تاند- د نوکیا نوی موبایل ټېلفون، چې ایکس ۷۱ نومېږي او کمره یې ۴۸ میګاپیکسله ده.

دا کمره د ایفون او سامسونګ ګلیکسي ایس ۱۰ سره د سیالۍ لپاره راایستل شوې ده.

دا موبایل ۶ اعشاریه ۴ اینچه دی. سکرین یا شیشه یې او ایل اي ډي ده. د ګوتې سینسر یې د اصلي کمرې په شاتنۍ برخه کې دی چې دا له نورو موبایلونو سره توپیر لري.

د اصلي ۴۸ میګاپیکسلي کمرې ترڅنګ یو ۸ میګا پیکسلي وایډ انګیل کمره او همداراز یو ژور ۵ میکاپیګسله سینسر لري چې د عکسونو د کیفیت له ښه کېدو سره مرسته کوي.

پراسیسر یې ۶۶۰ ډارګون سنپ، رم یې ۶ میګا بایټه، بېټرۍ یې ۳۵۰۰ میلي امپایره او میموري یا حافظه یې ۱۲۸ ګېګابایټه ده.

دا موبایل به په یوه میاشت کې خرڅلاو ته وړاندې شي او بیه به یې ۳۸۵ ډالره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *