عبدالحق سمون

د نوبل جايزه د هغو جايزو لړۍ ده چې هرکال په بېلابېلو برخو؛ لکه: فزيک، کيميا، طب، ادبياتو او سولې په برخه کې ورکول کېږي. البته د نوبل د فزيک، کيميا، طب او ادبياتو جايزې د سوېډن د ساينس شاهي اکاډمۍ له خوا او د نوبل سولې جايزه د ناروې د نوبل کمېټې له خوا ورکول کېږي. دا جايزه د نړۍ د مشهورو او ارزښتناکو جايزو څخه ګڼل کېږي، چې په نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.

د نوبل جايزه د سوېډني عالم الفرېډ نوبل د 1895 ز. کال د وصيت سره سم ورکول کېږي چې د همدې عالم (نوبل) په نامه هم نومول شوې ده.

الفرېډ نوبل په 1837 زږ کال د اکتوبر مياشتې په 21 نېټه د سوېډن پلازمېنې سټاکهلم کې ښار کې زيږېدلی. نوموړی يو کيمياپوه، انجينر او مخترع و چې تر ټولو مشهوره اختراع يې ډايناميټ (يو ډول چاودېدونکي توکي) دي. نوبل د خپلې شتمنۍ زياته برخه د خپلو 355 اختراګانو څخه لاسته راوړې وه. نوموړی د 63 کالو په عمر په ايټاليا کې مړ شوی. نوبل د خپل مرګ څخه يو کال مخکې وصيت وليکه او دا يې پکې په ډاګه کړه چې د نوموړي د شتمنۍ 94 سلنه دې هغو خلکو ته ورکړل شي چې انسانيت ته خدمت کوي.

د نوموړي د مرګ څخه وروسته د هغه د وصيت پرځای کولو لپاره راجنار سولمن او رډولف ليلکوسټ د نوبل بنسټ جوړ کړ چې د نوبل د وصيت پرځای کول په ښه توګه سره ورسېږي.

پټه دې نه وي چې د نوبل څخه پاتې شوې شتمني د همدې کمېټې له خوا په سوداګرۍ اچول کېږي چې دا پيسې له منځه لاړې نه شي. دغه شتمني په 2008 ز. کال کې 186 ميليون امرېکايي ډالرو ته رسېده. په همدې توګه ددې پيسو د سوداګريز دوران او ګټې له کبله په د نوبل بنسټ ټوله شتمني 560 ميليون ډالرو ته رسېده.

د نوبل لومړنۍ جايزه په 1901 ز. کال جرمني عالم ويليم رونټګن ته د X د وړانګو د راسپړلو (کشف) په برخه کې ورکړل شوه.

لومړنۍ پښتنه چې دا جايزه يې ترلاسه کړې ملاله يوسفزۍ ده چې په 2014 ز. کال کې يې د سولې په برخه کې دا جايزه د هندي کيلاش ساتيارتي سره يوځای ترلاسه کړه.

د نوبل جايزې د رامنځته کېدو (1901 ز. کال) څخه تر 2012 ز. کال پورې د ټولو ورکړل شوو جايزو شمېر 555 ته رسېده چې 856 بېلابېلو پوهانو او ادارو ته ورکړل شوې دي.

له دې ډلې څخه ځينې داسې هم وو چې دا جايزې يې له يوځل څخه زياته اخېستې. په دې حساب د ټولو هغه کسانو او ادارو شمېر چې ددې جايزې د ګټلو وياړ لري، 835 ته رسېږي چې په دې ډله کې 791 سړي، 44 ښځې او 21 ادارې ګډون لري.

د نوبل د سولې جايزه د ناروې پلازمېنې اوسلو، خو پاتې نورې جايزې د سوېډن پلازمېنې سټاکهلم په ښار کې ورکول کېږي.

د نوبل جايزې ګټونکي د جايزې (مډال) سربېره يو بری ليک او نغدې پيسې هم ترلاسه کوي. د 2012 ز. کال سره سم د نوبل جايزې ارزښت 1.8 ميليون امرېکايي ډالره اټکل شوی و.

د نوبل جايزه مړو ته نه ورکول کېږي، خو که چېرې يو کس له هغې وروسته چې د يادې جايزې ګټونکی اعلان شي او مړ شي جايزه يې ورکول کېږي.

د شلمې پېړۍ په راتلو سره چې د کشفياتو (راسپړلو) او اختراګانو لمنه پراخه شوه نو د نوبل کمېټې له خوا دا پرېکړه وشوه چې دا جايزه به د درې کسانو څخه د زياتو ترمنځ نه ويشل کېږي. دې خبرې په اوس وخت کې يوه تشه رامنځته کړه او هغه دا چې ځينې داسې شيان هم راسپړل او يا اختراع کېږي چې په کشف يا اختراع کې يې له يو شخص څخه زيات ګډون لري، خو جايزه يې يوازې درې کسانو ته ورکول کېږي.

په 1968 ز. کال کې د نوبل جايزو لړۍ سره د اقتصاد برخه هم ورګډه شوه چې ددې جايزې لومړنی اخېستونکی جان ټنبرګن او راجنر فرېش وو. که څه هم دغه جايزه رسماً د نوبل جايزه نده خو د نوبل جايزه سره يوځای ورکول کېږي.

له همدې جايزې سره سم د نوبل جايزو د ورکړې کمېټې دا پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به د نوبل جايزو په برخه کې بله کومه څانګه ورزياته نشي.

د نوبل جايزه 18-24 قيراطه سره زر لري خو په ټوليزه توګه هر مډال 175 ګرامه وزن، 66 ملي متره قطر او 2.4-5.2 ملي مترو پورې نری والی لري.

مخکې مې يادونه کړې وه چې د نوبل جايزې ګټونکي ته د جايزې ترڅنګ نغدې پيسې هم ورکول کېږي، ددغې پيسو اندازه د نوبل کمېټې پورې اړه لري، د بېلګې په توګه په 1980 ز. کلونو کې ددې پيسو اندازه 350000 امرېکايي ډالرو ته رسېده چې په 2009 ز. کال کې 1.4 ميليون ډالرو ته لوړه شوه، خو په 2012 ز. کال کې بېرته 1.2 ميليون ډالرو ته راټيټه شوه. د جايزې ګټونکی کولی شي چې يادې پيسې په خپله خوښه د نوبل کمېټې او يا نورو خيره ادارو ته د خيرات په ډول ورکړي.

 

د نوبل جايزو په تاريخ کې ځينې مهمې پېښې

په 1938 او 1939 ز. کلونو کې اډولف هټلر څلور جرمني پوهان ريچارډ کوهن، اډولف فريدرېک، جوهان بوټينانټ او جېرارډ ډوماک له نوبل جايزې اخېستلو څخه منع کړل، چې وروسته بيا هر يو ته يو بری ليک او جايزه ورکړل شوه.

په 1940، 1941 او 1942 ز. کلونو کې په هيڅ برخه کې د نوبل جايزه ورنکړل شوه ځکه چې په دغه وختونو کې ناروی د جرمني له خوا اشغال شوی و.

که چېرې د نوبل د سولې جايزه چاته ورنکړل شي نو ددې جايزې پيسې د نوبل د پوهانو جايزو په پيسو وراچول کېږي.

د نوبل د جايزې ورکول هم په ډېرو شاندارو مراسمو کې ترسره کېږي چې خرڅ يې هم ډېرې قيمتي پرېووځي. ځينې وختونه د جايزې د ورکړې په مراسمو کې د رابلل شوو مېلمنو شمېر زرګونو ته رسېږي.

د لومړي ځل د نوبل جايزو د ورکړې په بهير کې په 1979 ز. کال دا مراسم لغو شول، ځکه چې په همدې کال د نوبل جايزې وړونکې “مادر ټيريسا” دې مراسمو ته د ورتګ څخه ډډه وکړه او دليل يې دا څرګند کړ چې ښه به دا وي چې ددې مراسمو د خرڅ پيسې پر غريبو خلکو وويشل شي. له همدې امله نومړې ددې مراسمو لپاره د خرڅ لپاره چمتو شوي 7000 ډالر، 2000 بې کوره خلکو ته د ماښامنۍ ډوډۍ په ورکړه مصرف کړل.

 

کړکېچونه

د نوبل جايزو د ورکړې په لړۍ کې د 1973 ز. کال د سولې جايزه ډېره کړکېچنه وه او ددې لامل شو چې د نوبل کمېټې له پنځه غړو څخه دوه غړي له خپلې دندې استعفا ورکړي. ياده جايزه له دې امله د ډېرو نيوکو سره مخ شوه چې ددې جايزې د دوو ګټونکو له ډلې هنري کېسنګر چې په هغه وخت کې د امرېکا او وېتنام ترمنځ د سولې راوستلو لپاره کار کولو، په سولې راوستلو کې د پام وړ کار ونکړ. نوموړی په داسې حال کې د جايزې ګټونکی اعلان شوی و چې امرېکا او وېتنام لاهم په جګړه کې ښکېل وو. بل شخص لي ډکتو له دې کړکېچونو وروسته د جايزې اخېستلو څخه انصراف وکړ.

ړ 1994 ز. کال د نوبل سولې جايزه چې ياسفر عرفات، شېمون پيرېس او يژاک رابن ته ورکړل شوه هم له کړکېچه خالي نه وه. هغه داسې چې ددې جايزې د ورکړې د اعلانولو څخه څو شېبې وروسته د ناروې د نوبل د سولې کمېټې يو غړي ياسر عرفات ترورېسټ وباله او له خپلې دندې يې استعفا وکړه. د نوموړي دغه تور په هغه وخت کې د يوشمېر مشهورو ورځپاڼو له خوا له ډېرو نيوکو سره مخ شو.

په 2009 ز. کال کې د نوبل د سولې کمېټه هغه وخت تر نيوکو لاندې راغله چې باراک اوباما چې لايې د ولسمشرۍ کال هم نه و پوره شوی، د يادې جايزې ګټونکی اعلان کړ. د حيرانۍ خبره خو دا وه چې اوباما په خپله هم ددې خبرې پخلی وکړ چې نوموړی ددې جايزې مستحق نه دی!

د نوبل د سولې کمېټې له دې امله هم تر نيوکو لاندې راغلې چې د ګاندي، تولستوی او د دوی په څېر نور شخصيتونو ته يې دا جايزه نه ده ورکړې.

 

 

د نوبل جايزو اړوند ځينې رېکارډونه

جرمني فزيک پوه ارنولډ سمرفيلډ له دې امله رېکارډ ټينګ کړی چې نوموړی يادې جايزې ته 81 ځله نومول شوی، خو يوځل يې هم په ګټلو بريالی شوی نه دی.

د کيوري کورنۍ له دې امله رېکارډ لري چې دا جايزه يې پنځه ځله ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) دوه ځله (په 1954 او 1981 ز. کلونو کې) د نوبل جايزه ګټلې.

جين پال سارټر او لي ډکتو يواځيني دوه شخصيتونه دي چې په خپله خوښه ددې جايزې له اخېستلو لاس په سر شوي دي.

د امرېکا متحده ايالتونه په ډېرو جايزو وړلو کې رېکارډ لري. تر اوسه پورې يې 353 جايزې وړي دي.

 

د نوبل جايزې ګټونکو لسټ د هېوادونو په ترتيب (1901 2014) ز.

ارجنټينا: 5

اسټراليا 13 : 

اسټريا:21

ازربايجان: 1

بنګلادېش: 1

بېلاروس: 4

بېلجيم: 11

بوسنيا او هرزګووينا: 2

بلغاريا: 1

کاناډا: 23

چيلي : 2

چين: 8

کولمبيا: 1

کوسټاريکا:1

کروشيا: 1

سايپرس: 1

چک + سلواکيا: 5

ډنمارک: 13

ختيځ تيمور: 2

مصر: 4

فارو جزيرې: 1

فنلنډ: 4

فرانسه: 67

جرمني: 102

غانا: 1

يونان: 2

ګواتيمالا:  2

هانګ کانګ: 1

هنګري: 12

آيسلنډ: 1

انډيا: 10

ايران: 1

ايرلنډ:  10

جاپان: 22

کينيا: 1

جنوبي کوريا: 1

مقدونيا: 1

لاتويا: 1

لايبريا: 2

لتوانيا: 3

لوکسمبورګ: 2

مکسيکو: 3

برما: 1

نيدرلنډ: 19

نيوزيلنډ: 3

نايجريا:  1

ناروی: 13

پاکستان: 2

فلسطين:  1

پيرو: 1

پولنډ: 16

پرتګال: 4

رومانيا: 4

روسيه: 28

سېنټ لوشيا: 2

سربيا: 1

سلوانيا: 1

جنوبي افريقا: 11

هسپانيه: 7

سوېډن: 30

سوېټزرلنډ: 26

تايوان: 1

ټرېنېډډ او ټوباګو: 1

ترکيه: 1

اوکراين: 5

انګلېنډ: 115

د امرېکا متحده ايالتونه: 353

ونزوېلا: 1

وېتنام: 1

يمن: 1

يوګوسلاويا: 1

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *