رحیم

رحیم لاس پورته کړ

کریم

کریم لاس پورته کړ

وکیل

زما لاس هم د نورو په څیر اتوما ت پورته شو.

ددرس له پیله د مخه د نومومونو اخیستل زموږ او د ټولو ښوونکو همیشنی عادت او دنده وه خو نن ښوونکي نومونه د حا ظر ۍ له مخې په ترتیب وانخیستل یوازې دا نومونه یی له یادو وویل:

کریم ، رحیم ،وکیل غفار ،اکبر ، رحمن ، ،صبور، صا بر

کله چې د صا بر نوم ته راورسید ودرید تبا شیر ېې راواخیست او په توره تخته ېې همدا نومونه وکښل .له لیکلو وروسته بیرته زموږ په وړاندې ودرید او په لوړ آواز یی وویل :

ـ پو هیږئ ولې مې له دې نومونو نن حا ظري را پیل کړه ؟

موږ ټول آرام ،بې ځوابه او هک پک وو او دځواب په با پ مو په زړه کې شا ربل راشاربل چې ښوونکی وویل :

ـ بس فکر وکړئ . زه اوس ټوله حاظري اخلم .بیا همدې نومونو ته راګرځم .

له دې وروسته بیرته د پخوا په څیر د حا ظرۍ په لوستلو شو. چې حا ظری خلا صه شوه د میز له سره چې د ټولګي یوې غا ړی ته ایښی وو د ټولګي منځته راغئ ، موږ ته مخا مخ ودرید او دوهم ځلې هما غه پوښتنه تکرار کړه.

ـ ښه اوس پوه شوئ چې ولې مې نن دا نومونه په سر کې واخیستل ؟

موږ لا هم چوپ او دځواب په لټه مو له ځا نه سره فکر کاوه ،خو ښوو نکی چې پوه شو چې څه نه را نه بودیږي زړه یی تنګ پخپله یی خپله پوښتنه داسې ځوا ب کړه:

ـ دا ځکه چې دا دخدای(ج) نومونه دي

بیا یی په ترتیب یو یو نوم له سره واخیست او امر یی وکړ چې هر یو دې دده له نا مې یادولو وروسته پخپل ځا ی نیغ ودریږی.

له ما یی پیل وکړ:

ـ وکیل

نیغ پخپل ځا ی ودریدم .په ما پسې ټول : رحیم ، رحمان ،کریم ، غفور ، غفار، اکبر ، کبیر،صا بر، صبور هم د عسکرو په څیر پخپل ځای ودریدل. ښوونکي موږ هر یو ته په وار ،وار ځیراو ځغلنده یی له نظره تیر کړو او بیا ېې وویل:

ـ پوهیږئ ولې مې یوازې تا سو ودرولئ؟

او خپله پوښتنه یی بیا پخپله ځواب کړه:

ـ دا ځکه چې تا سو هر یو ته یی د خدای له نومونو نوم غوره کړی دئ.

دې خبرې بیا ټول ټولګی هک پک او بیا ټول له یوه سره په ګڼو اندیښنو کې لا هوکړو. ښونکی زموږ میندې او پلرونه دیندار وبلل او موږ ېې دداسې نومونو په لرلو بختور او نیکمرغه وګڼلو خو ویی ویل:

ـ په تا سو هر یو نوم خپله ژوره معنا لري . بیا یی د ځنو نومونو په تفسیرولو داسې پیل وکړ:

ـرحیم یعنې دداسې زړه خاوند چې د میږي د ازار ولو هم ډډه وکړي، غفور او غفار که څوک څپیړه هم په مخ در کړي خو چې بخښنه وغواړی با ید ویی بخښئ ، صبور په هر ډول ستونزو او کړاونو کې له صبر او زغم کار واخلئ او له خدایه راضی اوسئ .

