ژباړن محمداکبر حقمل معینزی
د نیوکې منل هغه وړتیا ده، چې هر څوک دا وړتیا په اسانۍ نشي خپلولای؛ که په ټولو برخو کې مو پر ځان باور ولرئ؛ ځان مو تل درته بشپړ ښکاري او د نورو نیوکې ونه منئ یا یې له نیوکو سره سم غبرګون ښئئ، نو په دې پوه شئ، چې تاسو به هېڅ ډول پرمختګ ونشئ کولای؛ یعنې که د نیوکې زور ونه لرئ، نو هېڅوک به مو کمزورتیاوې، نیمګړتیاوې او کمۍ در په ګوته نه کړي او د ژوند راز راز اړخونه به مو له تېروتنو او نیمګړتیاوو ډک وي. په نړۍ کې یوازې هغه کسان بریالي دي، چې نیوکه منونکي دي. که تاسو هم غواړئ غوره کسان درنه جوړ شئ، نو اړوند ټکي مه هېروئ. تل هڅه وکړئ، چې د نورو نیوکې په سړه سینه واورئ؛ کله چې پر تاسو نیوکه کېږي، نو تاسو چوپه خوله او غوږ ونیسئ. که نیوکه بېځایه هم وي، نو تاسو باید ژر خپله غوسه را ونه پاروئ؛ ځکه هغه کسان کوم، چې ژر غوسه کېږي او احساساتي کېږي په حقیقت کې ډېر کمزوري دي، همدا یې د ضعف یا کمزورتیا ټکی دی او پر نفس باور یا ویسا یې کم دی. که چېرې پیاوړي وای، نو ټولې خبرې یې په سړه سینه تر پایه اورېدې او یو سم او وړ ځواب یې ورکولو. له دې خبرو سره سره لاندې ټکي هم په پام کې ونیسئ: