نوی فکر - فرخنده

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د خوست په ولایت کې پر لاریون کوونکو چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۶ تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون د رئیس همایون همایون په ګډون ۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

نوی فکر په داسې حال کې چې په هیواد کې د وینې د تویولو د مخنیوي غوښتنه کوي، یو ځل بیا پر مدني حرکتونو او ملکي خلکو برید په کلکه غندي او له امنیتي ارګانونو غواړي چې د هېوادوالو د ښه امنیت لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

نوی فکر په دې باور دی چې د خوست خونړۍ پیښه پر انساني حقوقو او ولسواکۍ یو بل سخت ګوزار دی چې هیڅ د بښنې وړ نه دی.

نوی فکر د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سمدستي روغتیا هیله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *