افغانستان د خپل معاصر تاریخ یو نوی باب پیل کړ، په لومړی ځل یو منتخب حکومت خپله دوره پوره او واک یې په سوله ییز ډول بل منتخب حکومت ته انتقال کړ. د هیواد دښمنانو ډیر کوښښ وکړ څو د اویایمی لسیزی په څیر یو ځل بیا زمونږ په هیواد کي د کړکیچ په رامنځ ته کولو سره کورنیو جګړو ته لار هواره کړیخو د هیواد سیاسی رهبری د نړیوالې ټولنې په منځګړتوب سره د ملی یو والی د حکومت جوړ، ولس ته یي د سولی او امن فضا برابره او د هیواد دښمنانو ته یي غاښ ماتی ځواب ورکړ. ځینی کار پوهان په دی نظر دی چي دا به یو ضعیف حکومت وی چي په هره وړوکی او غټه مسأله به سره پیچی او په تصمیم نیولو کي به له ډیرو ستونزو سره مخ وی خو زما په اند باید خوش بینه و اوسو، زه هیله لرم لکه څرنګه چي د هیواد سیاسی زعامت د ټاکنو پیچلي مسأله په تدبر او سیاسی بصیرت سره حل کړه دغه ډول به هره ستونزه د مذاکراتو او د یوبل نظر ته د احترام له لاری حل کړی.
د افغانستان نوی منتخب حکومت رسمي اپوزیسیون نلری او یواځینی اپوزیسیون یی طالبان دی او خدای د وکړي چي د طالبانو رهبری د افغانانو د زړه ږغ واوری او خپله تګلاره کي جدی بدلون راولی، د مسلح مخالفت پرځای د سیاست لاره غوره کړي څو دغه ناورین ته چي هره ورځ ولس د غم په ټغر کښینوی د پای ټکی کيښودل شی او هیواد دپرمختګ په لور روان شی. حزب اسلامی ځکه په اپوزیسون کي نه حسابیږی چي ددوی ډیري څانګې په دواړو ټیمونو کي موجودي دی او تر بل هرګونده دوی په حکومت کي ډیره ونډه لری.
د افغانستان منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی د لوړی د مراسمو په ورځ د خپل حکومت تګلاره واضح کړه او په دری ګونو قواؤ کي د جدی اصلاحاتو غوښتونکی شو. نوی حکومت په لمړی قدم کي د امریکا له متحده ایالاتو او ناتو سره امنیتی تړونونه لاسلیک کړل او د کابل بانک دوسیه یي له سره پرانستله چي دواړه ډیر پرځای تصمیمونه ؤ. د افغانستان دولت به د دغو تړونو په مرسته وکولای شی نړیوالی مرستی جذب او د مسلح قواؤ په مسلکی کیدو او نظامی تجهیزاتوتر لاسه کولو او اقتصادی پرمختګ کي ګټه پورته کړی. د کابل بانک دوسیه له فساد سره د مبارزی په ډګر کي ترټولو ستر اقدام دی چي په دی ډول اوسنی دولت نړیوالې ټولنې ته له فساد سره د مبارزی په ډګر کي خپل جدیت ثابت او د ددی دوسیي قانونی انجام ته رسولو سره کولای شي دهیواد د پرمختګ او د ولس د ستونزو د حل لپاره نړیواله مرستی جذب کړی. په دی وروستیو کي ځینی خلک داسی لیکنی خپروی څو زمونږ د ځوانانو ذهنونه مخشوش کړی، د ولس او دولت ترمنځ بی اعتباری پیداکړی. په دی اړوند غواړم پورته ذکر شوی دواړه موضوعاتو باندی خپل نظر په لاندی ډول څرګند کړم:
امنیتي تړون: د افغانستان منتخب دولت چي د ولس د۸ ملیونه رایو له لاری یي مشروعیت ترلاسه کړ او د هیواد د سیاسی تنظیمونو(جهادی تنظیمونو په شمول)، مدنی ټولنو او نړیوالې ټولنې ملاتړ تر شا لری دا حق لری چي د هیواد د اساسی قانون په رڼا کي د هیواد او ولس د ګټو په خوندی کولو سره د هغوی د هوساینی په موخه له نړیوالی ټولنې او یا د نړی له هر هیواد سره استراتیژیک، امنیتي، اقتصادی همکاری تړونونه لاسلیک کړی. د افغانستان نوی حکومت د جهادی مشرانو او د هیواد سیاسی مشرتابه په موجودیت او ملاتړ کي له امریکا او ناتو سره ځنډیدلی تړونونه لاسلیک کړل څو د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړی او هیواد له مالی بحرانه وباسی. طالبانو او حزب اسلامی (حکمتیار) له تړونونو سره خپل مخالفت اعلان کړ او منفی غبرګونونه یی څرګند کړل، دوی یاد تړونونه ننګین او د وطن پلورل وبلل. زه د دولت مامور او یا ویاند نه یم خو د یو افغان په صفت غواړم خپل نظر بیان کړم: طالبانو او حزب اسلامی (حکمتیار) په تیرو دیارلسو کلونو کوم داسی کار ترسره کړ چي ولس هیله مند کړی، آیا تراوسه دوی د ولس د هوساینې لپاره کوم داسی اقدام کړی چي د ولس په ژوند کي مثبت بدلون رامنځ ته کړی؟ آیا دوی په هیواد کي د سولي د راوستو په اړوند کوم مثبت ګام اخستي؟ تیر حکومت دغه تړون لاسلیک نکړ او د هیواد په مخالفینو (طالبان او حزب اسلامی-حکمتیار) یي په وار وار ږغ وکړ آیا دوی هغه ږغ ته لبیک ووایه؟ آیا دوی د دولت له وسلوال مخالفته لاس پر سر شول؟ آیا دوی ځانمرګي کول او په دولتي تأسیساتو حملې بندی کړي؟ آیا دوی په کندهار، هلمند، زابل، پکتیکا، غزنی، ننګرهار، نورستان، کنر، کندز، بدخشان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او لوګر په وار وار حملې ونکړی او بیګناه افغانان یي ونه وژل؟ کچیری په دی بحث ونښلو بیا ډیری نوری پوښتنی راولاړیږی د بیلګي په ډول: جګړی ډیرو پیسو او تمویلونکو ته ضرورت لری، د دولت مخالفین (طالبان او حزب اسلامی – حکمتیار) خپلی وسلې او پیسې له کومه راوړی؟ آیا دوی له ګاونډیانو او د افغانانو له دښمنانو سره ننګین تړونونه نه دی لاسلیک کړی؟ آیا د دوی مرکزونه په پاکستان او ایران کي نشته؟ طالبان او حزب اسلامی (حکمتیار) نه یواځی دا چي مشروعیت نلری بلکه ددوی کړه وړه غیر قانونی او غیر شرعی دی.
دوی په تیرو دیارلسو کلونو کي ښونځیي یا وسوځول یا بند کړل، روغتونونه، سړکونه، مسجدونه، دولتی تأسیسات او وسایط یی له منځه یوړل، مخور او علما یي شهیدان کړل، د اقتصادی پرمختګ مخه یي ونیوله او په مجموع کي دوی د هیواد اقتصاد مات او امنیت یي له جدی ګواښونو سره مخ کړ. دوی حتی په قرآن مجید او مسجد کی چاودیدونکی توکي ځای پرځای او د لمانڅه پرمهال یي بیګناه افغانان شهیدان کړل چی دا یو غیر انسانی، غیر افغانی او د اسلام ضد عمل دی.
د کابل بانک دوسیه: د ملی یو والی په حکومت کي شاملو دواړه ټیمونو په خپلو ټاکنیزو کمپاینو کي له فسادسره د مبارزی ژمنې کړی دی چي د یادو ژمنو په اړوند، ولسمشر د فرمان په صادرولو سره د کابل بانک دوسیه بیا پرانسته او د هغی څیړل یي پیل کړل.له فساد سره د مبارزی په ډګر کي د کابل بانک دوسیه د ډیرو دوسیو مور او په ورته وخت کي د پنډورا باکس حیثیت لری. په دی دوسیه کي ښکیل کسان، په غیر قانونی او مافیایي کړنو کي ددوی ښکیلتیا او دا لړی ادامه پیدا کوی. دا دوسیه یواځي په هغو اشخاصو پوری محدوده نه پاتی کیږی چي لستونه یي د رسنیو له لاری خپریږی او ممکن ډیر نور کسان چي په تیر او اوسني دولت کي تر اوسه په لوړو څوکیو کارکوی، ښکیل وموندل شی. کچیری د کابل بانک دوسیه په شفاف ډول وڅیړل شی او فاسدین مجازات شی نو دا به له فساد سره د مبارزی په ډګر کي یوه تاریخی لاسته راوړنه وی. یاده د وی چي کابل بانک دوسیه یوه ډیره پیچیده موضوع ده. په یاده دوسیه کي ښکیل کسان د د تیر حکومت د سیاسی رهبری د کورنیو غړی دی چي ددوی له جملی ځینو یي دموجوده حکومت د یوه ټیم په ټاکنیز کمپاین کي په ملیونونو ډالر پانګونه کړی ده. د کابل بانک په دوسیه کي یواځي د څیړلو موضوع نه ده مطرح بلکه په دی دوسیه کي د لوټل شویو پیسو بیرته راوړل، په زورواکانواو مخورو د قانون تطبیق اوهغوی ته سزا ورکول دی.د کمپاین په دوره کي ولسمشر او د افغانستان د حکومت اجراییوی ریس په وار وار تکراروله چي د قانون لاندی ټول افغانان یو برابر حقوق لری او په ټولو باید یو شان تطبیق شی، اوس ددی دعوا د تحقق وخت رارسیدلی دی.
د افغانستان ملی اداری او امنیتی ځواکونه لا ډیر ځوان دی، او ډیری ستونزی په کښی موجودی دی، په تیرو ۱۳ کلونو د حامدکرزی ادره یواځی په دی وتوانیده چي دغه اداری تأسیس کړی، زمونږ اداری او مسلح قواوی اوس هم د زده کړی او پرمختګ په حال کی دی، دوی لاتراوسه لازم تأسیسات ، تجهیزات، تخنیکی او لوژستیکی وسایل نلری او ددی کمی د پوره کولو په موخه له ناتو او د امریکی د متحده ایالاتو سره د افغانستان تړون خورا زیات اهمیت لری. ولس باید د دولت د دغه اقدام ترشا ودریږی او د پردیو د تبلیغاتو ښکار نشی. افغانستان یو آزاداو خپلواک هیواد ده او یو آزاد او خپلواک هیواد دا حق لری څو د ځان لپاره په نړیواله کچه همکاران غوره کړی. غلام او خرڅ شوی هغه څوک وی چي له نورو سر�� په پټه معاملی کوی او د نورو د اهدافو د ترلاسه کولو په موخه خپل ولس وژنی، هیواد ورانوی او اداری له منځه وړی.
دا هم یو روڼ حقیقت دی چي اداری فساد د افغانستان په ټولو دولتي، شخصی او غیر دولتی ادارو کي موجود دی. دولت د قانون د تطبیق له لاری د فساد مخه نیولای شی او په دی اړوند د ولس ، رسنیو، علماؤ جدی همکاری ته ضرورت لری. راځی چي له خپل دولت سره یولاس او همکار شو، خپلو ستونزو ته د حل لار پیدا کړو او خپل هیواد آباد کړو.
د یو موټی، سوکاله ، پرمختللی او له فساده پاک افغانستان په هیله.
کمال – لندن
محترم کمال ورور څخه مننه ،موږټولو ته لازمه ده چي دمحترم جمهورريس دبرنامو دتطبيق په هکله ورسره همکاری وکړو ، دخلکو په ونډه اخيستنه دفساد لمن ژراو ښه لنډ يدايي شی.