نورمحمد فرحت

لېکنه: نورمحمد فرحت

د بریالیو کسانو د کامیابې راز دا دی چې له وړو فرصتونو څخه عظیمه استفاده کوي. همدارنګه د وړو ستونزو په له منځه وړلو سره هم د لویو ستونزو حل ته لاره هواروي. زموږ ټولنه اوس هم په یوویشتمه پیړۍ کې له اساسي ستونرو وتلې نه ده او دا ګڼ عوامل لرې. خو یو له هغوۍ څخه د ژوند او کار ډیری چارو ته نه پاملرنه او بې غورې ده چې په ټولنه کې  ډیرۍ ستونزي زیږوي. د دغو وړو مشکلاتو په ډېریدو سره بالاخره لویه معظله رامنځته کیږې.

یو له همدغو اساسي ستونزو څخه غبرګون دی چې ډیری په دې اړه معلومات نه لري او نه یې مراعت کوي. دلته غواړم د غبرګون اصول روښانه کړم او د هغو پر تاثیراتو باندې وږغیږم. عموماً غبرګون پر دوه ډوله دی؛ مثبت او منفي.

مثبت غبرګون د خلکو د شخصیت او کړنو پر وړاندې ښه رویه، ښه اخلاق او ریښتنولې ده. مثال یو کس ښه خبره وکړه يا یوه ښه عمل وکړ؛ هغه باید تشویق کړای شې. بدو ته په ښو باید ځواب ورکولای شې. په نرمه لهجه او سړه سېنه له نورو سره خبري وکړو.

 موږ بايد تل هڅه وکړو! چې د يو بل پر وړاندې له مثبت عکسل العمل څخه کار واخلو. مثبت فکر کول او د نورو په مقابل کې نيک اقدام ترسره کول په ټولنه کې د خلکو ترمنځ نژدیوالی، مينه، اعتماد رامنځته کوي او يوه ارامه او خوشحاله فضا منځته راوړي. خوشحالي د انسان یو ډول داخلي حالت دی. داسې یو حالت چې بدن، ذهن او ان روح په بشپړه توګه اراموي. همدارنګه مثبت عکسل العمل ترسره کول د انسان د پرمختګ او په ټولنه کې د اعتبار د پخوالي لامل ګرځې. نو د مثبت غبرګون اغېزي په ټولنه کې مثبتي پایلې لرې.

او منفي غبرګون د نورو په مقابل کي ترسره کول منفي عواقب لري. پر ټولنه او اشخاصو باندي منفي تاثيرات شیندي او انارشي رامنځته کوي. د تاوتريخوالي کچه لوړيږي، د انسان پر دماغي او جسمي قوت باندي منفي اغېز کوي. د خلکو په منځ کې اعتبار او مينه له منځه وړي او د پس پاته کيدو لوی لامل ګرځي. د مثال په ډول کله چې په کور کې ښځه اشپزې لږ خرابه کړي نو هغه توهین کېږي، د هغې په وړاندې سپکې سپوري ویل کېږي. همداسې ماشوم مخکې تر دې چې هغه ته یو شی روښانه شې هغه رټل کېږي، تهدید کېږي. همدارنګه د یو شخص د خبرو په مقابل کې له احساسو کار اخیستل، تونده لهجه کارول… دا ټول هغه څه دي چې خطرناکې او منفي پایلي لري.

 نو اړينه دا ده چې په هر ځای کې د هر چا په مقابل کې هغه که په کورنۍ کې وي که بهر، غریب وي که شتمن، دوکاندار وي که چوکېدار بايد پر وړاندي يې مثبت غبرګون توښیو. څو يو د بل په زړونو کې د مينې او ورورولۍ احساس پيدا شي او د يو بل په وړاندي مثبت ذهنيت رامنځته شي.

 همدارنګه په کورنۍ کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې بايد له منفي غبرګون څخه په کلکه ډډه وشي. دا زموږ په ټولنه کې تر ټولو لويه ستونزه ده چې پاملرنه نه ورته کيږي. هر وخت مو ماشومان او ښځې تهديد کيږي، تر فشار لاندي راوستل کيږي، د خبرو کولو حق نه ورکول کېږي، غوښتنې يې نه منل کيږي.اخېر نو په ذهنې او قلبې ناروغيو مبتلأ شې دا ټول د منفي عکس العمل تاثيرات دي.

ماشومام وهل کيږي رټل کيږي له ټولنیزو روابطو او تشويق څخه لري ساتل کيږي، خاصه پاملرنه يې روغتيا او زده کړو ته نه کيږي. هغه چې بیا لوی شې له یو عالم مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي، خپل برخلیک نشې ټاکلی، کم جراءت وي، د پرمختګ لارې چارې نه ورمعلومیږې… دا هر څه د منفي چلند اثرات دي.

موږ باید د ښو او مثبتو کارونو په ترسره کولو کې او د منفي ذهنیت په له منځه وړلو کې خپل ذهنونه وروزو. داسې لکه یو ماشوم چې روزل کېږي. یعنې زموږ په لاس کې ده چې ښه عادتوته ور زده کوو که بد.

په ټولنه کې دې ستونزې ته باید جدې پاملرنه وشې! بدبختانه زموږ په ټولنه کې تر مثبتو کړنو منفي اړخ یې ډېر ده. نو راځئ! چې دغه او داسې نور مشکلات او خنډونه له منځه یوسو. د دغه ډول ستونزو له منځه وړلو لپاره باید په دوامداره توګه تمرین وکړو. امکان نه لري چې په یوه ورځ دي ټول مشکلات حل شې. هره ورځ ورته تمرین وکړو. دا چل باید زده کړو چې څنګه یوه ستونزه له منځه یوړل شې. د ټولنې د مصلیحت په خاطر دا ممسوولیت لرو چې خپله ټولنه له هر ډول ناخوالو، خنډونو، او جرایمو څخه مهذبه او خوندي کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *