صبر، زغم، استقامت او د نورو د احساساتو درک لویه اخلاقي ښېګڼه ده، خو که یوازې ځان درته من ښکاري او هڅه دې دا وي، چې نور د ځان په رنګ کړې او ستا خوښې ته لبیک ووايي او ته هېڅ نزاکت په پام کې ونه نیسي، نو دا غټ جهالت او غټه اخلاقي نیمګړتیا ده، چې اوسهمال ډېری انسانان دغه نیمګړتیاوې لري او د اصلاح په اړه خو يې هېڅ فکر نه کوي.
«په تېرو زمانو کې چې معمولا بشري حقونو، فردي ازادیو او د وګړیو اساسي حقونو ته توجه نه کېده او عام ولس نالوستی، بې خبره او خورا بېوزلی ساتل کېده، د تورې خاوندانو په هغوی باندې رنګارنګ لوبې کولای شوی. په اوسنۍ زمانه کې چې خلک له خپلو ګڼو حقونو خبر دي، د تورې له لارې نور مجبورول چې خپل فکرونه او نظرونه بدل کړي، تقریبا ناممکنه ښکاري. ان په تېرو زمانو کې هم د زور له لارې د نورو د بدلولو هڅې اکثره وخت منفي پایلې لرلې دي.»
په ټولنیز ژوند کې انسانان له مخالفتونو، ټکرونو، حوادثو، ناکامیو، بریالیتوبونو او ګڼو نورو حالتونو سره مخ کېږي، خو د دغو حالتونو پر وړاندې باید زموږ برخورد داسې نه وي، چې په ستونزو پسې ستونزې وزېږو او د یوې ورځې د خوښۍ لپاره د کلونو خوښي پر سیند لاهو کړو.
د ټولنو او ملتونو جوړښت بېل بحث دی، خو زه غواړم چې پر دې بحث وکړم، چې فرد ته څه ډول ګډ ژوند تنظیم کړو، چې سبا به همدغه فرد ټولنه اصلاح او رهبري کړي.
دلته (افغاني ټولنه) د ګډ ژوند بحث ناوړو دودونو او د اسلام د سپېڅلي دین څخه د خلکو کمه پوهه هغه عوامل دي، چې دا ساده بحث يې پېچلی کړی دی او ډېر کله دودیزې ناوړه پديدې پر اسلامي اصولو او قواعدو غالبې شي.
ښايي دا یوازې د ګډ ژوند برخه نه وي چې کورنۍ خپله خوښه پر هلک او نجلۍ تحمیلوي، بلکې د ټولنیز ژوند خورا ډېر برخې داسې دي، نور تل هڅه کوي چې خپل مقابل لوری یا هغه څوک چې تر ده ټیټ موقف کې وي د ځان په رنګ کړي او خپله خوښه پرې ور تحمیل کړي.
د اسلام د مقدس دين د لارښوونو له مخې هره نجلۍ او هلک، چې د خپل عمر قانوني پړاو ته ورسېږي لازمه ده، چې واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي.
د شرعي قانون له مخې د ازدواج لپاره د دواړو خواوو (هلک او نجلۍ) رضايت شرط دی، «نکاح د هغه ښځې او سړي ترمنځ يو قراردادي تړون دی چې شرايط يی پوره کړي وي، که څه هم ښځه باکره وي، طلاق شوې يي او يا هم کونډه وي.» واده بايد د دواړو لورو په خوښه ترسره شي او دا اساسي شرط دی، خو ځيني په دې برخه کې د خپلو اولادونو خوښه او هوکړه له پامه غورځوي. دوی له نجلۍ د واده په هکله پوښتنه له رواجه لرې او شرم ګڼي.
زموږ په ټولنه کې د کورنۍ غړي له نجلۍ او هلک څخه د واده په باب پوښتنه کول شرم ګڼي، خو د همدغه جبري او د هلک او نجلۍ له پوښتلو پرته ترسره شوی واده، چې په راتلونکي کې د دواړو ژوند تریخوي او له همدغه اجباري واده څخه راټوکېدلی تاوتریخوالی چې پای ځانوژنه، ځانسوزونه او یا هم له کوره تېښته ده شرم نه دی؟
جبري ودونه هلکان او نجونې دواړه اغېزمنوي، خو د هلکانو په پرتله نجونې ډېرې د دغې ناوړې پديدې ښکار شوې دي. ځکه هلکان په ډېرو مواردو کې ازاد وي او د شرعي قانون له مخې د بلې ښځې حق هم لري، خو نجلې تر هغې چې یا مېړه طلاق نه وي ورکړی او یا يې میړه مړ شوی نه وي، نو د شرعي قانون له مخې نه شي کولای بل واده وکړي.
زما په باور که يوه ښځه دې ته مجبوره شي، چې خپل ټول ژوند له داسې يوه چا سره تېر کړي چې په خوب کې يې هم نه وي ليدلی، نو دا کار د هغې اروا ځوروي، دا به له هر چا او هر شي نفرت کوي او يوازې د غچ اخېستنې فکر به ورسره وي. ښايي په داسې مواردو کې ښځې ځانوژلو ته پنا یوسي، هڅه وکړي له کوره وتښتي او د ژغورنې په نورو دا ډول لارو فکر وکړي. بله خبره که یوه نجلۍ په داسې حالت کې پاتې شي او مور شي، نو دا خپل ماشوم نه شي روزلی، ځکه دا په روحي ډول یو منظم انسان (مور) نه دی.
زموږ په ناوړو دودونو کې د ټولنې یو بل قشر چې کونډې دي هم د جبري ودونو سره مخ کېږي. د کونډې خسرخېل د ناموس ساتنې او د کونډې د میراث په خاطر نه غواړي چې کونډه د مېړه له کورنۍ ور ها خوا بل مېړه وکړي.
د بشري ټولنې انسانان دا ازادي لري، چې د خپل ژوند چارې پخپله تنظیم کړي، خو ظالم او جاهل انسانان تل تر ځانونو کښته انسانان او د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي او د انسان فردي ازادي په خپل اختیار کې اخلي او د خپلې خوښې له مخې په خورا لویو لویو مسایلو کې پر خپله خوښه او زړه پرېکړې کوي. د اسلام دین حکم کوي چې د نکاح عقد په زور او جبر نه کېږي.
د شرعي قانون له مخې کونډه د نکاح په برخه کې بشپړه ازادي لري، چې له هر چا سره د هغې خوښه وي نکاح کولای شي، خو زموږ په ټولنه کې ډېر وخت د اسلامي شریعت د قانون دغه اصل ناوړو دودیزو اصولو پایمال کړی دی او کونډې جبري واده ته اړې کړای شوې دي او کورنۍ يې پرې خپله خوښه تحمیل کړې ده.
د یوې متمدنې ټولنې د جوړښت لپاره دا د هر فرد مسوولیت دی، چې ټولنه د اصلاح او نېکمرغۍ پر خوا رهبري کړي او د جهالت د دودونو جرړې ترې وباسي. د اسلام د مقدس دین له اصولو او ارزښتونو څخه د عامو خلکو خبرول، د زده کړو د اوسني ټیت ګراف لوړول او عالمان، مشران، مدني ټولنې، رسنۍ او د نورو بنسټونو اغېزمنې هڅې د یوې ښې ټولنې په رامنځته کولو کې مهم نقش درلودلی شي.
«د دې لپاره چې خپل ښه فکرونه نورو ته ورسوو، یوازینۍ سمه لاره د متقابل احترام او د بیان د ازادي په اساس د منطق او استدلال طریقه ده. مطلب دا چې په اول قدم کې به دا د زړه له تله منو چې هر چا ته خپله پوهه، خپل نظرات او خپل افکار محترم دي او که په رښتیا غواړو چې بل انسان ته احترام ولرو نو د هغه فکر ته چې د هغه د شخصیت برخه ده، هم باید په سپکه سترګه ونه ګورو. دا فکر کول چې نور به خامخا زموږ خبره مني، په دې دلالت کوي چې مونږ ته ځان تر بل هر چا هوښیار ښکاري او ځان تر هر چا هوښیار ګڼل که د کم عقلۍ نخښه نه وي، د خودپرستۍ او انانیت نخښه خو ده. خودپرستي او انانیت یوه روحي ناروغي ده او هغه څوک چې خپل نظرات په نورو په زور منل غواړي، په اول ګام کې ورته پکار ده چې د خپلې ناروغۍ علاج وکړي.»
نور زغمل او له نورو سره ګوزاره کول د سړیتوب د ژوند اساس او بنیاد دی.