۱۵ کب ۱۳۹۵
د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون د پرېکړې له مخې د هېواد د سړو سیمو د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو د معذرتي، لیاقت او مشروطي آزموینې د روان ۱۳۹۵ کال د کب میاشتې په ۱۵ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر پایه دوام کوي.
د یاد کمېسیون د پرېکړې پر اساس د سړو سیمو د ټولو دولتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو نوی ۱۳۹۶ ښوونیز کال د راتلونکې حمل (وري) میاشتې په درېیمه نېټه پیلېږي.
پورتني مراتب د تعلیمي مرکزونو د مسوولینو او زده کوونکو د خبرتیا په موخه اعلام شول.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست