مطبوعاتي اعلامیه

کابل، د ۱۳۹۲ کال د وږې د میاشتې ۱۲مه

نوی کابل بانک د 1392 کال د سنبلې د میاشتې په 12 مه

 د خصوصي کیدو له پاره بیا اعلان ته وسپارل شو

ټولو پانګه والو ته د نوي کابل بانک خصوصي کیدل بیا اعلان شول. دوی کولای شي چې د 2013 میلادي کال د سپتمبر تر 3 مې نیټې وروسته په داؤطلبۍ کې د برخه اخیستو له پاره خپل نومونه ثبت کړي. ددې بانک د خصوصي کیدو اعلان به په نړیوالو رسنیو کې په ځانګړي ډول د خلیج د همکارۍ شورا په هیوادونو او په هیواد کې د ننه په لوړه کچه اعلان شي.

د افغانستان د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رئیس او د نوي کابل بانک د رئیسه پلاوي مشر په دې اړه داسې وویل: په افغانستان کې د پانګوالو لیوالتیا ته په پام سره چې د کرنې، کانونو او زیربنایي برخو کې یې لري، موږ هیله لرو چې په کور د ننه او په نړیواله کچه به ددې بانک د رانیولو داؤطلبان پیدا شي. د یادونې وړ ده چې د کابل بانک سهمداران، د دوی د کورنۍ غړي او له دوی سره کاروباریان حق نه لري چې د نوي کابل بانک په داؤطلبۍ کې برخه واخلي.

د نوي کابل بانک د رئیسه پلاوي مشر ښاغلي محمد آقا زیاته کړه چې: د نوي کابل بانک د خصوصي کیدو پروسه به تر شپږو میاشتو پورې دوام ولري او په شرایطو برابر او وړ داوطلبانو ته به ددې بانک د ټاکل شوې کمیټې له خوا هر ډول معلومات د مالیې په وزارت کې ورکول کیږي. ددې بانک د خصوصي کیدو پروسه اوس پیل شوې ده او موږ به وتوانیږو چې د دولت او نورو ادارو ټولو هدفونه ترلاسه کړو.

نوي کابل بانک د 2011 میلادي کال د اپریل له میاشتې څخه را په دیخوا کله چې پخوانی کابل بانک له بحران سره مخ شو، تراوسه پورې پورونه نه دي ورکړي. د نوي کابل بانک اجرایوي رئیس ښاغلی مسعود موسی غازي دا حالات داسې بیان کړل: موږ یوه شفافه پروسه پیل کړې ده او تراوسه پورې د پور اخیستلو کوم بانکي حساب نه لرو. موږ د میاشتنیو مصارفو د کمولو، د عوایدو د زیاتولو او د بانکي خدماتو د کیفیت د ښه کولو له پاره وسایل رامنځ ته کړي دي. موږ اوس داسې مجهز شوي یو چې په چټکۍ سره پورونه ورکولای شو چې دا د راتلونکې له پاره یو ښه زیری دی. موږ په داسې خدماتو باندې کار کوو چې چې د موبایل او انټرنیټ له لارې خدمات وړاندې کړو او ددې له پاره په دوبۍ کې د یو معلوماتي مرکز په جوړیدو کار روان دی.

نوي کابل بانک په افغانستان کې له لویو تجارتي بانکونو څخه حسابیږي او په ټول هیواد کې تر 100 زیاتو ځایونو کې فعالیت لري. اوس مهال ددې بانک سره د بانکي حسابونو شمیره تر یو میلیون اوړي او نژدې 460 میلیونه امریکایي ډالر په کې اچول شوي دي. دغه بانک خپلو انفرادي او کاروباري مشتریانو ته په نړیواله کچه خدمتونه وړاندي کوي. په دغو خدماتو کې د خارجي اسعارو تبادله، اعتبار لیکونه، بانکي ضمانتونه، اسلامي بانکداري، د ویست یونین او سویفټ له لارې د پیسو د لیږد رالیږد خدمات شامل دي. نوی کابل بانک د اروپایي اتحادیې او نورو نړیوالو مهمو بانکونو سره نژدې اړیکې لري او د خپلو فعالیتونو له پاره د UBS Oracle Flex Cube banking software بانکي سیستم څخه ګټه اخلي.په دغه بانک کې د تلیفوني خدماتو 24*7 څانګه فعالیت کوي او 100 نفره افغان ځوانان د ورځې 85000 د بانکې خدماتو پیغامونه ترلاسه کوي چې دا په هیواد کې د کاروبار د ودې له پاره یو لوی خدمت دی.

د نوي کابل بانک د خصوصي کیدو له پاره یوه نوې ویب پاڼه (www.nkbprivatisation.com )جوړه شوې ده چې د سپتمبر په 29 مه به په رسمي ډول پر لیکه شي. ددې څخه ښکاري چې د خصوصي کیدو پروسه د ټولو له پاره پرانیستې، شفافه او په شرایطو برابر پانګوالو له پاره اسانتیاوې برابروي. د نوي کابل بانک د خصوصي کیدو له پاره په پام کې دی چې په سیمه ئیزه او نړیواله کچه په پراخه ډول اعلانات وشي چې دا لړۍ به د 2013 میلادي کال د سپتمبر د 3 مې څخه پیل شي.

د نومونو د ثبت پروسه به د 2013 میلادي کال د سپتمبر په 30 مه کله چې په شرایطو برابرې خواوې د داؤطلبۍ څخه مخکې خپل اسناد وړاندې کړي، پای ته ورسیږي. دغه معامله به د 2014 میلادي کال د مارچ په 31 مه بشپړه شي. د نوي کابل بانک خصوصي کیدل د مالي سکتور له پاره  له ځانه سره ډیرې ګټې لري چې اوس مهال د پورونو د نه ورکړې له امله په میاشت کې نژدې 700000 امریکایي ډالره زیان تخمین شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *