مجيد ژړاند-

غونډه چې د چهلرشنبې ماسپښين په دريو بجو، (د سلواغې د میاشتې له يوويشتمه) د ولايت مقام په تالار کې جوړه شوه، د دولتي ادارو استازو، د مدني او فرهنګي ټولنو استازو د کليوال ملګري ټولنې مشر او غړو هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

په پيل کې د حج او قافو ريس له لوري د قران پاک مبارک ايتونه تلاوت شول، ورپسې د غونډې پرانیستونکي وينا لپاره د غزني والي محمد امان حميم دريځ ته وبلل شو.

والي په پيل کې ګډون والو نه مننه وکړه، چې په غونډه کې يې ګډون کړی دی اغا ملوک سهار ته يې د نوښت مبارکي وويله، خو تر څنګ ځينې داسې خبرې هم له خولې راووتلې چې باید په دغه غونډه کې يې نه وای کړې.

محمد امان حميم د جاغوريو وړوکی مرتضی چې د پلاستيک په خلته يې د میسي نوم ليکلی و، ښاغلي د مرتضی دغه کړنه نوښت وباله او ويې ويل چې دغه ماشوم ستر نوښت کړی دی، حال دا چې دغه نوښت نه بلکې له يوچا نه تقليد و، خو ښاغلي اغا ملوک سهار د نړۍ په کچه د لمر بېساری سافټوير جوړ کړی دی.

ورپسې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي ډګر جنرال علي اکبر قاسمي هم خبرې وکړې او ددغه ستر نوښت مبارکي يې اغاملوک سهار او د نوموړي ملګرو ته وويله، هغه زياته کړه، دغه د ټول هيواد وياړ دی، چې ښاغلي اغاملوک سهار رامنځ ته کړی دی.

د ولايتي شورا ريس حميدالله نوروز هم دريځ ته وبلل شو، هغه هم خپلې ډېرې خبرې د غزني په ادارو کې د شته فساد پورې اړوند وې، خو ښاغلي اغاملوک سهار يې وستايه هغه يې د هيواد او په تېره بیا د غزني وياړ وبلل.

ورپسې د کليوال ملګري ټولنې غړي انجنير شهزاده عصيم د ښاغلي اغاملوک سهار د پېژندنې لپاره دريځ ته وبلل شو.

انجنير شهزاده عصيم وويل« اغاملوک سهار د غزني په مقر ولسوالي کې زېږېدلی، لومړنۍ زدکړې يې د مقر ولسوالي کې تر سره کړې او ثانوي زدکړو لپاره د کابل خوشال خان عالي لېسې ته لاړ، د کانکور له ازموينې وروسته يې د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړی دی، چې دا مهال د ياد پوهنځي د دريم کال محصل دی.

انجنير شهزاده عصيم وويل کليوال ملګري ټولنه وياړ لري، چې تل يې د کار خلک ستايلي دي، خو دا ځل ولايتي شورا هم د نوښتګر اغاملوک سهار په درنښت غونډه وکړه، چې منندوی يې يو.

وروسته اغاملوک سهار د خپل جوړشوي سافټوير په اړه مالومات د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل، چې د برخه والو له لوري يې تود هرکلی وشو.

د غونډې په پای کې اغاملوک سهار د ولايت له لوري په دريمه درجه ستاينليک ووياړل شو، همدارنګه د ولايتي شورا له لوري هم په ستاينليک ونازول شو.

غونډه مازيګر ناوخته د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *