یونس تنویر

(د اسطورې حقیقت او د ساینس تناقص)

زه د ذات او د وجود د ذرې عکس یم

را خلاصیږي د دار پړی زما دام ته

                                             (نوید زیری)

د ذات او وجود د وړاندې کولو شاعرانه تصویر، د مشاهدې د حالت انځورونه ده. مګر دغه انځورونه د شاعرۍ ژبه دومره لطیفه کړې چې یو مبهم تصویر راکوي. که دبیت په مضمون پوه و او که نه. خو د خپل حس درک مو،  یو شی ذهن ته دروي. دغه  یو اسطوري جوړښت وي. همدا شی ابهام رامنځته کوي. څوک چې په اسطورې، نه پوهیږي؛ نو هغو ته دا خبرې بې مانا ښکاري.

دا د شاعرانه ژبې خواص دي. که څوک ترې منکر وي، شعر دې نه لیکي. ځکه د شعري ذوق د را پارېدو چينه، همدغه نکته سنجي ده. اوس که څوک شعري ذوق نه بډایوي، نو شاعري دې نه کوي. ځکه د شعر خوند او د شعر مزاج همدا خبرې دي. هسې خو فیسبوک د ګپ تر ټولو خوندور شی دی. په هغه کې دې شاعري وکړي. شاعري خو د هجرې مجلس نه دی. بلکې یو داسې حقیقت دی چې،  که ساینس نور هم غټ شي، دغه حقیقت به درک نه کړي.

د زیري صیب د پورتني بیت کې اسطوري جوړښت د دار پړي ته دام اېښودل دي. هغه داسې چې دار خپله یو دام دی چې د منصور په غړۍ کې یې وینه وچه کړه. خو بیا دغه دام څنګه د دار له دامه زورور شو؟ خبره په همدې کې ده.

د هومر په الیاد او اودسه پهافسانوي حماسه کې د ټرای جګړه، یوه اسطوریي جګړه ده. اکلیز ته د همدغه جنګ لپاره افسانوي کردار ورکړل شوی و. ده ته خو ځکه، له ماشومتوبهپونده په هغه افسانوي اوبو کې ، نه وه لمده شوې.

د یونان د باچا لور په را وستلو کې د ټرای ښارته رسيږي. هلته یوافسانوي اس جوړوي. اس ددې ښار اوسېدونکي او واکمنان د ټرای ښار ته د ننه کوي. دشپې په لسګونو یوناني سپاهیانداکلیز په شمول  له اسه را ښکته کیږي. او د ټرای د باچا واکمني را پرځوي. اکلیز په همدې پونده ویشتل کیږي او مري.

په ځینو اسطوريي داستانونو کې مار ګیر تل په پونده چېچل شوی وي. او ترې مړ وي. نو ادب که څه هم اسطوره را منځته کړې ده. مګر د مرګ د مخنوي هڅه یې، نه ده کړې.

خو ساینس دا نه مني. د ساینس دلیل دا دی چې د بدن تر ټولو برخو د پوندې پستکی غوټ او ډبل دی. او ساینس به دا هم وایي چې

د دار پړي ته په تړلو لاسو، منصور ور روان دی؛ نو بیا  دغه دام څنګه زورور ونه ګڼو؟ یانې د دار پړي ته به څنګه د دام د اېښودلو دعوه حقیقت ولري؟

ساینس خو همدلته له حقیقته ټوپ اچوي. او بیا پړه پر شاعرۍ اړوي. چې دوی له حقیقته لرې خبرې کوي.

خو د شاعرۍ دلیل دا دی چې ( زه د ذات او د وجود د زرې عکس یم). هغه داسې چې  ذات متصف بالوجود دی. (دا څه چې موږ محسوس کوو. دا د قدرت مظاهر دي. کوم ته چې موږ مکان  وایو. دا دهغه د صفت مظاهر دي. چې بیخي اضافي حیثیت لري. په دغه مکان کې چې کوم انساني وجود دی هغه د خپل صانع په څېر د زمان او مکان دواړو مجموعه ده. چې مادي جسم یې مکان او د هغه روح یا انا د زمان حیثیت لري.)(حمزه بابا، غنچک، ۷۷ مخ.)

او زیري صیب خو ځکه د ذات د ذرې عکس ځان ګڼي. چې مري، نو خپل اصل ته به ورځي.

دار پړی، خو د خلکو په لاسونو جوړ وي.او زه به له دې خلکو دمخه خپل اصل ته ور ځم. ځکه چېزه ، لهدې خلکونه د مخه زندۍ کیږم.او دوی به له ما وروسته مري. دوی خو د اصل له دې مشاهدې خبر نه دي. نو ځکه مې په دار خېږوي. نو اوس دغه دار د چا لپاره دام شو؟

څو یهود رسول اکرم (ص) ته راغلل. او ورته ویې ویل چې موږ مسلمانان یو. نو خدای (ج)په خپل نبي (ص) باندې د جبراییل امین په واسطه، وحې نازله کړه. او ورته ویې ویل چې اې د خدای رسوله! دوی ته ووایه چې که چېرې تاسې مسلمانان وۍ، نو د خدای (ج)څخه دمرګ تمنا وکړئ. مګر یهود د مرګ څخه زیاته وېره لري. او په شا شول.

 په اوسنۍ معاصر زمانه کې یهودو د مرګ څخه دبچېدلو لپاره داسې ساینۍ وسایل جوړ کړل چې خپله پکې ښکیل شوي دي.مثلاً:  اتوم انسان وژن. وسله خپل او پردی نه پېژني.او همداسې نور شیان….

دغه د وېرې حالت یهود، دې ته مجبور کړي چې وژنکي شیان جوړ کړي. دوی فکر کوي چې مرګ د انسان له لاسه دی. خو د روح اخیستل یواځې د خدای (ج) حکم دی.او د هغه سره خو د جګړې زور هیڅوک هم، نه لري. ځکه چې هغه خو، خالق ذات دی. نو که ساینس دغه حقیقت درک کولای شوای؛ نن به یې وژونکي شیان، نه جوړول. په انسانانو کې به محبت و. انسان وژل به، نه و. ټولو به د خدای (ج)ثنا ویله. ځکه چې اسلام د سولې دین دی. د انسانیت دین دی. دخواخوږۍ دین دی. خو ساینس دا حقیقت چېرې هم درک نه کړ. هغه و چې جنګونه رامنځته شول. یو دبل سره مادي سیالي رامنځته شوې. کنه د کافرو ادب هم یو څه همدغه دمرګ څخه د، نه خلاصون لاره، درک کړې وه. خو ساینس یواځې د همدې لپاره رامنځته شو چې مسلمانان وځپي.

خو مسلمانان د صوفیانه ذکر یو داسې مزاج لري، چې ډېر جذباتي دی. او تل یې سرونه د حق په لاره کې شېندلي دي. تاسې د زیري صیب دا بیت وګورئ:

دې حالت ته ایینې واړه ګونګۍ شي

زه چې څڼې غورځومه د چا نام ته

او یا د حق د نوم په اخیستلو سره یې مینه، دومر جذباتي شي چې ریا یې بیخي هېره شي. او په ښکاره ناري وهي. نو دغه حالت طبعاً له عقله زورور وي. چې زیری صیب یې په دې مجبور کړی دی چې وایي:

په دې لار کې دې زوال هم غټ کمال دی

عقله اوسه تابعدار د عشق مقام ته

                                       (نوید زیری)

دا خبره څه نوې خبره نه ده. لا پخوا مو هم همدا مقام ستایلی دی. تاسې یې دا بیت د نمونې لپاره وګورئ:

مینه مې هر شي کې خط وخال د جانان ویني

عقل مې تر اوسه خپل صنم نه پېژني

   (طاهر کلاچوی)

نو د یهودو وېره به څنګه له مسلمانانو څخه نه وي. ددوی لپاره موږ اوس هم د مرګ وسیله ښکارو.دوی سخت ناقص العقل دي. او موږ هم همدې ته مجبوروي چې د دوی په مقابل کې  دې لاهوتي ناره وکړو.

هغه یوه کیسه ده چې موچۍ خوړلی د مار له وېرې مري. هغه د شپون کیسه ده چې د ونې لاندې پروت و. نو مار چیچلی و. چې را پورته شو، نو مار یې ونه لیده. او د موچۍ بنګ یې له غوږونو شو.

او بیا چې موچۍ چیچلی و، نو مار یې لیدلی و، چې دده په خوا کې دی. نو له یرې مړ شو. یهود چې د مسلمان په لاس کې مسواک هم وګوري یریږي چې غاښونه راته تېره کوي. خو په خپلو منځونو کې له اتومه هم یره نه لري.

موږ کافرانو ته وایو چې موږ وژونکي نه یو. دا ستاسو ویره ده. او تاسو خو زموږ سره دښمني، نه پالۍ.بلکې ستاسو دښمني له خدای (ج) سره ده. او دهغه سره ښمني کول، هم په دېدنیا زوال دی او هم په هغې دنیا. نو تاسې دخدای (ج) دوستان شئ. او موږ به هم دوستي در سره وپالو.تاسې د هغه نیکې لارې ته راشئ. دغه ساینسي وسایل، تاسو له مرګه  نه شي  خلاصولای.

کنه موږ به هم خدای (ج) ستاسو په مرض اخته کړي، چې تاسې د خدای (ج) سره دوښمني کوئ او موږ د له تاسو سره دوستي وکړو. او دا چیرې هم کیدای نه شي.

پای

اخځلیکونه:

۱- غنچک ،دحمزه بابا ملفو ظات ،تحقیق او تر تیب کلیم شینواری،پاک امارات پښتو ادبي ټولنه دوبۍ،چاپ کال،۲۰۱۳.

—————————–

د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *