محمد اشرف غني احمدزی د شاه جهان احمدزي زوی، په ۱۳۲۸ لمریز کال کې په کابل کې زېږېدلی دی. اصلي ټاټوبى یې د لوګر محمد آغه ولسوالي ده.
ښاغلي احمدزي د کابل په استقلال او حبیبیې لېسو کې زده کړې کړې دي.
محمد اشرف غني احمدزی د بیروت په امریکایي پوهنتون کې په لوړو نومرو د سیاسي علومو په برخه کې لیسانس او ماسټرۍ اخیستې ده.
دوهمه ماسټري یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له کولمبیا پوهنتون څخه تر لاسه کړې او وروسته یې په یاد پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې د دوکتورا ترلاسه کړې ده.
محمد اشرف غني احمدزی په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸میلادي کلونو کې د امریکا له سکرانټن او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه دوې افتخاري دوکتوراوې هم تر لاسه کړې دي. دغه راز د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د یوه کال لپاره د نبوي سیرت زده کړې هم کړي دي.
محمد اشرف غني احمدزی له هیواد څخه بهر د ډنمارک په اورهوس، د امریکا په بیکلي او جانز هاپکنز پوهنتونونو کې استاد و او لس کاله یې د نړیوال بانک د یوه جګپوړي چارواکي په حیث د پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو په برخه کې کار کړی دی.
محمد اشرف غني احمدزی د طالبانو تر حکومت وروسته د یوې مودې لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي سلاکار هم و.
نوموړی په انتقالي حکومت کې لومړى د ولسمشر ځانګړی سلاکار او بیا د مالیې وزیر و ټاکل شو.
د اسلام د مبین دین نفاذ، د ښځو حقوق او ټولنیز عدالت، په قبایلي ټولنه کې د اسلام او دولت جوړول او د اسلامي شریعت په محکمه کې د شخړو هواري په اسلامي علومو کې د ښاغلي احمدزي څیړنیز آثار او لیکنې دي.
د افغانستان معاصر ادبیات، د افغانستان څلورسوه کلن تاریخ، ناکام دولتونه او د هغوى د کاميابۍ تګلاره او د عادلانه نظام لاره هم د ښاغلي احمدزي له څیړنیزو آثارو څخه دي.
محمد اشرف غني احمدزی لومړۍ ځل په دوه زره نهم میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندید کړ او د رایو د شمیر له پلوه څلورم کس و.
محمد اشرف غني احمدزی د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې څه باندې ۳۱ فیصده رایې خپلې کړې. جنرال عبدالرشید دوستم یې لومړی مرستيال او سرور دانش یې دويم مرستیال دی.
په روانو انتخاباتو کې ګڼ پخواني جهادي مشران، قومي مشران او تکنوکراتان د احمدزي ملاتړ کوي.