هلمند ميشتي خبريالان په ګډون د ټولو مدني بنسټونولخوا د نوراحمد نوري وژنه په كلكه وغندله اوژرترژره يې د قاتلينود نيولوغوښتنه وكړه.
داچې نوراحمد نوري له تيروپنځوكلونوراپه ديخوا نه يوازې له بست سيمه ايزې راډيوسره بلكې له نيويارك ټايمزورځپانې سره په پريلانس توگه دنده ترسره كوله ددې ترڅنگ د قرآنكريم حافظ اوپه ديني برخه كې هم له پوره معلوماتوڅخه برخمن و چې د روان كال د دلوې د مياشتې په دريمه نيټه په لښكرگاه ښاركې لادركه اومړى يې د شپې شا اوخوا اته بجې وموندل شو.
هلمند ميشتي خبريالان اود مدني ټولنوفعالين نه يوازې دده وژنه په كلكه غندي بلكې له دولت اوكشفي ارگانونوڅخه په كلكه غوښتنه كوي چې ژرترژره د نوراحمد نوري قاتلين پيدا اوله قانون سره سمه سزا وركړي.
يادوشويوكسانوهمدا رازغوښتنه وكړه چې د نوروخبريالانوخونديتوب ته پاملرنه وكړي ترڅوپه ډاډه توگه حقيقتونه راپورته د هيواد والواونړيوالوغوږونوته يې ورسوي.
نوراحمد نوري له هيڅ چا سره شخصي دښمني نه درلوده د لوړې حوصلې خاوند واوپه پورته برخوكې يې د هيواد والوچوپړته ملاتړلې وه.
هلمند ميشتي خبريالان اود مدني ټولنوغړي دا په زغرده په ډاگه كوي چې د خبريالانووژنه اوگواښول به د دوى په فعاليتونوسيورى ونه غوړوي خپلې دندې ته به ژمن وي اونوربه هم خپلوفعاليتونوته پراختيا وركړي.