په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې مونږ افغانان په ځانګړې توګه پښتانه د دې په ځای چې خپلو بچو ته د قلم، کاغذ، کتاب ادب او اخلاقو دود ور زده کړو هغوی ته د تربګنت، کینې، کبر او د ټوپک کارولو مهارتونه ور زده کوو چې همدغه مسله زمونږ د بدمرغۍ لامل هم ګرځېدلې ده، وروسته له دې مونږ ته په کار ده چې خپلو ماشومانو ته د د مطالعې، ښوونځي، پوهنتون او د تمدن په عامولو کې خپله ونډه ترسره کړو.
البته دا خو زمونږ د ژبې او فرهنګ پرضد زمونږ دتربګنت د کارونو یو څولنډۍ بیلګې وې؛خو رابه شو خپل ځان ته چې مونږ څه کوو؟ خپل سرباید په خپل ګریوانه کې ښکته کړواو ووایو چې څومره مو د خپلې ژبې،ادب او فرهنګ له پاره مثبت کار کړی،او څومره مو دخپلې ژبې،ادب اوفرهنګ له پاره شته خنډونه له مخې لرې کړي دي؟
په افغانستان کې د بدلونونوپه لړکې ډیر افغانان بهرنیو هېوادونو ته ګډه شول چې په هغو کې ډیری پښتانه زلمیان هم ول؛خوتوپیر یې په دې کې وچې دنوروقومونو زلمیان اکثراً په سبق او زده کړو بوخت ول د پښتو ژبې خوږ ژبي شاعر الفت صاحب خبره یې پرځای کړه چې ویلي یې وو: (( ځوانان باید په علم پسې ولاړشي او دعلم رڼا له ځان سره راوړي )) خو زمونږځوانان کباړ، مزدورۍ او نورو چارو پسې روان شول او زمونږ ډیری ځوانانواود هغوی دکورنیو ویاړ په دې کې وچې ځوانان یې لندن او دوبۍ ته د پیسو پسې تللي دي.
پرته له شکه چې مونږ د یوې سنتي ټولنې اوسېدونکي یاستو، پخوا به زمونږ اکثریت خلکو بهر ته د خپلو زامنو لېږلو سره مخالفت کاوه مګر کله به چې ورا د پیسو ګټلو خبره شوه بیا به یې هیڅ راز مخالفت نه کاوه، البته زما هدف د هغو کسانو څخه دی چې د لوست په پرتله یې پیسو سره لیوالتیا ډیره وه.
وګورئ ! که ښه حقیقت ته وګورو، بهرنیو هیوادونوته یې دکفر او په اخلاقي فساد له ویرې نه لیږو خو بلخوا یې سپېرو دښتو او د وچوغرو لمن کې دقهریدلي شنه یا وریځ آسمان تر چتر لاندې، د پسونو،وزو اوخرو په لکۍ پسې ټول عمرتیرولوسره خو دنوي عصر نوي علوم زده کیدای نه شي،او کله چې مونوي علوم اوفنون زده نه وي ،نوله تمدن سره به بیګانه او له کاروان څخه به یې ډیر وروسته پاتې اوسو،بیا نو نه ځان ته، نه پښتنو ته، نه پښتو ،نه هم پښتني فرهنګ او خاورې ته څه کولای شو.
همدا راز له بده مرغه زمونږ خلک یواځې هغو مسایلو کې انحصار شوي دي چې یواځې په دودیزه توګه ورته له پخوا پاتې دي، یواځې څو کلیوالو ټکو پسې ګرځي او همغو باندې اکتفا کويي دوی هیڅکله دا هڅه نه کوي چې د خپلو بچو او ماشومانو له پاره د معاصرو دیني علومو او نورو زده کړو زمینه برابره کړي، دوی دې باید خپل اولادونه په دینو او نیو علومو په ګاڼه سمبال کړي څو وکولای شي خپلو خلکو، وطن، ژبې او راتلونکو نسلونو ته لا ښه خدمت وکړي.
له بده مرغه چې زمونږدا باسواده لوستي قشر باندې هم دجګړې اوغلطوسیاستونوکلتور مسلط دی دعلم اوپوهې شعر اوهنر ښوونې روزنې اوپرمختګ پرځای غلطو سیاسي مسایلوسره ډیره مینه ښيي اوپه مقابل کې علم هنر پوهه اوپرمختګ ته دومره پام نه کوي.
اوس نوکه دا د یوترخه واقعیت په توګه ومنو،نوباید دا هم ومنوچې د دې نیمګړتیا پوره کول وخت اوکارته اړتیا لري چې څنګه ددې خلکو او د دې ټولنې په جګړې عادت ماغزه او د جګړې په دود لړلي ماغزه بیرته په هنراوعاطفې باندې پرېمنځل شي،هنري ذوق ورکړل شي،عاطفه اومینه وروښودل شي چې دجګړې اوتشدد لاره پریږدي،په مینې اومحبت سره علم زدکړې، دسواد او مطالعې لاره غوره کاندي او په کورکې د ټوپک پرځای کتاب، قلم اوکمپیوټر وساتي، دښوونې روزنې اوتعلیم په ترلاسه کولوسره دتمدن اونوي ژوند پرلاره روان شي، له بدبختۍ، حسد، تربګنت، کینې او نورو منفي افکارو څخه دې لاس واخلي چې لږ تر لږه راتلونکي نسلونه د دوی دعاګویه وسي.
د سرلوړي، پرمختللي او خپلواک افغانستان په هیله تل دې وي سوله، ثبات او ورورولي.
Salamoonah;
Tir tszo zmong mashran la Poundd;$, keldar; Ryal-Dinar; tomen etc… parestyo na khlas nashy; aw ulema, mofaserin, Qaryan , mavlayanl d` tash pa nami molayano, pirano, ceydano, hazretano, pachayano,aw d talib , va ghayra tir nami lande d` madraso mashuman zdakoonki la jang aw Jahad??? che d` gharb aw sharkk gatto lipara wajil kegy;;; Khlaas na shy , aw devlet hem la ciasy aw Idary fesad pa lomo ki vi no Rah-e ki ma meravim ba torkistaan ast!.