تاند- ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن له درو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپلې کابینې د غړیو نومونه اعلان او ولسي جرګې ته د اعتماد رایې لپاره معرفي کړي.
تر دې مخکې څو ځلي له ژمنې سره سره د کابینې اعلان ځنډول شوی او د کابینې نه اعلان د ډېرو په نظر د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت ناکامي بلل شوې او د ډېرو خلکو نیوکې یې پارولي دي.
خو د وخت په تېرېدو هغه ستونزې څه نا څه خلکو ته څرګندې شوي چې ولې یې په سبب د کابینې د غړیو اعلان ځنډول شوی و.
ولسمشر غني د شنبې په ورځ د ولسي جرګې ريیس او د دې جرګې څو غړیو ته وویل چې د دوشنبې په ورځ به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي کړي.
پرون /یکشنبه/ د ولسمشر غني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي وویل چې سبا /دوشنبه/ به د کابینې غړي د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.
ده د ځینو فشارونو یادونه وکړه خو په عین حال کې یې خبریالانو ته په اشارې وویل:« د رسنیو ملګرې تمه لري چې زه د کابینې په اړه خبرې وکړم، اندېښنه مه لرئ سبا به که خدای کول معرفي شي. ولسمشر په دې درو میاشتو کې د زړه وینې خوړلي دي»
په همدې حال کې ولسي جرګې ویلي چې هغو کاندید وزیرانو ته به د اعتماد رایه ور نه کړي چې دوه تابعیتونه ولري.
څرګنده نه ده چې ولسي جرګه په څه ډول یا د کوم میکانیزم له مخې د چا دوه تابعیتونه معلومولی شي.
په دغه جرګه کې چې یو څوک یا څو تنه یوه خبره ورکړي عموماً یې رسنۍ د ټولو وکیلانو پرېکړه او نظر بولي خو د رایو په وخت خبره بل څه وي.