تاند- د ۲۰۱۴ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه به نن په ستاکهولم کې اعلان شي.

د هغو کسانو په ډله کې چې ویل شوي دغه جایزه به ترلاسه کړي، د بیلا روس تحقیقاتي ژورنالیسته او لیکواله سویتلانا الیکسیویچ او د کرویشیا ناول لیکواله او مقاله لیکونکې دوبراوکا اوګریشیچ شامل دي.

د دې جایزې، چې یوولس لکه ډالره ارزښت لري، د ګټلو لپاره د غوره شویوکاندیدانو په سرکې کینیایي لیکوال نګوګي  وا تینګو او جاپانی لیکوال هروکي موراکامي شامل دي.

پرون د نوبل د کیمیا جایزه دریو ساینس پوهانو دوو امریکایانو او یوه جرمني ته ورکړل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *