تاند- د نورو اجرامو د سترو توپانونو دا پنځه حیرانوونکي عکسونه د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې ناسا اخیستي دي.

زموږ د کُرې په شاوخوا کې کله ناکله ډېر ستر حرکتونه او فعالیتونه وي خو زموږ سترګې یې د لیدلو توان نه لري یا مو نظر پرې نه لګېږي خو سپوږمکۍ یا فضايي پلټونکې بېړۍ دا شېبې ثبتوي څو په دې برخه کې لا زیاته څېړنه وشي.

په لمر کې توپانونه، د مځکې ستر توپانونه، اقلیمي بدلونونه، جزر و مد او داسي نور فعالیتونه عموماً د انسان له سترګو پناه کېږي.

خو ناسا د خپلو پرمختللیو سپوږمکیو او کامرو په وسیله د نورو اجرامو د سترو توپانونو حیرانوونکي عکسونه اخیستي دي. دغو عکسونو د نجوم او فضاپوهنې متخصصان حیران کړي دي.

په پاسني عکس کې (CloudSat) صفر اعشاریه ۵ مایله پراخوالي عکس اخیستی دی خو اکثره استوايي توپانونه تر ۲۵ مایله زیات پلنوالی یا عرض لري.

۱

په لمر کې ستره چاودنه

دا چاودنه د ۲۰۱۴ م کال په اکتوبر کې وشوه.

1

په دې (پاسني) عکس کې پر مریخ توپان وینئ. دې توپان له ځان سره خاورې اودوړې پورته کړي دي.

1

د مشتري بې پایه توپانونه

سرې دارې د مشتري پر سطحه اقلیمي توپانونه دي. دغو توپانونو ۴۰۰ کاله پخوا د دې سیارې جنوبي نیم کُره خورا بدله کړه.

1

ځیني ستوري او اجرام ختمېږي

د عکس په منځ کې ځلېدونکی ستوری د له منځه تلو په حال کې دی. کله چې یو ستوری مري یا له منځه ځي د هغه هسته بانجاني رنګه وړانګه خپروي او په شاوخوا کې یې برېښنا ډوله وضعیت رامنځته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *