1397ل. کال د ارګ د رهبرۍ او کابينې له خوا د پوهې (د پوهنې د ملاتړ) کال و نومول شو، چي د روښنفکره او متمدنه خلګو يوازینۍ او لومړنۍ هيله ده.


کيسه انشاءالله سمېږي؛ ځکه چي که خبره واقعاً عملي جنبه پيداکړي، د پوونې اکثريت دريځونه به پوهنه ونيسي.
کله چي په هيواد کې د پوونې او پوهونې تفاوتونه درک سي او د ملت د پوولو پر ځاى د ملت پوهوولو ته توجه واوړي؛ نو د بدبختۍ او نا اهلۍ تغر که ټول هم نه سي؛ د خوشبختۍ تر تغر خو به لاندي سي!

خبره که د عامه پوهوي د کلیشې څخه یو څه را محدوده کړو او په هیواد کي د پوهني راوان بهیر پکښي سر کړو، نو لیري نه ده چي د یو ویده نوښت پر مخ دي یخي وبه و نه پاشل سي، په هیواد کښي له مرکزه تر مرکزه د تعلیم او تحصیل دپوولو روان میتود په کمي لحاظ د پخوا په پرتله د ليسانسه ځوانانو شمېر خورا زیات کړی، خو  په کیفي لحاظ یې د مناسبي ګټه پر ځای نا مناسب تاوان اړولی.

که د پوولو میتود پر پوهولو وا نه وړي زیاتره فارغ ځوانان لکه تر وخت تېر درمل په زهرو بدلیږي او ( غیري مسؤل واجب الاحترام ګڼل کېږي)  ځکه چي زموږ په ټولنه کښي تر اوسه هم هغه د ژورنالستانو په اصطلاح غوڅ اکثریت د تر وخت تېرو ګولیو ، د وخت پر ځای د ګولۍ ژولو ته ښه متوجه وي، تر څو چي د ښه صحت په موخه یې په معده کښي  ښه حل شي، چي دغسي حالت په هیواد کښي د هري ناخوالي تداوم ته لاره هواروي!

که په هیواد کښي د پووني بهیر هر څو په چټکۍ سره روان سي، د تر وخت تېرو درملو معنی لري، تر وخت تېر درمل نه یوازي دا چي د مریض مریضۍ ته ګټه نه رسوي بلکي اکثره وخت تاوانونه هم پيښوي.

تر ټولو بده خو لا دا چي زموږ دیني برخه تر عصري برخي زیاته د همدې تپل شوي میتود ښکار شوې ده، تاسي د ځان سره فکر وکړی زموږ په کلیو او بانډو کښي د مسجد د ملاصاحب څخه بغیر بل چا ته د اسلام بشپړه احکام ور معلوم دي، بل څوک د دې جرعت لري چي د نکاح په مراسمو کښي که ملاصاحب حاضر نه شي او عذر ولري، نکاح  وتړي، یا د فاتحي پر ځای بې د ملاصاحب له موجودیت څخه د مړي اروا ته دعا وکړي، خپل مړی خپله تر اوبو وباسي، خپلو اولادونو ته خپله د اسلام احکام ور وښیي، د خپلو مجلسو دعاګاني خپله وکړي… ایا دا کارونه یوازي ملاصاحب کولای سي؟ ایا د دین زده کړه یوازي د ملاصاحب کار دی، ایا اسلام یوازي د ملاصاحب د پاره ده؟

زه باور لرم چي که چیري ملا صاحب د موجوده کلتوري تیوري سره سم آمر وکړي چي نن دي دا، دا کارونه وشي، هغه که هرڅو د دیني نصوصو خلاف کارونه هم وي کلیوال به یې په ورین تندي ورسره و مني او د زکات د راټولولو هڅي به یې نوري هم ګړندۍ کړي!

ځکه دوی  خو یې د نجات، ثواب او اجر په نیت  حتماً تر سره کوي او پر ځان یې فرض ګڼي، دوی د خبري تحلیل نه شي کولای، تر ډېره روا او ناروا نه شي معلومولي، دوی به د ملاصاحب هري خبری ته د قناعت سر ښوروي، دوی بیچارګان نه دي ملامت، دې ته  د پوولو میتود وایي ،دوی پوول شوي دي، خو پوه شوي نه دي!
په هیواد کښي روان ناورین د پوولو د میتود شیره(نتجه) ده، که زموږ اکلیت پوه پوهان په ځان کښي د پوولو د احساس پر ځای د پوهولو احساس پیدا کړي بیا هم کیسه سمیږي.

که له پوهنتونه فارغ سوي او تیر سوي ځوانان او د د یني مدارسو امام مان د پوهني د کال په ملي آشر کښي د پوولو نیمه انرژي پر پوهولو مصرف کړي، نتجه به یې د دین، هیواد او ملت په خیر وي.
نوى کال د خداى ج له پوهي سره د بخت او برکت کال کړي!
نوى کال به مي د نويو هيلو سر شي
ما ليدلې ده ښکلا په توره شپه کښي

کندهار- افغانستان
1397/1/1ل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *