هغه شپاړس مېرمنې، چې تر دې دمه یې د نوبل د سولې جایزې ګټلې دي
د ((نوبل ګټونګې)) د هغه کتاب نوم دی، چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نصیراحمد نظري له خوا ترتیب او ژباړل شوی او د اکسوس کتاب پلورنځي لخوا د دغې ورځې په ویاړ چاپ او بازار ته راووت.
په یاد شوي کتاب کې د ټولو هغو مېرمنو ژوندلیکونه او د هغوی فعالیتونه شامل دي، چې د نوبل د سولې جایزې یې له پيله تر دې دمه تر لاسه کړې دي.