته کار وکړي. ټولنیز مسولیت ته وده ورکړي او همدارنګه د نن فکر کتاب نور مقاصد هم تعقبوي، لکه: پښتو ژبې ته خدمت کول ،د ملي يووالي ټينګښت، د زیار ایستلو کلتور پياوړی کول، پرځان باوري کیدنه، عامه پوهاوی، د ځوان نسل د نړۍ پرمختګونو ته پام اړونه، د ځوانانو هڅونه ترڅو په ټولنه کې د اجتماعي فکر په لرلو سره متحرکه واوسي او د ستونزو د حل لپاره اختراعاتي او ابتکاري روحیه ترلاسه کړي.

د دې کتاب ګټې څه دي؟

د نن فکر کتاب هر چا (په ځانګړي توګه ځوان نسل) ته د ګټورو علمي او فرهنګي معلوماتو په وړاندې کولو سره د پیاوړي هیواد لرلو په موخه په لاندو برخو کې مسولیتونه او سپارښتنې په ګوته کوي. له لوستولو وروسته د مطالعې کلتور ته وده، د ځوان نسل  د مدیریت او رهبرۍ اهمیت ته پام اړول، اقتصادي پراختیا ته پام، انساني ارزښتونو ته پام (سوله، خوندیتوب، آزادي، اسوده ګي …)، د ماشومانو روزنې ته پام اړونه ، د نړۍ پرمختګونو ته پام او افغان هیواد ورسره پرتله کول، د ټولنیز زغم د اهمیت پيژندل، د ادارو شتون او اهمیت ته پام کول او داسې نورو په اړه ګټور ثابتیږي.

هیله من یم چې د نن فکر کتاب به د لوستونکو لپاره په زړه پورې وي. هڅه شوي، چې د ساده کلمو، عبارتونو، جملو او اصطلاحاتو په لرلو سره  چمتو شي ترڅو د پوهاوي وړ وګرځي. که د ناپاملرنې سره یې تېروتنې لرلې؛ د لوستوونکو سمونو ته په بشپړ زغم ښه راغلاست وایو.په پای کې د زیاتې خوښۍ په څرګندولو سره له ټولو هغو همکارانو او ملګرو ډیره زیاته مننه کوم، چې د دغې توک په چمتو کولو کې یې راسره مرسته کړي. که څه هم چې د دغې کتاب د چمتو کولو په لړ کې ډیری مهال د ژوند په روزنیزو چارو زیات بوخت وم خو د خپلې کورنۍ د غړو په ملتیا مو وکولای شول، چې بریالی شم. که د دوی همکاري نه وی؛ ګرانه وه، چې دا د نن ورځې څراغ مو ټولنې ته وړاندې کړی وی.

په درنښت 

نورمحمدثاقب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *