تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: عطا نور او حنیف اتمر ته نږدې سرچینې وايي، لا هم د لومړي وزارت په تړاو د اتمر او نور لانجه پر خپل ځای ده او د دغه ټیم کمپاینونه یې ځنډولي دي.

امکان شته چې نور د اتمر له ډلې ووځي، اما هغه ځانته په هیڅ ټیم کې ځای نه دی پرې ایښی.

سرچینه وايي، نور خورا فشار لاندې دی، ځکه حنیف اتمر سره وران شو، اشرف غني یې امپراتوري ور ړنګه کړې او عبدالله هغه سره ګوندي بې وفايي کړې ده.

له دې کبله نور، حنیف اتمر ته د بیګا شپې تر لسو بجو ضرب الاجل ټاکلی و چې سمه ده کمپاین پیل کړه، خو ما لومړی وزیر اعلان کړه، خو اتمر ته نږدې کسانو ویلي چې د جمعیت لپاره پرله پسې څو ځلې سیاسي انتحار د هغه ټیم ته سخته ضربه رسولې او نورې دا خبرې ورسره د خپل ټیم پښتانه هم نه شي منلی.

خو سرچینې وايي، چې اوس د صلاح الدین رباني په شمول څو کسان هڅه کوي چې نور د عبدالله ټیم ته ورکش کړي.

سرچینه وايي، په دې تړاو له نور سره لیدنې هم شوي دي او خبره دې ته برابره شوې ده چې عبدالله او نور سره بېرته پخلا کړل شي، مګر نور ورته ویلي چې یونس قانوني په هېواد کې نه دی چې راوګرځي له اتمر سره به دوی دواړه خپله خبره وروستۍ کړي.

که داسې وشي، نو جنرال عتیق الله بریالی، اسماعیل خان، یونس قانوني، فوزیه کوفي او جنرال بسم الله خان به په یو ځای د اتمر له ټیم څخه وځي او هغه به له اسمانه ځمکې ته راغورځوي.

One thought on “نور، اسماعیل خان، کوفي او قانوني د اتمر له ټیم وځي”
  1. هغه به له آسمانه څخه مځکی ته نه
    بلکه هغه به د مځکی د سر څخه د رسوائی او افتضاح څاه ته ور وځړوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *