لیکوال: کندار چري

دویمه او وروستۍ برخه

زړه ماتوونکو موانعو ته ارزښت مه ورکوئ او مخ کې ولاړ شئ:

ستاسو ذهني خلاقیت هغه وخت ګل کوي، چې ستاسو لپاره یوه مثبته فضا برابره وي.

هڅه وکړئ، چې ځان ته روحیه ورکړئ، که په کوم کار کې بریالي شوئ، ځان مو وستایئ او که بریالي نه شوئ، ځان ته ډاډ ورکړئ، چې نورې لارې چارې هم شته، چې په ترې ګټه اخیستو کولای شئ خپلې موخې ته ورسېږئ، نو له همدې کبله له مثبت فکره کسانو سره ناسته ولاړه ډیره ګټوره ده.

د ځان لپار ښه او  مشوق ملګري وټاکئ او هغه څه مو چې به ذهن کې راګرځي له داسې کسانو سره یې مه شریکوئ، چې منفي فکر لري، ځکه هغوی مو له خپله کاره زړه توري کوي.

د ښوونځي په دوران کې مې یو مهربانه ملګری درلود او تل به چې له هغه سره وم د خوښۍ احساس به مې درلود، له ټولو ښېګڼو سره سره هغه یوه ستونزه درلوده، چې آرمانګراه نه و او په خپلو منفي فکرونه سره به یې زما په ذهن کې ټوکېدلي لوی لوی فکرونه هم له خاورو سره خاورې کول.

کله به مې چې د خپلو موخو په اړه ورته خبره وکړه، نو ضرور به یې ورته یوخنډ پیداکولو او ویل به یې، چې دا کار ناشونې دی.

له ځانه سره مې وویل، چې نور ور سره خپلې موخې نه شریکوم، خو ملګري به تر یوه حده ور سره پالم.

له نیکه مرغه هوډ مې دومره قوي وو چې هر څه مې غوښتي خدای پاک ورته رسولی یم، خو تر ټولو راته مهمه دا وه، چې زه وتوانیدم د خپل ملګري فکر هم د خپل فکر په څېر کړم.

تل هڅه وکړئ، هغه څه، چې د ځان لپاره غوره بولئ د نورو لپاره یې هم غوره کړئ.

له ماتې مه وېرېږئ:

دا مه هېروئ، چې ماتې او ناکامۍ له هر کار سره ملګرې ده، خو هغه وېره، چې د بایللو مخکې ستاسو په زړه کې پیدا کېږي هغه زهرو ته ورته ده، چې ستاسو وجود فلجوي او  له حرکته یې غورځوي.

که مو سل ځله د «نه» غږ واورېد کېدای شي په یو سلو یو وم وار  د «هو» غږ واورئ، چې د دې غږ په اورېدلو سره به مو د وجود ټوله ستړیا له منځه ولاړه شي.

پوه شئ چي د هرې ستونزې لپاره حل لاره شته:

دا ځل چې له هرې پېښې او ستونزې سره مخ شوئ له ځانه سره و وایئ، چې پرته له یوې حل لارې نورې هم شته او دا کار باید هرو مرو تر سره شي.

په دې سره په پوره ډاډ عمل کوئ او  وایۍ، چې که له دې لارې دغه ستونزه حل نه شي بله لاره هم شته، همدا ده، چې تاسو په خپل ذهن کې خلاقیت او نوښت ته روزنه ورکړې ده.

د انرژۍ په سرچینه پسې وګرزئ:

کېدای شي هغه چاپېریال، چې تاسو په کې ژوند کوئ چندانې انګېزه بښوونکې نه وي، خو بې له شکه، چې داسې کسان او وسایل شته، چې تاسو ته انګېزه درکړي.

الهام بښوونکي کتابونه، او تکړه لیکوال ولولئ، د لویو استادانو شاګردي وکړئ، لوی مراسم لکه «اسکار» وګورئ، چې په هغې کې لویو لویوکسانو ته جایزې ورکول کېږي.

که موخه لرونکي او خلاق و اوسئ لرې نه ده، چې یوه ورځ به د نړۍ تر ټولو په مشهور کس بدل شئ.

د خلاقیت په چانس سره تاسو د ژوند لوړو څوکو ته ختلی شئ.

هڅه وکړئ ځان داسې ځای ته ورسوئ، چې لایق یې یئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *