کله چې د ترهګر نوم اخلو، نو جوخت مو فکر مو وحشت ته ستنېږي، ځکه ترهګرو د جومات منارې په وينو سرې کړې، ماشومان په شهادت رسوي، د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې ځانونه لوزي او بې ګنا وګړي د مرګ کومې ته بیايي.

دا د نن کيسه نه ده، بلکې له ډېر پخوا څخه د افغان وژنې پروسته اپډيټ کېږي، کله چې سرې لښکرې پر افغانستان یرغل کوي او خلک د ملایانو ملاوې تړي توپک او کوتک سره سنګرونو ته ستانه کېدل، زموږ يو کليوال دې الله وبښي، وای يوه مولوي د جهاد تبليغ کاوه، موږ ته يې شګې راکړې، چې دا مو دم کړې دي، کله چې ټانګ راځي، نو پر ټانګ دغه شګې وروشيندئ، ټانګ به اور واخلي، خو داحتياط په خاطر درسره يو لور يا څلور خاښۍ هم واخلئ که کوم خلقي يا روسي ژوندی پاتې و، نو هغه به پرې ووژنئ.

زموږ دوست کيسه کوله، وای دا شګې چې يې راکړې، دومره خوشاله وم، لکه اټوم چې يې راکړی وي، وای تر پله لاندې د ټانګ د راتلو په هيله کېنستم، خو کله چې مې وړاندې د ټانګ غرهاری واوريد، نو حواسو مې کار پرېښود شګې او لور مې تر پله لاندې پرېښودل او په خپله مخه ولاړم، نوموړی وايي، چې له ټولو ملګرو يو زه ژوندی پاتې شوم.

هغه مهال چې مجاهدين په هيواد واکمنيږي، د جنرال ضياالحق مرګ شهادت ورته ښکاريده او په کلیو کې پسې خيراتونه پسې وشول، له هماغه مهاله مجاهدينو زموږ ملي  نواميس، ملي بيرع، نښان او نور سپک وګڼل، د ښوونځيو په نصاب کې د وطن مينې پر ځای د ټوپک او مرميو درسونه ورکول کېدل.

لنډه دا چې مجاهدينو زموږ خاورې او ملي نواميسو ته په سپکه وکتل او تر عمره به د لنډغرو لقب ورته کاريږي، همدارنګه اوس طالبي او داعشي وحشت رمباړې وهي، د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې تر دریو زیاتې د فرقه تاوتريخوالي په موخه ترهګرو بريدونه وکړل، چې د دوی پاکستاني او ايراني بادارانو غوښتل، چې د قومونو تر منځ نزاع رامنځ ته او د نظام ستنې کاواکه کړي، د پکتيا ګرديز په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ترهګريز بريد، د عالم ايزديار زوی د جنازې په مراسمو ځان وژونکي بریدونه او د پنجشنبې په ماښام د دشتي برچي په الزهرا جومات ترهګريز بريدونه د فرقه جګړې د پېلېدو په تکل تر سره شول، تر څو د افغانانو ملي يووالي ته زیان واړوي او په خپلو کې سره د ګور چينجيو په څېر سره وخوري.

له انسانيت او اسلاميت نه مرور دښمن دومره عقده یي شوی دی، چې په هر ځای کې چاودنې او وژنې کوي، په مقدسو ځایونو کې بريدونه پر ښځو بريدونه او وحشتونه ټول د طالبي فکر او مفکوري محصول دي.

د افغانانو په تاريخ کې په مېرمنو کوم نارینه لاس اوچت کړی نه دی، خو طالب ترهګر اوس زموږ پاک لمنې مېرمنې او پېغلې صحرايي محاکمه کوي او بیا سزا ورکوي.

د غور په ولايت کې د يوې مېرمنې سنګسار، په کندوز ولایت کې د طالب وحشيانو سنګسار هغه څه دي، چې اوس تر بل هر وخت زموږ نواميس له خطر سره مخ دي، پنجابب او چيچينايي زموږ په کور کې ډکيږي او خړيږي.

د غزني په ولايت په يوې سیمه کې داسې پېښه هم منځ ته راغلې ده، چې ترهګرو د عقدې پر بنسټ يوه مېرمن په دورو وهلې ده، د همدې مېرمنې ورور د محلي پولیسو په ليکو کې خدمت کاوه او ترهګرو يې د نيولو او وژلو هڅې وکړې، نو  د پولیس پر خور يې د بدلمنۍ تور ولګاوه، د پوليس کورنۍ غريبه او بېوزله وه ، غربت او بې کسي د ښه سړيتوب معيارونه ترې اخيستي و او د تر بور په نوم يې هم څوک نه درلودل، نو همدا مېرمن يې نهه دېرش دورې له دې امله ووهله، چې ګواکې له بل چا سره يې ناروا جنسي اړيکې درلودلې، حال دا چې پر همدې سیمه کې په ډېرو ښکاره نارواوو ترهګرو پرده وغوړوله.

دغه مېرمن په يوه داسې ورځ په دورو وهي، چې د بلې خور ورا يې هم تر غولي رارسېدلې ده، د طالب وحشت او بربريت له همدې ځايه اټکلولی شو، تر دوه زره زیات خلک يې ليدو ته راتلل او د غيرت لويې لونګۍ پر سر وي، په ګلاکسي او ايفون ترې ويډيوګانې کېدې.

دا د طالب د عدل او انصاف کيسې دی، تېره ورځ بیا طالب ترهګرو د پکتيکا په خيرکوټ ولسوالي کې يو ځوان چې د ملي بيرغ غاړه يې  جوړه کړې وه، په شهادت رسولی دی.

د طالب وحشت او بربریت تر بل هر وخت زیاتې خطرناکې مرحلې ته نژدې شوی دی، که په وړاندې يې ولس را ولاړ نه شي، نو د خپلو نواميسو د ژغورنې موقع به يې له لاسه ورکړې وي، ځکه طالب موږ او تاسو ته وايي، چې ما ستا د ناموس ساتنې لپاره وسله اخیستې ده، خو حقيقت بیا بل څه دی، هغو د ای، ایس، ای سامراجي ادارې لپاره وسله غاړې ته کړې ده، تر څو زموږ ملي نواميسو د منځه وړو په موخه ترهګريز بريدونه وکړي.

طالب، مجاهد او داعش ټول د يوې سیکې مخونه دي، په وحشت او بربريت کې له يو او بل سره تفاوت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *