د نورګرام، دوآب او واما ولسوالیو هغه مشران، سپین ږیري او علمای کرام چی د یادو ولسوالیو د قومی شخړو د ختمولو په موخه راپاڅیدلی وو، له بریالیتوب وروسته د نورستان د والی حافظ عبدالقیوم لخوا په ستاینلیکونو وستایل شول.

نوموړی اصلاحی جرګی هوډ کړی دی چی باید د نورستان ولایت هره قومی شخړه په قومی جرګی هواره کړی او خلک سره پخلا کړی چی پیل یی له نورګرام ولسوالی څخه وکړ، بیا دواب او تیرو دوو میاشتو کی د واما ډیری ستونزی په هوارولو د مقام ولایت لخوا تقدیر شو. دوی تر اوسه پوری د څلویښتو زیات هغه شخړی چی پکی مرګونه شوی وو هواری کړی، همداسی ډیر شخړی چی د زخمیانو درلودونکی، د پټو په سر، د مالونو او اوبو په سر را ولاړی شوی وی هواری او خلک سره پخلا کړه.

محمد موسی شامی

د نورستان د سرپرست والي ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *