شپه کې مې له څو سره جګړه وې، جګړه هم ورسره په تومانچه کوم، هغوی په لوړ پوړ کې وې، زه ښکته پر سړک ورته ولاړ یم، هڅه مې کوله چې ډزې وکړم، یواځې مقابل لوری پرې وبیروم، نه مې غوښتل هغوی ووژنم، خو هغوی راسره په لویو وسلو جګړه کوله او زما د وژلو هڅه یې کوله، له خوبه راويښ شوم، سخت خوب و، بدن مې تول خولو لاندي کړی و.
په سهار له پخوا څه ناوخته دفتر ته لاړم، دفتر کې مې یو ملګری له وړاندي راته تم و. شیبې مې له هغه سره مجلس وکړ، بحث مو ټول د افغانستان پر روانو حالاتو و. دهغه ډېر شکایت له پاکستانه و، شیبې وروسته رانه رخصت شو. د سهار چای مې نه و کړی، غوښتل مې څه وخورم، د کړکۍ اړخ ته نږدې لوی کوچ باندي کښېناستم، چای مې په سر پورته کړې، سوچونه مې ټول د تیرې شپې په جګړیز خوب کې وو.
خاورې، دوړې، او ښېښې، د چادونې له ږغ وړاندي دفتر ته له دتیزې هوا سره راننوتې، نور نه یم پوه شوی، یواځې دومره چې تیز باد مې بدن وښوراوه، چې ورسره سم د چاودنې دروند ږغ هم شو، کړکۍ یې ماتې کړې، دروازې یې وغوځولې، دفتر یې راته ټول ګډوډ کړ، د چاودنې ږغ ډېر اوچت و، دومره دروند چې له غوږو یې د شیبې لپاره واچولم.
په چټکۍ له دفتره بهر راووتم، هر لور خاورې، خځلې، پارچې، ښېښې او نور پراته وو. شیبه وروسته مې نور هم سترګې او غوږونه خلاص شوو. د ژوبل کسانو کړیکې او غلبلې مې تر غوږو شوې، پوه شوم چې چاودنه له دفتره بهر شوې. د دفتر تر لویې دروازې چې بهر ور ووتم، امینتې سرتېرو ډزې کولې، څوک یې بهر نه پرېښودی.
زه روغ رمټ یم، ډېر پکې په وینو کې غرق او ژوبل شول، ځینې هم پکې ووژل شوو. دا په هلمند کې په تېرو دیارلس کلونو کې تر ټولو لویه چاودنه وه، مازدا (ټرک) موټر ټول د چادیدونکو توکو ډک و، د نن ناورین تېر شو، ډېرې کورنۍ د غم او ویر په ټغر کښېناستې، موږ پکې بچ شوو، نه پوهېږم چې نصیب به موږ د کومې ورځې لپاره ساتلي یو.
یا ربه پر ټول افغان ولس ورحمېږي.