همغسې چې زموږ هېوادوال ښه خبر دي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو له پاره، د رایې ورکوونکو د نومونو د ثبتولو بهیر، یکشنبه د کال 1397 هـ.ش د حمل په25 (2018 د اپریل 14) په رسمي توګه پیل شو.
رڼې، عادلانه، پاکې او سراسري ټاکنې، د یو ولسواک نظام د ملا تیر بلل کېږي. په ټاکنو کې د خلکو د پراخه پرګنو ګډون، نظام ته مشروعیت ورکوي او په مشرانو او چارواکو باندې د خلکو باور او اعتماد، په حقیقت کې د دولت او بنسټونو پیاوړتیا او غښتلتیا څرګندوي.
په افغانستان کې چې له بده مرغه له راز راز ستونزو، کړاوونو، رنځونو، جګړو، مهاجرتونو او ډېرو ناخوالو سره مخامخ دی، د ولسي جرګې سږنئ ټاکنې په څلور کاله ځنډ تر سره کېږي او ډېر کارپوهان او د حقوقو استادان، د ولسمشر له خوا د ولسي جرګې د کار د مودې تمدید هېڅ قانونی او مشروع نه بولي او د ولسوالیو شوری ګانو ټاکنې خو د افغانستان په تاریخ کې، له شپاړلس کاله څنډ وروسته، د لومړي ځل له پاره کېږي چې په نتیجه کې به د مشرانو جرګه درېیمه برخه غړي بشپړ او نظام به د نسبي مشروعیت په لور وخوځي!
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې، د ولسمشرۍ او ولسي جرګو ټاکنې له قانون سره سم په خپل وخت تر سره کېږي؛ خو دلته ولسواکۍ ته دومره سهوي او قصدي او عمدي زیانونه اړول شوي چې ښایي د ولسواکیو په تاریخ کې ساری ونه لري!
په هر صورت اوس چې د راتلونکو ټاکو له پاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوی، دا به ښه فال نیسو او ټول باید د داسې یوې پروسې له پاره ګډ کار وکړو چې په پایله کې یې، افغانستان غښتلی، هېوادپاله او ملي دریځ لرونکې ولسي جرګه او د ولسوالیو شوراګانې ولري چې د ګران هېواد اوسنیو ستونزو ته د پای ټکي کېږدي او د افغانستان په خلکو باندې د نیکمرغه راتلونکي، ویاړلي ژوند، پرمختګ او یووالي زیری وکړي!
د دې کرښو تر لیکلو پورې، د نوم لیکنو په مراکزو کې د خلکو ګډون ډېر پیکه دی او ځینو ته خو یوازي د ګوتو په شمار کسان ورغلي. د افغانستان دولت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید دا ستونزه ډېره جدي ونیسي او د بیړني علاج لارې ومومي.
خلک وایي چې په څلور دېرش ولایتي مراکزو کې 1419 مرکزونه لږ دي او د استوګنې له سیمو څخه لیرې پراته دي، ځینې مرکزونه لا نه دي پرانستل شوي، په ځینو سیمو کې خلک د مخالفینو له وېرې مراکزو ته نه شي ورتلای، د ټاکنو پخوانۍ ترخې تجربې او بربنډه درغلۍ خلک خوابدي کړي او بیا حضور ته زړه نه ښه کوي، په ځینو مراکزو کې د موادو کمی دی، په ځینو کې مامورین د نوم لیکنې مسلکي وړتیا نه لري او داسې نورې ستونزې چې دولت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید ورته جدي پاملرنه وکړي او حللارې ومومي.
دا کارونه هرومرو کېدونکي دي؛ خو په دولت او کمیسیون کې ښه نیت، سترې هېوادپالنې، پاکې ارادې او کلکې ژمنې ته اړتیا لري.
دولت او کمیسیون ته ښایي چې د منابرو، رسنیو او رښتینولۍ په مرسته، د عامه پوهاوي اغیزمنتیا ډېره کړي، د خلکو د کمزورۍ بارو او اعتماد د بیا ژوندي کولو له پاره کوټلي ګامونه واخلي او خلک په تېره بیا ښځې دې ته وهځوي چې په دې ملي پروسه کې فعاله برخه واخلي او ژمنه وکړي چې بیا به سترې ترخې تجربې نه تکرارېږي او خلک به د روان کال د میزان یا تلې په 28 په یوه رڼه ملي پروسه کې برخه واخلي!
په دې دوو ورځو کې د ځینو ګوندونو غږونه هم واورېدل شول چې په ټاکنو کې د ګوندونو په ونډه ټینګار کوي. دا خو ډېره رښتیا خبره ده چې ولسواکي او ټاکنې دواړه باید ګوندونو ته د حضور غېږ پرانیزي؛ خو هغه ګوندونه چې ملکي او سیاسي وي؛ نه وسله وال جنګي تنظیمونه چې ډېر د پردیو په پیسو، وسلو او وسیلو جوړ شوي، تر اوسه د کلاشینکوف په ژبه خبرې کوي او لا هم پردۍ اجنداوې لري!