ښونکی د ټولو ولاړوکسا نو نومونه تفسیر او تشریح کړل. بیا یی موږ ته د نا ستې بولنه راکړه . زموږ له نا ستي وروسته یی د خدای (ج) صفا ت راواخیستل :

پو هیږئ خدای دی ته ورته څو نومونه لري ؟

د ځواب د آوریدو په هیله بیا ودرید خو چې زموږ له خولې ېې ښه شیبه څه وانه وریدل بیا په خبرو شو:

ـ خدای (ج) داسې سل نومونه لري او دا سل نومونه بیا سل صفتونه او تفسیرونه لري: لکه اکبر چې وای خدای له هر څه ستر دئ . غفاراو غفور چې بخښونکی او مهربا ن دئ، خا لق چې د ټولې هستۍ هستونکی دئ ، رزاق چې د ټول عا لم روزی رسا ن دئ.

بیا یی موږ هر یو ته چې د خدای (ج) له نومونو مو نومونه غوره شوی وو مخ راواړاوه :

ـ په تا سوکې دې خدای دا صفتونه نه کموي که مو تر اخره دا صفا ت په ځا ن کې وسا تل د خدای په ډیرو مومنو بنده ګا نوکې به وشمیرل شئ او که نه؟

دلته ودرید خو ژریی بیرته خبرې وغزولې:

ـ او که نه کیدای شي ددې صفا تو برعکس خو یونه خپل کړئ . رحیم په بې رحمه

وېې خندل او په خندا کې یی زموږ یوه ملګری ته چې زمری نومیده ګوته ونیوله :

ـ لکه زمری چې ګیدړشي

له دې وروسته یی دده تر څنګ نا ست کس ته چې ګلاب نومیده مخ ورواړاوه

ـ لکه ګلاب چې ازغی شي

دده په خبره ټول ټولګی خندا ونیو او د ښونکی خوله هم له خندا وازه پا تې شوه . ښونکی په دغه ورځ د نومونو په معنی او تفسیر نږدې ټول درسی سا عت واړاوه ، ګڼ نور مثا لونه او بیلګې ېې هم وړاندې کړل : چې څنګه غنی ،غریب ، زړور ډارن ،جبار ، رحیم او رحیم په جا بر اوښتی دي . د ښوونکی دې بحث او بیلګو په دې ورځ موږ د نومونو دتعریف په ډیر څه وپوهولو او دا اګا هی او درس ېې راکړ چې ډیر نومونه د انسا ن د نا مه د هویت څرګندویه دي او هما غه صفت تمثیلوی خو ډیری ېې سر چپه هم خیزي.

زه دغه وخت په څلورم ټولګي کې په زده کړه بوخت وم . تر دې مودې مې لږو ډیر لوستل لیکل او شمیرل زده کړی وو دخدای او د نړۍ دخلقت له رازونو سره هم څه نا څه بلد شوی وم خو د نوم په معنا او دا چې هغه د شخصیت په اکر څه اغیز لري او کوم مفهوم او معنا لیږدوی .مې هیڅکله سوچ نه و کړی . یوازینۍ انګیرنه مې دا وه چې پلرونه او میندې ګواکې په خپلو اولادونونومونه ددي یو له بله د بیلولو او پیژندلو لپاره ږدي.

په دغه ورځ خورا خوشحاله وم ،ځکه زما نوم هم د خدای له نا مه سره تړلی او د دده له سلو نومونو یو غوره شوی نوم وو. نه پوهیږم زما کورنۍ او هغه چا چې دا نوم یی په ما ایښوده زما د نوم په دې فلسفې به څومره پو هیده او زما د نوم غوراوی به له دې الها مه چې د خدای (ج) له سلو نومونو یوم نوم دئ خړوبیده او که څنګه ؟ خو مور مې وايی چې دا نوم مې نیکه ځکه را ته غوره کړ چې زما د کا کا بل ځوی چې له ما دوه کا له مشر و سقیل نومیده .

په دغه ورځ چې رخصت او کور ته روان شوم ګرده لار مې په خپل کوچنی ذهن کې د هر چا چې مې پیژانده د نوم په معنا فکر کاوه .: زموږ د کورنۍ ، خپلوانو ، ګا ونډیا نو ، همصنفیا نو نومونه به راته په ذهن کې د هغوی څیرې نیغې مخې ته ودرولې . له خوشحالۍ مې ګرده لار له ځا نه سره خندل او په پلار مور او نیکه مې شا بس وایه چې دا نوم یی را با ندې ایښی و.ځکه ما داسې ډیر کسا ن پیژندل چې له خپلو نومونو راضی نه وو، ددغو نومونو ډیره برخه به د ځناورو له نومونو غوره او یا به یی په ادا کې نه وزن او نه ښکلا وه او ځنې اوږده نومونه خو به لا خلکو په ملنډو را لنډول هم ، لکه شمس الرحمن به شمسو او فضل الرحمن به فضلو …

ما ګرده لار د نومونو د انتخاب او معنا په چرت کې تیره کړه . په همدې چرتونو او فکرونو کې وم چې کور ته را ورسیدم . کور ته چې څنګه راورسیدم او په دروازه مې پښه کیښوده کوچنی ورور مې چې نوی به څلورو کلونو ته رسیدلی و په منډه مخې ته راغئ او نیغ مې لکه د کومې ودانۍ څوکیدار مخې ته ودرید :

ـ راځه چې پټ شو .

زه حیران دریان په ځای ودریدم .

ـ ولې څه خبره ده ،له چا پټ شو؟

کوچنی ورور مې لکه څوک یی چې څاری شا وخوا وکتل .

ـ له لیوه

د لیوه په آورید و خندا راغله . دده خبره مې با بیزه او دده د کوچنی ذهن اخترا ع وګڼله خو دی چې زما غبرګون ته ستر ګې په لار په خپل دریځ ټینګ ودرید :

ـ اوس لیوه راځي .

هغه ته مې سر تر پا یه او لربر وکتل له لاس مې ونیو ،کش مې کړ .

ـ د څه شي لیوه

خو هغه پړینګ په ژړا شو .

ـ پلار وایی اوس موږ کره لیوه راځي.

لیوه زما ما ما و خو تر دې دمه ما نه و لیدلی ځکه هغه ډیر کلونه نورو ملکونو ته په اوږده مسا فرۍ تللی وو

ورور مې په ریښتا نه غوښتل چې کور ته بیرته زموږ د نا ستی خونی ته راننوزی ، له ما یی مرسته غوښته چیرې پټ ځای ته ېې په کوم غار ننباسم خو ما له لاسه په زور راکښود او په زور مې بیرته خونې ته را دننه کړ . زه به لا نا ست نه وم چې نا ببره د کلا دروازه ووهل شوه ، د دروازې په وهلو مې پلارمشر ورور ته مخ ورواړاوه او ویی ویل:

ـ لکه چې لیوه ما ما دی راغئ ،

ورور مې زر د یوه سرتیری په څیر چا بک له ځا یه را پا څید او ددروازې په لور وخوځید چې ما ما ته دروازه پرانیزي خو ورور مې چې څنګه د لیوه نوم واورید لکه موږ ک په منډه د کټ لاندی ننوت او ځا ن یی غلی کړ.د لیوه ما ما راتګ که له یوې خوا زما کوچنی ورور وبیراوه او د موږک غوندې ېې په سوړه ننویست له بلې خوا ېې زموږ د ټولې کورنۍ غړی له خندا وپړسول او زموږ کور د خندا او ژړا په یوه ننداره واوښت . مور مې په دې شیبه کې ژر په کوچنی ورور پسې منډه واخیسته :

ـ ولې زویه ؟

ـ ورور مې د ټولو له خندا سره سره خوله له ژړا نه راټولیده او په ژړا ژړا یی بیا خپله ویره څرګندوله :

ـ لیوه ما خوری هغه اوس راځي .

پلار مې له لیرې په خندا ورغږ کړ:

ـ کوم لیوه ؟ لیوه میوه نشته دا خو ستا خپل ما ما دئ .

دده له دې خبرې سره جوخت لیوه ما ما زموږ خونې ته راننوت : په دې شیبه کې مې مور وتوانیده هغه له کټه را وبا سي او نیغ یی له ځا نه سره د لیوه ما ما مخی ته ودروي. مور مې د ورور په لیدلو له خوشحالۍ وغوړیده . ورور که مې نه ژړل خو لا یی هم ویره له سره نه وه وتلې او خوله یی له حیرانتا وازه پاتې وه . ما ما مې دستی غیږ ته را پورته او ښکل یی کړ په مینه نا ک غږ یی وپوښت؟‏:

ـ ستا څنګه ټنډه تروه ده خورینه

مور مې موسکۍ شوه ـ له تا ویریږی؟

ما ما ته مې هم خندا ورغله :

ولې له ما نه ویریږي زه خو څه لیوه نه یم .

د ما ما له خولې د خپل نا مه اخیستنې که ټوله کورنۍ بیا په کړس وخندوله پخپله ېې هم له ډیرې خندا کوټه په سر واخیسته . او ویی ویل:

ـ بس دا دئ سر له سبا ځم چې په نوې تذکره او پا سپورت کې لیوه په شپا نه واړوم .

دما ما دې پریکړې او خبر بیا ټول ښه په زوره وخندول او زما د کوچنی ورور ویره یی هم په ورو ورو وا لوځوله او زموږ په څیر یی ټنده تازه او موسکی شو . پلار مې لاس پورته او پا س کلا ته ېې ګوته ونیوله او په خندا یی وویل:

ـ کا شکې دا ستا نوم یی زما په دې ظا لم ګا ونډی ایښی وای .

پلار مې دا خبره ځکه کوله چې زموږ ګا ونډی په زور زموږپه ځمکه دعوا او لاندې کړې وه .

موږ ټول پنځه وروڼه وو: له ټولو مشر وزیر په هغه پسې بل ریس دریم یی ما مور څلورم زه او کوچنی یی مدیر نومیده .

مشر ورور مې سره له دې چې وزیر ګل نومیده خو ټولو به وزیر باله . یونیم به ورته له ټوکو وزیر صا حب هم وایه خو دی په یوه هم نه خوشحا لیده ځکه وزیر ګل زموږ د کلی یو لیونی هم و. په ده پسې نور او کوچنی مدیر هم له خپلو نومونو راضی نه وو ځکه ډیرو کلیوالو به ددوی په نومونو پسې هم د صا حب وروستاړی تړل .

زموږ په کلی کې موږ یوازی نه وو چې پخپلو نومونو زوریدو او شرمیدلو بلکی داسې ډیر کلیوال نور هم وو چې له خپلو نومونو راضی نه وو او له دې با بته به یی خپل پلر ونه او میندې غندل چې دداسې نومونو په غوراوی کې دقت نه دی کارولی . ددغو نومونو په منځ کې ګڼ نومونه له ښارونو لکه پیښوری ،کابلی، له هیوادونو لکه افغا نستان ، پا کستا ن، پښتونستا ن او یا هم له ځناورو او الوتونکو لکه ، غونډل ، پړانګ ، طوطی ، ،بادرنګ ، لونګ ،خټکی غوره شوی وو.

دوی ډیر به ددغو نومونو په خرا به هیجا یو له بله کله له غاړو سره هم ونیول ، یو دبل تڼي به یی وشلولی او سرونه به یی ما ت کړل . له دې کبله خو به دې ټولو دا دوعا کوله چې هغه ورځ را ورسیږی چې دوی له سره پخپله خوښه ځا نته بیا له سره نوی نومونه وټاکي .

په دې منځ کې ډیر وختونه تیر شول موږ نه یوازې ستر او رالوی شول بلکې له مکا ني اړخه مو هم بدلون وکړ . اوس زموږ کورنۍ په کلی کې نه اوسیده ښار ته را کډه شوی وو . په ښار کې مو پلار دوکان راونیو او موږ ټولو په ښونځیو او پوهنځیو کې زده کړه کوله .مشر ورور مې پوهنځی پا یته ورساوه اینجینر شو ، بل د طب پو هنځی کې زده کړه کوله او دریم د زراعت په دریم ټولګي کې زده کړه پرمخ بیوله ، او ما او کوچنی ورور دواړو ښوونځی لوست .

په ښار کې ډیرو شیا نو له کلي توپیر درلود . د نورو ډیرو شیا نو په څیر ښاریانو خپلو اولادونو ته د نومونو په غوراوی کې هم پوره دقت کاوه او له داسې نومونو د غوراوي ېې ډډه کوله چې دزامنو د مسخره کیدو او ملنډو سبب ګرځي .ددې ترڅنګ د ښار ډیرو کسا نو په تیره لوستو دوهم نوم هم ځا نته ټا که او ډیری به بیا په همدې دوهم نوم چې تخلص یی باله نومیدل .

تخلصونه د خپلو نومونو خپل فردی انتخا ب و اوهر چا داسې تخلص په ځا ن ایښوده چې دده د هویت څرګندویه اوسي . او دا یی ښووله چې تخلص یی د همدغه غوره شوی او صا فو معرفی وي. لکه زړه سواند ،ذکي ،لایق ،زهیر ،زړور ، خا موش …………

خو یو وخت داسې تخلصونه هم مود شول چې دسړی سر په ګرانۍ پرې خلاصیده لکه ، سیلاب ، تندر ،طوفان ، جکړ ، افت ،سیلۍ

ږلۍ، طو فا ن…. د تخلصونو عنعنه که ښه وه که بده زموږ کور ته یی هم لار وکړه . نه یوازې زما مشر ورور په ځا ن تخلص کیښود په ما کې ېې هم دا شوق را وپاروه چې ځا نته تخلص وټا کم . ما لومړی د ذکي تخلص ځا نته غوره کړ خو وروسته چې دځا ن تعریف را ته ښه ونه ایسده سوله مل شوم . پلار مې چې څنګه زما له دې نومه خبر شو یوه ورځ ېې په ملنډو د ټولې کورنۍ د مخه را ته وویل:

ـتا نو څنګه دا نا مه په ځا ن ایښې ؟

مور مې حیرا ن راوکتل لکه له خوبه چې را کښینی وویل :

ـ کوم نوم

پلار مې له خندا پړک وهل :

ـسوله مل

او له دې سره یی خندا ته زور ورکړ:

ـ ته خو په وړه خبره په جنګ یی ولې دې ددې په ځای جګړه مل په ځا ن نه ایښوده .

زه دپلار په دې قضاوت خړ او د ځان د انفرادیت په چرت کې ډوب لاړم خو د هغه دې خبرې یو ټکا ن هم راکړ چې له دې وروسته به په هیڅ خبره نه په قاریږم . له دې وروسته نه یوازې د ځان په با ب اندیښنو ونیوم بلکې د هغو تخلصونو د لرونکو چرت هم واخیستم چې په ځا نونو یی طوفا ن ، جکړ ،ا فت ، سیلاب ، سیند ،تندر ….. ایښي وو .

سره له دې چې موږ درې ورنو ځا نته تخلصونه غوره او دا ښاري عنعنه مو خپله کړه خو زما ما مور ورور ته دې عنعنې خوند ورنکړ او هما غسې بې تخلصه پا تې شو . یوه ورځ چې موږ ټوله کورنۍ په دسترخوان راټول وو پلار مې په ملنډوټونګه ورواچوله :

ـ وه هلکه ته ولې دا نوم نه بدلوې ؟

مور مې هم د پلار په پلوۍ په خبرو کې ورولویده :

ـ رښتیا وایی ځویه که د ما مور نه دې خدای خلاص کړي .

زما پلار ته یی مخ ورواړاوه او په ټوکه یی وویل:

ـله پلاره خو ویریږې او شرمیږې خو هر وخت دې زه را ایساره کړې یم چې ولې مې دا نوم دربادې ایښی دئ ؟

خو ما مور ورور مې اوږې پورته وغورځولې او په شکمنه بڼه یی مور ته کړل:

ـ ځه دوی دې هم نه خوشحا لیږی .چې په دې تخلصونو به ګوندي ترې دا نومونه لیرې شي.

پلار مې په بیړه په خبرو کې ورټوپ کړ:

ـ ښه ،ښه ته نو په دې خا طر دا دوم نوم په ځا ن نه ږدې ؟

ورور مې په سړه سینه ورغبرګه کړه :

ـ نه پلاره زه په یو دم ځا ن له دغه نا مه خلاصوم.

موږ خورا چورتی او هک پک شولو . پلارمې سترګې رډې راوویستې او ویې پوښت:

ـ هغه څنګه ؟

ورور مې وخندل :

ـ زه نوې تذکره اخلم او په ځا ن له سره نوی نوم ږدم .

پلار مې له خندا شین شو ،سر یی لاندې با ندې وخوزاوه :

ـ ښه ښه اوس پوه شوم .

بیا یی ټولو ته مخ کړاو لکه کوم فر ما ن چې صادروی ټولو ته یی ګوته ونیوه :

ـ خوټول واورئ نور چې هره بلا درته وایی که زر نومونه هم په ځان کیږدئ زه به مو په همدې نا مه بولم . نه مې خوله په بل نا مه اوړي او نه هم خوند راکوي چې پخپله خوښه ایښودی نوم ستا سې په خوښه بدل کړم.

ورور مې ټوکه نه کوله څو ورځې وروسته ېې په رښتیا نوې تذکره په نوی نا مه جوړه کړه . په نوې تذکره کې ېې نوی نوم په رښتیا په غور غوره کړی و، نوم هم لنډ هم ښکلی او هم ېې ښه معنا لیږدوله . خو له دې هر څه سره سره زموږ د کورنۍ ټولو غړو بیا هم پخپل پخوانی نوم یاداوه او دهیچا خوله دده په نوی نوم نه روږدیده. دی هم په دې نه خوابدی کیده یوازینۍ غو ښتنه یی دا وه چې که له کوره دباندی په نورو ځا یونو کې یی که څوک پخوانی نوم وانخلي. په دې اړه یی یوه ورځ د ټولې کورنۍ په وړاندې پلار ته ګوته ونیوله .

ـ پلاره پرون دې ښه ونه کړل.

ـ پلار مې چې د لومړي ځل لپاره ېې د یوه زوي د بربنډې نیوکې ګوزار پرې کیده سترګې برندې ونیوې :

ـ ولې پرون مې څه وکړل؟

ورور مې سر ټیټ واچاوه غلی شا ن ېې د شونډو لاندې وویل:

ـ دملګرو په منځ کې دې پخپل نوم یاد کړم .

په پلار مې دا خبره لکه د ټوپک ډز بده ولګیده تندی یی تریو او غر یی وهل:

ـ چې د پا چا په مخکې هم ودریږې په همدې نا مه چې ما درباندې ایښي یادوم ، ته اوس زما خوله زما په خوښه په ایښودل شوی نوم په بل نوم روږدوې .

له ځا یه پورته په قهر ګډ او ګواښ ېې وکړ :

ـ بیا به غول وخورې چې ما ته دا خبره وکړې .

موږ ټول د پلار له ویرې او غضبه غلی په خپلو ځا یونو کې په ځمکه سلیښ شولو . مور مې د پلار د غوسې د سړولو په هڅه خبرو کې را ګډه شوه ،پلار ته ېې مخ ورواړاوه :

خیر دئ څه بده خبره خو یی نه ده کړې.

پلار مې چې له غوسې خوټیده نور هم غوسې ونیو د مور په خبره یی هم غوږ ونه ګراوه او په قهر له کور ووت. د پلار په داسې ټینګار او اسرار ټول خندا ونیولو، مشر ورور مې مور ته مخ ورواړاوه:

ـ او دی خبر نه دئ چې اوس یوازې د خلکو نومونه نه بدلیږی ،نوی حکومت د ښارونو او کوڅو نومونه هم بدلوی .

بل ورور مې دده دخبرې په پخلی وویل:

بیګا مو فرما ن وانه ورید چې زموږ د ښار نوم هم بدل شو.

بل ورور مې ورسره غبرګه کړه

ـلشکرګاه هم په نواب ښار واوښت.

مور مې دې خبرې هکه پکه کړه :

ښه نو جلال آباد ته به بل نوم اخلو ؟

زموږ د ټولوله خولې په یو ه وار ووتل :

هو، هو

ما ته خندا را غله :

ـ خو ګوره چې جلال آباد ورته ونه وایی .

مشر ورور مې دستی آواز پورته کړ :

ـ نور ورته د تړون ښار وایه دا یی نوی نوم شو .

خو مور مې زموږ له سپارښتنې او غو ښتنې سره سره زموږ په غوښتنه غوږ ونه ګراوه او د پلار په څیر ېې نیغ ځواب راکړ:

ـبلا مې توره ورپسې له موره چې زیږیدلی یم په همدې نا مه روږدې بم، په بله به مې څنګه په دې عمر کې خوله وګرځي

مشر ورور مې وخندل :

ـ مورې ته آزاده یی خو پلار مه پریږده چې دباندې جلال آباد ته جلال آباد ونه وایی ، دا د مامور نوم نه دئ چې په ځا ن ېې پخپله ایښی دا د سرکار نوم دئ ، ګوره چې د سرکار په غم وانه وړي.

په دغه ورځ مو ښه ډیر وخت وخندل او تر ناوخته مو پوره وخت له مور سره په ټوکو واړاوه .خو له بده مرغه د خوښۍ دا شیبې مو زر په غم او اندیښنو واوښتې . پلار مو چې له کوره ووت یوه اونۍ ېې مړی او ژوندی ورک او نا درکه شواو موږ یې ټول په ژور خفګان او اندیښنو کې واچولو . خورا حیرا ن وو ځکه نه مې پلار دومره شتمن چې غلو دې وړی وی او نه مو هم له چا سره کومه تربګنی وه چې دښمنا نو دې وژلی وي . دنوي حکومت او دولت مدعي هم نه وچې زندان ته دې بیولی وي. ځکه پلار مې نه کوم قومی مخور و ، نه د پخواني حکومت لوړپوړی ما مور نه هم کوم استا ذ او یا جنرال و چې د دنوی دولت سره د مخالفت او نیوکو تور دې ورپورې وي.

اونۍ وروسته چې ټوله کورنۍ د ما ښا م ډوډۍ ته نا ست و نا ببره پلار په دروازه راننوت. . له را تګ سره سمدستي له لیرې کړس په خندا شو ،زما د ما مورورور په اوږو ېې لاس کیښود :

ـبس ستا ازار ووهلم.

پلار مې خندل خو موږ ېې څرګندونو او د غیبیدو داستا ن او کیسې ته په تلوسه کې و. پلار مې لږ وروسته ژر د خپل غیبت داستا ن داسې را ته تیر کړ:.

ـ ما خو ویل چې په نوي دولت کې به خلک یوازې د خلکو نومونه بدلوی زه څه خبر وم چې دوی د ښارونو نومونه هم بدلوي.

مور مې چې دده خبرو ته ګوته په غا ښ او حیرانه وه ژر په خبرو کې ورولویده :

ـته اوس دا خبرې پریږده دا ووایه چې دا چیرته غیب شوی وې تا خو له ډیره خفګا نه زموږ زړونه بوټ وویستل :

پلار مې بیا وخندل :

زه خو ېې زندان ته واچولم.

د زندان په آورید دټولو ستر ګې بو ټې راووتې مور مې له غوسې چیغه کړه :

ـ د چا د پلار کور دې وران کړی و؟

پلار مې په ورو وویل:

ـ هسې په نه خبره

د مور خوله مې له حیرا نتیا وازه پا تې شوه:

څنګه په تشه خبره ؟

پلار مې د خپلې نیونې کیسه داسې را واخیسته :

ـله کور چې څنګه ښار ته ورسیدم ډیوه موټر په لوډسپیکر کې اعلان وشو .:

ـ نور د جلال آباد نوم په ټړون ښار واوښت ، له درنو ښاریا نو هیله کیږي نور د ا ښار د تړون ښار په نا مه ونوموي . په همدې شیبه کې مې بې واکه له خولې ووتل: زما خوله خو په خدای کې په بل نوم واوړي. دا خبره لکه باد چا سر کار ته وړې وه ،لا دوکا ن ته نه وم رسیدلی چې عسکرو مټې را باندې واړولې او سده ېې زندان ته بوتلم .

مشر ورور مې خندا ونیو .

ـ موږ دا خوب لیده چې ته به د سرکار په دې غم یوه ورځ اوړې .

مور مې په خبرو کې ورټوپ کړ :

ـ چې نور دې له خولې سره پا م وکړې.

پلار مې په کټ کټ وخندل .زما ورور ته یی مخ ورواړاوه او ویی ویل:

ـ د ښار څه چې د ما مور نوی نوم به هم له خولې ونه غورځوم .

او له دې سره ټولو په کړس کړس وخندل.

سو تهال ، لندن ،

د شپې دولس بجې او دیرش دقیقې

د ۲۰۱۴ میلادی کال د اګست پینځمه

One thought on “د نومونو تر شا/ عبد الوکیل سوله مل”
  1. سوله مله اشنا کیسه دي خوندوره وه،خو دا حاضري دي ولي په لوی لاس را «حاظري» کړه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *