۱حقیقت
کورونا وایروس تر دې دمه کوم واکسین نه لری او نه یې پر وړاندې کومه دوا موثره واقع شوی ده.

۲ حقیقت
کورونا د هر عمر خلک مبتلا کولای شي خو زیات عمر لرونکي او هغه کسان چې د شکرې ناروغي، دزړه او رګونو ناروغۍ او یا د تنفسي سیستم ناروغۍ لکه ساه بندي ولری زر راپرځوي.

۳ حقیقت
د کورونا نه روغ شوی کسان دا مانا نه لري چې ناروغي به ټول عمر ورسره وي (د کرکې وړ نه دی) او د کورونا نه روغ شوی کسان ښایی بیا په نوموړی وایروس اخته شی.

۴ حقیقت
کورونا وایروس د ۴جي او تیلفوني اړیکو دلارې نه نقل کیږي.

۵ حقیقت
لمر یا د ۲۵ سانتی ګراید نه پورته ګرم محیط تاسو د کورونا نه نه شي ساتلی..

۶ حقیقت
دا چې هڅه کوی د لسو ثانیو لپاره ساه ایسارولی شي
(پرنجی او ټوخي ونه کړی) دا مانا نه لري چې تاسو په کورونا اخته نه یاست.

۷ حقیقت
د الکولو څښل تاسو د کورونا نه نه ژغوري بلکې روغتیا ته مو زیان رسوي.

۸ حقیقت
کورونا په مرطوب او یا ګرم محیط کې هم خپریدای شي.

۹ حقیقت
ساړه یا واوره کورونا له مینځه نه شي وړی.

۱۰ حقیقت
په ګرمو اوبو لمبل تاسو له کرونا نه شی ساتلای.

۱۱ حقیقت
کورونا د عوماشو په واسطه نه انتقالیږي .
په دې اړه مالومات کمزوری دی.

۱۲ حقیقت
ګرمې بخارۍ ته لاسونه وچول کورونا له مینځه نه شی وړای.

۱۳ حقیقت
د الترا وایلت شعاع لایټونه چې په کلینیکونو کې استعمالیږي د کورونا وایروس لپاره ضد غفوني نه دي.

۱۴ حقیقت
په بدن د الکولو سپرې او یا کلورینو استعمال کورونا نه وژني بلکې د پوزې، خولې او سترګو میوکوزا ته مو توان رسوي. خو په سطحو استعمال یې د کورونا وایروس له میڼځه وړی شي.

۱۵ حقیقت
د نمونیا (سکاروی) واکسین د کورونا لپاره واکسین نه دي. کورونا تر اوسه واکسین نه لری.

۱۶ حقیقت
د مالګې او سالین غرغړه د کورونا ویروس لپاره مفیده نه ده .
۱۷حقیقت
تر اوسه نه ده ثابته شوی چې د هوږې خوراک دې کورونا ته ګټه ولري خو هوږه د ځینو مکرونو ضد تاثیر لري.

۱۸ حقیقت
انتي بیوتیک د کورونا په وړاندې کار نه کوي یواځې د ثانوي بکتریایی انتان په صورت کې ناروغانو ته ورکول کیږي.

۱۹حقیقت
هغه اله چې تاسو پرې په ټنډه سکن کیږی یواځې د کورونا د اعراضو په صورت کې ستاسو تبه ګوري
تبه نه لرل دا مانا نه لري چې تاسو په کورونا نه یاست اخته بلکې له ددوو نه تر څوارلسو ورځو پورې کورونا ستاسو په وجود کې خاموشه پاتې کیدای اونورو ته انتقال کیدای شي .

۲۰ حقیقت
کورونا داوبو اوصابون په واسطه په شلو ثانیو کې ستاسو له لاسونو پاکیدای او له مینځه تلای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *