د قلم لار ټولني لخوا تر اوسه ديارلس کتابتونونه د ځوانانو او لوستو کسانو لپاره د هيواد په مختلفو سيمو کې پرانيستل سوي دي ځيني سيمي خو داسي وې چې هيڅ کتابتون هلته نه و چې په ټولنه کې ستره ستونزه د کتاب نشتون ده د قلم لار ټولني مسئولين د کتاب کمپاين له لاري له خلکو کتابونه راټولوي او په ليرو پرتو سيمو کې ورباندي کتابتون جوړوي ترڅو لوستو کسانو ته د مطالعې لپاره کتاب چمتو کړي او هم لوستي کسان د کتاب مطالعې ته رابولي تر څو ټول لوستي کسان  کتاب ولولي او خپل وخت د کتاب پر مطالعه تير کړي.
د کتاب مطالعې لپاره پراخ کمپاين کوي ورته لوستي کسان هڅوي، د مطالعې په باره به ډيرو ډير څه ويلي وي خو ځيني يې داسې وايې (په دنيا کې به داسي غم نه وي چې په مطالعه سره ليري نسي) مونتيسکيو.
(د کتاب پاڼي هغه وزرونو نه پاتي کيږي چې د انسان روح د رڼا لور ته الوزوي)ولټر
داسي ډيري مقولي او ويناوي.
(کتابونه څومره ډير وخت څومره کم دى)
که لوستي کسان وخت د کتاب مطالعې ته ور کړي او وخت د کتاب سره تير کړي د ټولني ګڼي ستونزي به مو حل سي.
راځئ چې کتاب ولولو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *