تاند نیوز ډیسک: پر ټولنیزو رسنیو د ولسي جرګې غړي امیرګل شاهین ته د منسوبو وسله والو کسانو له خوا د نادرپښتون واټ د یوه دوکاندار او سوداګر د وهلو ټکولو ویډیو غبرګونونه پارولي دي.
امیرګل شاهین په ولسي جرګه کې د کابل استازی دی او په ویډیو کې لیدل کېږي چې ده ته منسوب څلور – پنځه ګاردان د نقیب الله احمدزي په نوم یو سوداګر د کلاشنکوف په کونداغونو بې رحمانه وهي او وینې پرې راماتوي.
وسله وال کسان پر یوه بل نږدې ولاړ کس باندې هم برید کوي چې داسې ښکاري نقیب الله احمدزي ته کوم نږدې کس یا د هغه خپلوان دی.
له نقیب الله احمدزي سره په دې اړه په خبرو بریالي نه شوو خو امیر ګل شاهین تاییدوي چې وسله والو یې یو کس وهلی دی مګر په وینا یې د نقیب الله احمدزي په نوم له دغه کس سره یې د دوکانونو پر سر سوداګريزه لانجه وه او نن یې هم غوښتل له احمدزي سره په دې اړه خبرې وکړي مګر احمدزي پر ده ګوزارونه وکړل، چې په ځواب کې يې ساتونکو له ده څخه دفاع کړې ده.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، وزارت له قضیې خبر شوی دی او دوی به د هغه چا په اړه کلک قانوني اقدامات وکړي چې له خپل موقف څخه ناسمه استفاده کوي.
د ده په خبره پولیس به د نننۍ پېښې پلټنه وکړي او ملامت سلامت به یې نه یوازې خلکو ته وښیي بلکې ملامت ته به جزا هم ورکړل شي.
یاده دې وي چې امیرګل شاهین ولسي جرګې ته تر رسیدو وړاندې پانګه وال او د کابل په قصبه کې د یو پوهنتون موسس هم و.