ژباړه محمداکبر حقمل.
(چارلز ګارفیلد) په خپله څېړنیزه پروژه کې د «اوج ته سفر» په نامه یو جالب او په زړه پورې کشف(موندنې) ته لاسرسی پیدا کړ. ده هغه وګړي تر خپلې څېړنې لاندې ونیول، چې له ډېرو کلونو وروسته برابرو یا منځنیو سطحو ته رسېدلي وو او بیا وروسته په ناڅاپي ډول باندې لویو بریاوو ته رسېدلي دي. دده لاسته راوړنه دا وه، چې په وینا یې ټول هغه کسان کوم، چې بریالي دي د خیال یا فکر کولو په وخت په داسې څه لګیا وو، چې نوم یې «د شین اسمان فکر» وو.
تاسو د خپل ځان لپاره په «شین آسمان فکر کولو» کې د ټولو څیزونو او کړنو په اړ د ممکنۍ یا شونتیا فکر کوئ. دا یو غوره مثال دی، چې کله تاسو د «شین اسمان په اوج» یعنې لوړه سطحه کې پرته له کوم محدودیت څخه څرګند شئ نو په همدې ترتیب سره به په خپلو فکرونو کې ډوب وئ، په پرمختللو کلونو کې به ژوند وکړئ او ټول څیزونه به په غوره او پوره ډول سره درته ښکاري. په هغه وخت کې به له ځان څخه وپوښتئ، چې دا څه وشول یا دا کوم دلیل دی چې زه تر دې سطحې راورسېدم؟
وروسته په هغه ځای کې، چې قرار لرئ د لا غوره کېدو په اړه به نور فکر هم وکړئ او بیا به له ځان څخه وپوښتئ، چې کوم کارونه باید ترسره کړم ترڅو داسې ورځ راورسېږي، چې خپلو ټولو شومو موخو ته مې ورسېږم؟
له ډېرو بریالیو وګړو څخه، چې د خپلې بریا په اړه وپوښتئ نو دوی تل دا وایي، چې زموږ بریا یواځې زموږ له خپلو مثبتو فکرونو سرچینه اخیستې ده موږ مثبت فکر کړی دی، چې خپلو مثبتو فکرونو ته رسېدلي یو او زموږ فکر کول زموږ په بریا کې مستقیمه ونډه لوبولای شي.
ټول بریالي کسان خپلو مثبتو فکرونو بریالي کړي دي.
مثبت فکر کول موخو ته د رسېدول لومړنۍ لاره ده.
مثبت فکر وکړئ ترڅو مثبته راتلونکې ولرئ!
مثبت واوسئ ترڅو مثبتو موخو ته مو ورسېږئ!