نېلسن منډېلا په ۱۹۱۸ کال د سوېلي افریقا د ختیځې سیمې په یوه واړه کلي کې زېږېدلی او د مدیبا قوم سره یې تعلق درلود.
نېلسن منډېلا نهه کلن وو چې پلاريې ومړ د نوموړي پلار د تېمبوشاهي کورنۍ سلاکار و چې وروسته له هغه د ده پالنه د تېمبو قوم مشر ته و سپارل شوه.
ښاغلی منډېلا په ۱۹۴۳ کې په افریقايي ګانګرېس یا (ANC) کې د یوه فعال په توګه شامل شو. وروسته نوموړی د ANC د ځوانانو د څانکې د بنسټ ایښودونکي مشر وټاکل شو.
په ۱۹۵۶ کې په ستر خيانت تورن شو، خو تورونه يې له څلور کلنې محاکمې وروسته وغورځول شول. په ۱۹۶۲ کې ونيول شو، په پارونو او هم له پاسپورټ پرته د هېواد په پرېښودو محکوم شو، ورسره په پنځه کاله بند محکوم شو
د نژادي تبعیض یا اپارتاید سیسټم پر ضد مقاومت هغه وخت لا نور زیات شو سپین پوستو نوي قوانین منظور کړل چې یوه لاجمنه ماده یې دا وه چې تور پوستي چېرې د کار او اوسېدو اجازه نه لري په ۱۹۶۴ کې په ورانکارۍ تورن شو او د عمر بند سزا ورکړل شوه.
کله چې نو موړی په بند کې وو نو نړیوالو ته د دې اجازه نه وه، چې له ده سره لېده نه وکړي او یايي هم انځورونه په بند کې واخلي دا ځکه چې د جنوبي افریقا حکومت ور باندې بندیز لګولی و.
له ده سره يې وفادار ملګري لکه: والټر سيسولو، احمد کاتراډا او ګوام مبېکي هم په ورته برخليک کې ملګري او شريک وو. د (بي سېکشن) په نامه بنديان چې د سياسي فعاليت له امله بند کې اچول شوي وو، درانه او سخت کارونه هم پرې کېدل. دوی په ۱۹۶۵ کال کې په دغه ټاپو کې د ډبرو توږنې کار پيل کړ، دا يوه داسې سزا وه چې په وروستي ژوند کې يې د منډېلا د سترګو پر ليد اغېز وکړ.
د ۱۹۶۸ او ۱۹۶۹ تر منځ د ۱۲ میاشتو په موده کې هغه د ډېرو کړاوونو سره مخامخ شو. لومړی یې مور مړه شوه او وروسته یې زوی د موټر په ټکر کې ومړ خو منډېلا ته اجازه ور نه کړل شوه چې د مور او زوی په جنازو کې ګډون وکړي.
منډېلا په ۱۹۶۹ کال کې يو جدي ګوزار سره مخامخ شو، کله يې چې مشر زوی (تېمبېکيلي)د موټر ټکر پېښه کې ووژل شو، او منډېلا ته اجازه ورنه کړل شوه، چې جنازې ته يې ورشي. د ۱۹۷۵ کال جولای کې يې په زندان کې د خپل ژوندليک په ليکنه پيل وکړ، چې يو کال وروسته يې بشپړ کړ، او بيا يې د يو ملګري بندي له لوري په پټه له زندان وايست.
په ۱۹۸۹ کال و چې ولسمشر بوتا د زړه حملې له امله واک پرېښود، او سمون پالی (اېف ډبليو ډي کلېرک) ولسمشر شو او هغه په خپل حکومت کې کلکه پرېکړه وکړه چې منډېلا دې پرته له کوم شرط نه خوشي کړي.
له دې سره د جنوبي افريقا تاريخ کې د بدلون پاڼه واوښته، او منډېلا په ۱۹۹۰ کې له زندان ازاد شو له ازادی سره سم بېرته يې د سیاست و ډګر ته مخه کړه .
نېلسن منډېلا ته په ۱۹۹۳ کال د نوبل جايزه ورکړل شوه، او په ۱۹۹۴ کال کې د جنوبي افريقا لومړی تورپوستی ولسمشر وټاکل شو. د ولسمشر په توګه له ۵ کلونو پاتې کېدو وروسته یې په ۱۹۹۹ کال کې د ولسمشرۍ د څوکۍ نه د استعفا ورکړه .
په ۲۰۰۱ کې يې د پروسټاټ سرطان ناروغۍ تشخيص وشو او ۲۰۰۴ کې له عامه ژوند په کور کښناست په ۲۰۰۵ کې يې د اېډز ناروغی له امله خپل زوی له لاسه ورکړ.
له دې وسته يي د اېچ اې وي او اېډز ناروغۍ پرضد د کمپاین تر څنګ د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د نړیوال جام کوربه هم شو.
یوه ورځ یو خبریال له منډېلا نه تپوس کړی وو، کله چې ته مړ شي ته غواړې چې تا خلک په کوم نوم یاد کړي؟
ده وویل: زه غواړم خلک مې ورسته له مرګه وو ايي چې منډېلا هغه څوک وو چې د ځمکې پر مخ يې خپله دنده تر سره کړې ده.
بلاخره د ۲۰۱۳ کال د سمبر پر ۵ مه د عدالت اتل او د انساني عزت، برابرۍ مبارز نېلسن منډېلا د ۹۵ کلنۍ په عمر له فاني نړۍ نه سترګې پټي کړې .