تاند- په سویډن کې د نوبل اکاډیمي نن اعلان وکړ چې فرانسوي لیکوال پتریک مودیانو د نوبل د ادبیاتو جایزه ګټلې ده.
دې اکاډیمي وویل، دا جایزه، چې ۸ ملیونه سویډني کراونه یا ۱۱ لکه امریکايي ډالره ورسره تړلي دي، مودیانو ته د هنري خاطرو په خاطر ورکړل شوه.
د ادبیاتو دا جایزه سږ کال د نوبل څلورمه جایزه ده چې ورکول کېږي.
پرون د نوبل د کیمیا جایزه دریو ساینس پوهانو دو امریکایانو او یوه جرمني ته ورکړل شوه.
۶۹ کلن مودیانو له دوهمې نړیوالې جګړې دوې میاشتې وروسته د پاریس په لوېدیځه لمن کې زېږېدلی، پلار یې ایټالیايي الاصله یهود او مور یې بلجیمي اکتره ده. د ده مور و پلار لومړی پلا په داسي وخت کې سره ولیدل چې پاریس نیول شوی و.
مودیانو په ۲۰۱۲ میلادي کال د اتریش د ادبیاتو دولتي جایزه ګټلې وه.