ایمل ولي

د نوي کال لومړی ورځ وه، تیره شوه. په همدې ورځ د افغانستان او سویلي افریقا د کریکټ سیالي وه، هغه هم تیره شوه. یوه شاعر وايي چې:

شرین عمر چې تیریږي دریغه دریغه

د اوبو په څیر بهیږي دریغه دریغه

د نوي کال له اغاز سره بوتي نوي پاڼي سپاړي، ونې ګل کیږي، مرغان د خپل نسل د بقا په خاطر ځالې جوړوي، یوه او بله په نوي  رنګ په نوي سندره سره مښوکې یو پر بل مښي. د سهار نسیم د ونو له پاڼو تیریږي، دلته نسیم چې د ژیړي لمر وړانګو سره چې یو ځای شي، د ونو پاڼو ته نوی رنګ ورکوي. د توت او د ولې غوړې پاڼي د پسرلي په غوړه هوا کې داسې پړک کوي چې د سړي سترګې بریښوي.

وطن مو ښکلی دی، وطن مو ښکلی دی، ښې منظرې لري، ښې طبعي زیرمي لري، بشري قوه لري، خو یوازینی شی چې نه يې لري، فکر دی. د فکر څخه مې موخه دا نه ده چې ګویا مونږ فکر نه شو کولای. مونږ فکر کولای شو، خو زمونږ په فکر کولو کې ستونزه ده، زمونږ فکر په بې مانا او بې مفهومه شیانو کې ایسار دی. مونږ له خپله فکره سمه ګټه نه ده پورته کړي، همدا وجه ده چې هر کال نوی کال پیلیږي، په هر څه کې بدلون راځي، خو په مونږ کې نه.

تیر کال یو په وینو لړلی کال و. تیر کال یو د هغو کالونو څخه و چې په هر ډګر کې مو ډیرې کمې لاسته راوړنې درلودې. د نوي کال د بریالی کولو لپاره نوي هڅې په کار دي، نوي ابتکارات په کار دي، نوي ویښیدا په کار ده او نوی فکر په کار دی. اوس چې هر څه نوي په کار دي، په دې هکله یو لنډ غوندې عبارت چې ما پښتو ته را ژباړلی دی، درسره شریکوم. د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته یو جرمني د خپل هیواد په یوه مشهوره ورځپاڼه کې لیکلي و چې “ cricاې د جرمني سپیڅلو خلکو! تاسې ډیر سپیڅلي یاستی، تاسې ډیرښه یاستی، نن چې زه بې وسه یم، کار نه پیدا کیږي، ورځ تر بلې خرابیږم، هیله ده لاسنیوی مې وکړی. یو یو مارک (د هغه وخت د جرمني پولي واحد) د مرستې په ډول زما بانکي حساب ته ولیږی”. یوه میاشت وروسته همغه جرمني یوه بله لیکنه په نشر ورسوله. په هغې کې يې داسې لیکلي و “ زما لومړی تجربه بریالی شوه. اې د جرمني متخصصو، اې د جرمني سپیڅلو خلکو، که غواړی میلیونر شی، نوی کار وکړی، نوی نوښت وکړی. ما چې هیڅ نه لرل دا دی ستاسو د یو یو مارک مرسته کولو په وجه میلیونر شوم. ما کومه ځانګړي خواري نه ده کړي، یوازې مې یو نوی کار وکړ، ما به چې پخوا هر څومره کار کولو یا به مې له خلکو مرسته غوښته، هیڅکله هم نه میلیونر کیدم، علت يې دا و چې زما د کار کولو، زما د مرستې غوښتلو کړندود ناسم و. ما فکر وکړ او فکر مې پر مثبته لار رهنمايي کړ. که غواړی میلیونر شی، نو تاسو ته وایم چې نوی کار وکړی، نوی نوښت وکړی او نوی فکر وکړی”.

پوهیږم چې فکر کول اسانه کار نه دی، خو ایا داسې څه هم شته چې اسانه وي؟ د یوه ښه کار د بریالي کولو لپاره مو پر ماغزو فشار راوړی. زما په اند بهتره به دا وي چې د هر نوي کار له پیل څخه وړاندې لاندې پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړو.

  1. د څه لپاره يې ترسره کوم؟
  2. څنګه يې ترسره کړم؟
  3. په څومره موده کې به يې ترسره کړم؟
  4. چیرته يې ترسره کړم؟

د یادو شوو پوښتنو د ځوابولو وروسته اړینه ده چې له ځانه سره يې یو ځل د ګټې او توان محاسبه هم ترسره کړو. که ګټه له توان څخه پورته وه، شوني ده چې نوی کار مو پیل کړی. خو ددې برعکس که يې ګټه له توانه کمه وه، اړینه نه ده چې پر نوي کار باندې پیل وکړی. دا په دې مانا هم نه ده چې ګویا همدلته د پای ټکی ورته کیږدی، بلکې هڅه وکړی، یو ځل بیا ورته له سره شی او په بل کار باندې پیل وکړی.

که له مسلکي ستونزې سره مخ شوی، له مسلکي کس سره اړیکه ټینګه کړی، مشکل ته مو چې هر ډول وي د حل لاره پیدا او پای ته يي ورسوی. زه د طبعي منابعو په اداره او کنټرول، د کرنې سستمونو او د هغې په انجنیر کولو کې تر یوې کچې مهارت لرم، هر څوک چې غواړي په یادو شوو برخو کې د نوي کار اراده لري، دې همدې نوي کال په خوشحالی کې درسره هر ډول وړیا مرستې ته چمتو یم. راسره اړیکه ونیسی، هر ډول پوښتنه چې لری، په ازادانه ډول يې راڅخه وپوښتی.

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *