هر واقعي لیکوال او شاعر ارزومن دی چې په تاریخ کې همېشنی ځای ولري. اکثره کسان غواړي په خپل ژوند کې یې درناوی وشي خو یو کم شمېر کسان په دې لټه کې دي چې له مړینې وروسته هم په زړونو او ذهنونو کې ځای ولري.

د قدرت او ثروت خاوندانو د نوم د پاتېدلو لپاره کله کله دا لاره غوره بللې ده چې په شاندارو مقبرو کې خاورو ته وسپارل شي. په هند براعظمګي کې د مغولو د زمانې ګڼو اشرافو خپلو ځانونو ته یا د هغوی زامنو خپلو پلرونو ته لویې مقبرې جوړې کړې دي. خلک اوس دغو اکثرو مقبرو ته نه ورځي او د ابد په خوب ویده کسان یې نه پیژني. دغه ودانۍ اوس ممکن د ښاپېرکو استوګنځایونه وي یا نور ځناور پکې واوسي.

خوشحال خټک فرمایي:

چا یې نوم راته وانه خیست چې د چا دي

منارې مې ډېرې ولېدې ولاړې

هغوی چې په ژوند کې لوی کارونه ونه کړي، لویې مقبرې یې واقعي برخلیک نه شي بدلولای. زموږ په خپله زمانه کې د قدرت د خاوندانو د نوم د پاتېدلو لپاره هڅه شوې ده چې ځایونه یې په نومونو شي. دغه هڅه تر لومړۍ هغې هم ناکامه ښکاري ځکه ذکر شویو اشرافو که په ژوند کې بل څه نه وي کړې نو لږ تر لږه د شاندارې مقبرې د جوړولو له لارې خو یې د معماري هنر ته یو خدمت کړی دی.

د شاعر او لیکوال د نوم د پاتېدو لپاره تر ټولو اصلي شرط دا دی چې ارزښتناک آثار ولیکي. د دې لپاره چې د یوه اثر ارزښتناکوالی ثابت شي، وخت ته اړتیا ده. یو اثر ممکن د مختلفو دلایلو په اساس نن ډېر وستایل شي خو سبا ته له نظرونو ولوېږي. داسې هم شوي دي چې یو اثر د لیکوال په ژوند کې مهم نه دی بلل شوی مګر په راتلونکو وختونو کې یې ډېر اهمیت موندلی دی. د ادبیاتو تاریخ د داسې لیکوالو او آثارو ډېر مثالونه لري چې په خپله زمانه کې یې اهمیت ونه پیژندل شو. د فرانسې د نولسمې پېړۍ د لومړۍ نیمې لیکوال ستیندل چې د ( سور او تور ) ناول یې اوس د دنیا د ادب په شهکارونو کې حسابېږي، له مړینې ډېره موده وروسته په خورا لویو ادیبانو کې حساب شو. د ده د خپل وخت ادبدوستان چې اکثره یې رومانتیزم ته مایل وو، د ستیندل د ریالیزم په خوند او اهمیت پوره نه پوهېدل.

له استاد بختاني څخه مې اورېدلي دي چې الفت صاحب که څه هم تر ملنګ جان مشر او سابقه دار و خو یوه زمانه داسې وه چې ملنګ جان تر استاد الفت د شاعر په توګه زیات مشهور او منلی و. د استاد بختاني په قول په هغه زمانه کې اټکل کېده چې یوازې په سلو کې دوه افغانان باسواده دي او ملنګ جان چې سندمارو یې شعرونه ویل، ګڼ خلک یې له نوم سره اشنا وو.

له لیکوال سره همېشه تشویش وي چې هغه څه چې لیکي واقعا ارزښتناک دي او په راتلونکو وختونو کې پاتېدلای شي؟

د روسیې د نولسمې پېړۍ لوی کره کتونکی، بلینسکي، د یوه ادبي اثر د مهم والي د راز په باره کې ویلي دي چې که یو اثر د فورم او محتوا له مخې د خپلې زمانې اړتیاوو ته ځواب ووایي او د خپل ایجاد د وخت د حالاتو او تحولاتو په انځورولو کې بریالی وي، د واقعي هنر لرونکی اثر یې بللای شو.

د بلینسکي په زمانه کې روسیه له لویدیځې اروپا شاته پاتې وه. ده به ویل چې د اوسنۍ روسیې د ادیب کار دا دی چې د خپلې ټولنې د ودې او ترقي لپاره کار وکړي او د بدمرغۍ علتونه یې وسپړي.

د بلینسکي له نظر سره په مخالفت کې ممکن وویل شي چې که لیکوال ټوله توجه خپل عصر او د هغه مشکلاتو ته واړوي نو راتلونکي به چې په بله زمانه کې اوسي او له نورو مشکلاتو سره لاس و ګرېوان دي، د ده لیکنو ته اهمیت ورنه کړي. دا استدلال ځکه ناسم دی چې راتلونکي که مونږ لولي په دې خاطر به مو لولي چې زموږ له زمانې خبر شي او په هغه ژوند کې شریک شي چې دوی پکې نه وو. زموږ ځینې لیکوال په دې تمه چې په راتلونکو زمانو کې هم یاد شي، معمولا داسې څه لیکي چې د دوی د خپلې زمانې له حالاتو او مشکلاتو سره تعلق نه لري. دوی په همېشنیو موضوعاتو پسې ګرځي ، حال دا چې همېشنیو موضوعاتو ته هم که د خپل وخت له عینکو ونه ګورو، نوښت به پکې نه وي او په لوستو به نه ارزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *