په ټولنیز ژوند کې د نورو کړنو په موږ هم په یو نه یو ډول تاثیر لري، منل او نه منل بیله خبره ده.
خو موږ په فردي ډول هر یو ځانګړي یو،هر څوک په یو نه یو ډول بیل کرکتر، فکر او اهداف لري.
خو د دوی لپاره چې د نورو کارونه زموږ پلانونه را ګډوډ نه کړي او متاثره نسو، نو ښه ده یو لړمعیارونه ځانته وټاکو، ځان نه پوښتنې وکړو، لکه ایا په دې کار کې زما رول او موجودیت څومره موثر دی؟ ایا شتون مي دلته بهتر دی یا نشتون؟ زه له کومي زاويې ورګډیږم؟ نتیجه یې څه ده؟ اصلاً لوبه د چا په ګټه ده؟ ….
متاثره کیدل یا ګټه لری، یا زیان خو ډیر وخت ګټه نلري ځکه یو کس نه د سم تصمیم لاره ورکوي، په پټه سترګو ګړنو ته یې اړ باسي.
ډیره وخت هغه څوک ډیر د نورو له کړنو متاثره کیږي چې احساساتی وي، یا ډیر مشترکات لري. بهتره داده چې احساسات کنترول او مشترکات لږ سي.
ډیره ځونان وینم د نورو عادي کړني دوی دومره متاثر کړي چې خپل ډیر وخت او انرژې له لاسه ورکړي، په داسي حال کي هغه ددوي په موجودیت لا خبر نه وي، په عکس العمل خو هیڅ خبر ندي.
خو یو سیاستوال، سندرغاړی، تاجر،… یا یوه رسنۍ، اداره،… خپل کار کوي، زه یې څه کوم، دنده یې دا ده،هر ډول چې یې کوي. که زما په ژوند او کار تاثیر لری باید په اړه یې فکر وکړم، کنه د وخت ضایع کول دي.
هغوي ددي لپاره چې تقاضا سته، دا ډول مسایل عرضه کوی.
زه خپله له هغه کارونو پرته چې زما په ژوند، فکر او کار باندي مستقیم تاثیر نلري، په اړه هیڅ عکس العمل نلرم، په حافظه کي دوه بایټه ځای نه ورکوم، او په وخت کي دوه سکنټه.
خو متاسفانه د بل په واده کې د مالګي کتل او د بل سر ګروول د دریمي نړۍ د خلګو کارونه دي.
باهدفه خلګ خپل سر ګره وي.