ځینې وختونه د تحصیل پرمهال او یا هم د کار پرمهال د یوي پروژي ترسره کولو مسئولیت په غاړه اخلئ، خو ممکن د ناهيلۍ احساس وکړئ ، په اصل موضوع پوهېدل سخت او ستونزمن کار دی او انسان له سختو ستونزو سره مخ کوي، مګر دا هم لازمه نه ده چې تاسې ډیر وویریږئ، ځکه په دغه برخه کې ښه او تکړه نوښتګران هم کله کله له ستونزو سره مخ کېږي.

په هر حال ځینې تګلارې او روشونه شته چې خپل فکر پري په تکرار سره په کار واچوو او خپله فکري قوه پکار فعاله کړو تر څو غوره لارې چارې د ستونزو حل ته ومومو. لس(۱۰) هغه لارې چارې چې خپله فکري قوه پري تقویه کولی شو او مرسته راسره کولی شي چې نوښت او مخکې تګ رامنځته کړي.

۱- آرام(خوب):

هر مهال چې په یوه مسئله یا یوه کار ډېر تمرکز کوي نو پر ذهن مو مستقیم فشار واردېږي او بېلابېل افکار ستاسې ذهن ته راځي، خو هېڅ یو یې ستاسې لپاره ګټور نه تمامېږي او تاسې هدف ته نه شې رسولی، کله چې تاسې کوم کار ترسره کوئ لا په ستونزو کې ښکیل کېږي داسې حالت ته راځي چې د ښه او بد ترمنځ توپیر هم نه شي کولي چې له داسې حالت نه ټول خلک ځان ساتي.

که فکر کوئ چي هیڅ موضوع مو ذهن ته نه راځي نو کوم کار چې تاسې تر لاس لاندې لرئ متوقف کړئ او اسراحت وکړئ، خلک د استراحت لپاره مختلفې تګلارې او روشونه لري هره لاره چې تاسې ته غوره وي او د دوچارې څخه مو ژغوري ترسره کړئ. وروسته له اسراحت څخه بیرته خپل کار ته وګرځئ او هدف ته مو لار لنډه کړئ وبه ګورئ، څنګه مو ذهن متوازن شوی او ستونزي مو حل کېږي.

۲- فکري کشکمشونه مو مهار کړئ:

کله کله د فکري حجم زیاتوالی چې تر لاس لاندې کار سره هیڅ اړیکه نه لري او ستاسې فکر د نوي والي لپاره هیڅ چمتو نه وي نو لارښوونه کېږي ځانونه له فکري ګډوډۍ نه وساتئ. فقط اړتیا ده ارام ځای پېدا کړئ، کینئ او پر ارامه تنفس مو کنترول را ولئ، ذهنونه مو د نورو هر ډول غیري اړینو مسایلو چې ستاسې له کار سره اړخ نه لګوي خالې کړئ.

ارامه چاپیریال له تاسې سره مرسته کوي تر څو فکري ګډوډۍ مو کمې او د تر لاس لاندې کار لپاره مو ښه لاره در په ګوته کړي، هر څومره چې اړتیا وینې دغه حالت ته وخت ورکړئ تر څو په ښه فکر سره په خپل کار پسې وګرځئ.

۳- یادښت حتمي واخلئ:

یوه تیروتنه چې ډیر کسان یې مرتکب کېږي هغه دا چې، جالبې موضوع ګانې یې ذهن ته راغلي وي مګر له یاده يې وځي او هغه ځکه چې له ځان سره یې یادښت نه وي اخیستی. کله کله د جالبو موضوعاتو په اړه له داسې ځای نه معلومات ترلاسه کوئ چې اصلأ تاسې یې فکر هم نه شئ کولی او معمولأ د داسې موضوعاتو د عملې کولو لپاره اماده هم نه یاست نو د دې لپاره چې موضوعات مو له یاده ونه وځي هر وخت او هر ځای کې له ځان سره قلم او کتابچه ولرئ تر څو بغیر له کوم ځنډه خپل موضوعات یادښت کړئ البته د علاقې له مخي کولی شئ له هوشمند موبایل نه هم د یادښت کتابچې په توګه ګټه واخلئ.

۴-لړلیک چمتو کړئ:

ډیر کله موضوعات زمونږ په فکرونو کې راسره وي ولي نه پوهېږو چې له کوم ځای نه یې اغاز او پیل کړو؟ نو مهمه ده د موضوع اړوند مسایل مو د یو لړلیک یا فهرست په توګه تنظیم کړئ تر څو پوه شئ کوم کارونه لومړی او کوم کارونه ورپسې ترسره کړئ. هره موضوع شاید په څو خاصو مرحلو یا پړاوونو وویشئ. د مثال په توګه د یوه هیواد په اړه راپور کوئ نو لومړی جالبو نقطو پام وکړئ لکه د اشپزي، فرهنګ او نور چمتو کړئ او بیا یې په خپل راپور کې ځای پر ځای کړئ.

۵-مثبت فکره واوسئ:

منفي فکر د نوښت مخه نیسې او هر مهال د نورو تر انتقاد لاندې راځي، منفي بافي له نوښت او ابتکار سره په ټکر کې ده. هرکله ځان سر وایې چې کولی شئ دا کار ترسره کړئ تر څو په همدې اساس مو په خپل نفس بارو پېدا شي او توانېږي چې نویو موضوعاتو ته لاس رسی پېدا کړئ، خپل په محدودیتونو فکر مه کوئ یوازي خپلو قوي نقاطو ته مو پام ساتئ او مخته ځئ.

۶-توقعات مو لرې  پریږدئ:

له نورو څخه توقع او طمع کول مو د نوښت مخه نیسې او اضطراب د دې لامل کیدلی شي چې ستاسې پیل کړی کار په هماغه نطفه کې خنثی کړي. که چیري توقعات مو هیر کړئ او خپل حس نه کار واخلئ نو له خپل کار نه به راضي واوسئ او پدې ترتیب سره به مو خپل نوښت ته وزرونه ورکړي وي یوازي تاکید پر کیفیت کوئ او په جزیاتو پام ساتئ تر څو ستاسې نوښت ښکلی واوسي. هغه وخت چې ستاسې تمرکز په نتېجه باندې نه وي نو فکر ته مو د مخشوش کیدو فرصت په لاس ورځي.

۷- مطالعه وکړئ:

د ذهن د پراختیا لپاره یوه بهترینه لاره مطالعه ده کتاب، مجله، مقاله، انټرنیټې پانې او نور ستاسې په واک کې دي تر څو وتوانیږي ستاسې فکر ته د نوي نوښت قوه در وبخښي. مګر ټول کسان له مطالعې نه ګټه نه شي پورته کولی او که چیري تاسې هم له دې ډلې کسانو نه یاست نو بیا کوشش وکړي د ورځي په اوږدو کې مطالعې ته وخت ورکړئ تر څو په تدریجي توګه پر مطالعه عادت شئ. پکار ده ستاسې په خوا کې چې وضعیت دې څنګه دی .

۸-د موسیقۍ اورېدل:

که غواړي چې  نوښت او ابتکار رامنځته کړئ او د نوښت قوه مو فعالاه کړئ نو موسقي اورئ، هغه موسیقي واورئ کومه چې ستاسې خوښه او په زوق مو برابره وي دا تاسې سره مرسته کوي تر څو مو فکري تمرکز را ټول کړئ. د موسقي په اوریدو سره تاسې ته خوب درځي او خوب د فکري ارام لپاره اړین دی. ډیره لوړه او تیزه موسقي مه اورئ ځګه پر ذهن فشار واردوي او پر ځای د دې چې تاسې ته ارام در کړي لا مو ګنګس کوي.

۹-سفر وکړئ:

کله هم اړتیا وي چې ذهن مو نوښت او ابتکار لپاره چمتو شي نو  د ځای تغیر هم اړین وي او مرسته کوي تر څو نوي موضوعات پېدا او کار پري وکړي د سفر مهم والي په دې  کې دی چې تاسې له ټاکلې مقید ځای نه را وباسي دا سفر کېدای شي لنډ مهالي او یا هم د اوږدې مودي لپاره وي، مګر په هر حال هغه څه چې مهم دې هغه بلدتیا او پېژندګلوي ده او دا مرسته کوي چې نوي فکرونه او نوښتونه وکړئ.

۱۰-کنجکاو واوسئ:

هر وخت چې له یوه خنډ سره مخ کېږي نو باید فکر وکړي او د حلار پېدا کړئ، هیڅ کله ستونزو ته مه تسلېمږئ کنجکاوي او پلټنه تاسې سره ډیره لویه مرسته کوي. سوالونه وضع کړئ او د هغې لپاره د ځوابونو موندلو هڅه وکړئ، له ځان سره فرضيې جوړي کړئ ځګه دا چاره له تاسې سره د ذهن په فعالیدو کې خورا ډيره مرسته کوي او کولی شئ نوښتونه او ابتکارات رامنځته کړئ.

 ډېري نوري لارې چارې هم شته چې کولی شي له تاسې او مونږ سره د ذهن په فعالیدو کې مرسته وکړي او مونږ ته د نوښتونو فرصت را بخښې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *