خبري اعلامیه

د بېړني خپراوي لپاره

پنجشنبه، ۲۳ حمل ۱۳۹۷

کابل

نورستان د هېواد یو ویاړلي او تاریخی ولایت دی چې د ارزښتمن سټراټېژیک، جیوپولېټیک موقعیت او مېړنيو ولسونو خاوند دی. له بده مرغه د تېرو لسیزو په جریان کې د دولتونو له پامه غورځېدلي، د یو شمېر بي کفایته او ټیت ظرفیت لرونکو او تپل شويو چارواکو له لاسه پرې پراخې جګړې تربګنۍ، امنیتي، اقتصادي، سیاسي، علمي، فرهنګي او ټولنیز ناورینونه تپل شوي دي له همدي امله هره ورځ زمو‌نږ ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او ولس مو له ګن بعدیزو ناخوالو سره لاس او ګریوان دی.

موږ د  نورستان د ۳ تاریخي درو د ټولو ولسوالیو او کليو د مستعضعفه او محرومو ولسونو په استازیتوب پر افغان دولت او نړېواله ټولنه غږ کوو چې د نورستان ولایت د ستونزو د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.

۱- د نورستان والي له نېږدي ۵ کالو راهېسي سرپرست دی، او د نورستان اکثر سيمه ييز چارواکي او ولسوالان بې کفايته، بې ظرفيته او د نورستان پر ځای په کابل، ننګرهار، کونړ او لغمان کې مېشت دي او په ناحقه ډول ټول امتیازات اخلي،  چې له امله یې نورستان له سختو زیانونو سره مخ دی، نو ځکه خو په عاجل ډول یاد ولایت لپاره د رښتینو اهل کار، با تدبیره او زړه سواندو سیمه ایزو اداری او امنیتي چارواکو او والي د تقرر غوښتنه کوو.

۲- د ناکاره سیاسي، امنیتی چارواکو له لاسه د نورستان امنیتی وضعیت د خلکو لپاره پر دوزخ اوښتی او د بعضې بې تدبیره چارواکو له لاسه داعش، لشکر طیبه او پاکستاني ډلو د روزنې مرکزونه او عسکر ګیري په شدت روان دي او بی ګناه خلک مو وژني، چې له امله یې نه یواځي نورستان بلکه مشرقي، شمالي او مرکزي ولایتونو ته هم سخت زیانونه اړولی دی چې نور هېڅکله موږ ته د زغملو ور نه دي. افغان دولت دې د ملي ارزښتونو پر مټ د دغې غمیزې مخنيوی وکړي او چارې دې اهل خلکو ته وسپاري.

۴- د ټاکنو پخوانيو بهیرونو کې د نورستان خلکو سره سترې جفاوې شوي، نو ځکه پر دولت او ټاکنیزو کمېسیونونو غږ کوو چې د نورستان د بشپړ امنیت په تأمين سره سراسري، رڼو او عادلانه ټاکنو شرایط چمتو کړي. دغه راز د تپل شويو جګړو له امله ګڼ شمېر نورستانيان په ننګرهار، کونړ او لغمان کې مېشت دي. یاد کمېسيونونه دې په  یادو شويو ولایتونو کي نورستانیانو ته د رایه ورکوونکو د ثبت او تذکرو د وېش مرکزونه او انتخاباتي حوزې جوړې کړي، ترڅو خپل رښتیني استازي د ولسوالیو، ولایتي او ملي شوراګانو او ولسمشرۍ لپاره وټاکي.

۵. د نورستان ځوانانو یوازې د قربانیو لپاره د ملی امنیتي ځواکونو په لیکو کې په عمدي ډول په سختو جګړو کې د عادي عسکرو په توګه استعمالېږي، چي زموږ ولس یې نور د شهيدانو د جنازو په ښخولو ستړی شوی او د بورو میندو، کونډو خویندو او یتیمانو کاروانونه مو پر اوږو بار دی، خو په دولتي سهمونو او نورو منسبونو کې هېڅ پاملرنه ورته نه کېږي. موږ له دولت او نړيوالې ټولنې په ډېر جدیت غواړو چې د افغانستان د نورو اتباعو په څېر په دولتي او نا دولتي ادارو کې د نورستان د کدرونو او پرسونل د متوازن حضور عاجل شرایط چمتو کړي.

۶- د نورستان د محرومو ولسونو د ژغورنې او پرمختګ لپاره په ټولو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، علمي، فرهنګي او ټولنیزو ډګرونو کې د متوازن حضور او متوازن انکشاف لپاره ټول هغه امکانات غواړو چې د افغانستان نور محترم اتباع او وګړي یې له مزایاوو برخمن دي.

۷- کامدیش ولسوالی د دیورند خیالی کرښي ۷۲ کیلومټره بندریزه سیمه لري، چې د انګلستان د استخباراتي ادراې (MI6) او پاکستاني استخباراتو (ISI) استخباراتو د پراخو لاسوهنو له لاسه له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي. افغان امنیتي تشکیلات یې سره له دې چې ډېر کم دي، بیا هم په  سنګرونو کې د پرتو ۱۱۵ تنو معاشونه او امتیازات یې دولت بند کړي او یوازې ۵۰ تنو ته امتیازات ورکول کېږي چي دغه عمل د دي سبب شوی، چې د ولسوالیو تعمیر له ډېرې لږې سیمې پرته نورې برخې د بیلابیلو وسله والو ډلو په لاس کي پرتې دي او د ټول افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ دي.

۸- که چېرې افغان دولت او نړیواله ټولنه زموږ مشروع او قانوني وړاندیزونو او نورو حقه حقوقو ته عاجله او عملي پاملرنه و نه کړي، نو موږ د نورستان ولسونه د خپل ژوند، عزت، شرف او پرمختګونو د دفاع لپاره پراخ مدني او سیاسي حرکتونه پر لار واچوو، چې د ټولو عواقبو مسوولیت به یې د  چارواکو پر غاړه وي.

   په درنښت،

ذبيح الله غازي نورستانی، د افغانستان د عدالت او ترقۍ ګوند مشر او په خبري کنفرانس کې حاضر د نورستان د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي.

۰۷۰۵۴۳۱۲۴۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *