لیکوال محمداکبر حقمل معینزی
هر انسان ستونزې لري، هر انسان ته باید په هغه ډول وکتل شي په کوم ډول، چې یو څوک خپل ځان ته ګوري، موږ باید درک کول یا د نورو پر حال ځان پوهول یوه اړینه وجیبه وبولو؛ ځکه هر انسان په هر وخت کې درکولو ته اړتیا لري. د یوه چا حال درک کول یا یې پر حال پوهېدل هغه څه دي، چې اړوند کس دې ته اړ کوي تر څو تاسو درک کړي. که چېرې یو څوک درک نه کړئ، نو د هغه پر وړاندې به مو ارزښت کم شي او که چېرې مو هغه درک کړ او پر حال یې وپوهېدئ، نو پر دې پوه شئ، چې تاسو به په هر حال کې درک کړي او تل به ورته خورا زیات ارزښتمن وئ. هېڅ څوک دې دا نه وايي، چې ګواکي زه بشپړ او پوره یم، د نورو مرستې ته اړتیا نه لرم او د نورو پر حال پوهېدل هم راته کومه اړینه خبره نه ده؛ ځکه هر انسان په ستونزو کې ښکېلېدونکی دی او هر انسان هرومرو اړ کېږي یا د نورو مرستې ته یې اړتیا پیدا کېږي. دا په دې مانا که د نورو پر حال پوه شوئ او مرسته مو ورسره وکړه، نو ستاسو پر حال به الله(ج) پوه او مرسته به درسره وکړي او که مو نور درک نه کړل، نو دا په یاد ولرئ، چې تاسو به هم د چا له خوا درک نشئ. درک کول یوازې دا هم نه دي، چې تل له یوه چا سره مرسته وکړئ او تل ورته چوپړ یا خدمت وکړئ؛ بلکې درک کول دا دي، چې په اصل کې د یوه چا پر حال په هغه ډول پوه شئ؛ یعنې که یې یوازې پرېښودلو ته اړتیا وه، نو تاسو یې باید پرېږدئ، که له خبرو ستړی وو، نو په دې وخت کې باید ورسره خبرې ونه کړئ، که خوب او ارام ته یې اړتیا درلوده، نو تاسو یې باید خوب او ارام ته پرېږدئ او که یې اړینې مرستې ته اړتیا وه، نو باید تاسو ورسره مرسته وکړئ. دا هم په یاد ولرئ درک کول دا هم نه دي، چې کله یو څوک مرستې ته اړتیا ونه لري او تاسو ورته د مرستې کولو خبرې کوئ او بې ځایه ورته ځان ښئئ؛ بلکې په حقیقت کې درک کول هغه دي کله، چې اړوند کس اړینې مرستې ته اړتیا لري او په ورته وخت کې له تاسو څخه د مرستې له غوښتلو پرته، تاسو د هغې پر اړتیا پوه شئ او پر ځای او وخت ورسره مرسته وکړئ. محمداکبر حقمل معینزی M Akbar Haqmal mueenzai