یو ځوان ډېر کلونه د یو انځورګر سره د انځورګرۍ د زده کړې په پار تېر کړل، تر دې چې د انځورګرۍ ټول فن او هنر یې زده کړ.

استاد یې ورته وویل، ته نور پوره انځورګر او استاد شوی یې نور داسې څه له ماسره نه شته چې تاته یې در زده کړم.

د ځوان فکر ورسېد چې رښتیا هم یې ډېر څه زده کړي، نو یې یو ښکلی انځور وکښه او هغه یې د ښار په منځ کې د نندارې لپاره کېښود، ترڅنګ یې ورسره قلمونه او رنګ هم کېښودل او له لیدونکو یې وغوښتل چې  په انځور کې  تېروتنې د x په علامه نښه کړي.

چې د ماښام خړه خورېده ځوان راغی چې ګوري ټوله تابلو یې نښې نښې شوې له خپګان یې سر ځوړند شو. استاد ته لاړ.

استاد یې وویل: ایا کولای شې هماغه انځور راته هماغسې بیا هم  وکښې؟

ځوان لاس په کار شو او انځور یې بیا وکښه، استاد یې همدا انځور په هماغه بازار کې کېښود، قلم او رنګ یې ورسره کېښود، خو دا ځل یې د انځور سره دا کرښې ولیکلې: (که چېرې د انځور په کومه برخه کې نظر لرئ په دې رنګ او قلم یې اصلاح کړئ.)

ماښام دواړه راوګرځېدل، ګوري پر تابلو د چا لاس هم نه دی لګېدلی. استاد ځوان ته وویل:

(( ټول انسانان د نیوکې ځواک لري، مګر د سمون او اصلاح جرئت نه لري)

اکټوبر۲۰۱۵/۱۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *