تاند- د ۱۳۹۳ لمریز کال د نوروز جشن لپاره په پغمان کې دا ودانۍ یا ماڼۍ په کامل ډول افغان مهندسانو او معمارانو جوړه کړې او په هغې کې په سلو کې ۷۰ کارول شوي وسایل، سمینټ، لرګي…. په افغانستان کې تولید شوي دي.

د افغانستان د ښارجوړونې سلاکار وزیر ضیا حسیني وايي چې دا ودانۍ په کلاسیک اسلامي سبک جوړه شوې ده. او پر هغې ۱۵ ملیون ډالره لګېدلي دي. حال دا چې په پیل کې د دې پروژې د بشپړولو لپاره ‍۱۲ لکه ډالر تصویب شوي و.

ښاغلی حسیني وايي، دا ودانۍ په داسي ډول ډیزاین شوې چې که څوک له پاسه ورته وګوري نو د افغانستان د نقشې په شان ښکاري.

د حسیني په وینا دا ودانۍ ساده هندسي طرحه لري؛ یوه مربع او ۴ شپږ ضلعي برجونه چې په څلورو کونجونو کې یې جوړ شوي دي.

د ده په وینا د شپږ ضلعي برجونو په جوړولو کې د غور له جام منار څخه الهام اخیستل شوی او منځنۍ مربع یې د کابل د دارالامان نړېدلې ماڼۍ په څېر ده.

د ودانۍ په منځ کې له لرګي او ډبرې زیات کار اخیستل شوی چې د دواړو ګډولې یا ترکیب ودانۍ ته لا ښکلا ورکړې ده.

په ودانۍ کې د کنفرانس یا غونډو یو لوی تالار، چې ۵۵۰ تنه پکې ځایېدای شي، د ډوډۍ خوړولو خونه چې ۶۰۰ تنه پکې ځاییږي او د مېلمنو په تېره بیا د خاصو مېلمنو لپاره ځانګړي سویټونه شامل دي.

د نوروز په جشن کې به، چې په دې ودانۍ کې جوړېږي، د پاکستان، ایران او ترکیې په ګډون د۱۱ هیوادونو ولسمشران برخه واخلي.  ویل شوي چې د ولسمشرانو لپاره ځانګړې خونې یا سویټونه جوړ شوي دي.