نيټه ۱۹ سپتمبر ۲۰۱۷
د نړېوالې ټولنې ټولنغوڼډی (عمومی اسمبلی) ګډونوالو د پام وړ!
د خپلواکو ملتونو خپلواکو استازو!
مشرانو، د نړيوالی ټولنې د عمومی اجلاس مشر اومشرتابه هيات!
ښاغلو او آغلو!
ورونو او خويندو!
سلام او عليکم ورحمته الله وبرکاته
عزتمندو!
څرنګه چې د بشري ټولنې هروګړی د عزتمنداو سوله ايز ژوند حق لري ، پښتانه د دې ټولنئ يو جز ده، تاسو ته مالومه ده چې پښتنو پر ځمکه د استعمار کرښه له کلونو راهيسی راښکل شوی ده چی د دوی وجود يې ټوټه کړی ده ، پښتانه د کلونو راهيسی د استعمار، استثمار، اشغال، استعمال په ترڅ کې د خپل طبيعی او نړيوالو حقوقو نه بی برخه شوی عظيم ولس ده.
اوس محال پښتو د زندان او ګورستان ژبه ګرځيدلی، د پښتنو ځوانان هره ورځ په راز راز بهانو وژل کيږی، د پښتنو کورونو، کرنيزو ځمکو، تاسيساتو تخريب په منظمه بڼه روان ده، د پښتنو سيستماتيک اشغال او ژنو سايد په هکله د نړيوالی ټولنې او بشری حقوقو د ملاتړ ټولنو خاموشی د زغم نده.
تاسو ته مالومه ده چی په وزيرستان، هلمند، ننګرهار، کويټه، سواټ، دير، باجوړ ، مهممنداو نورو پښتون ميښتو سيمو کې د پښتنو عام وژنه ، په زور کوچونه، چور او تالان، د ځمکو غضب او بشری جرايمو او حکومتی تروريزم روان ده، دا نسل وژنه ستاسو د سترګو لاندې او درسنيو په سانسور پرمخ وړل کيږی.
ددې بشری ناورين چې کلونه کلونه کيږی دوام لری اصلی قربانيان پښتانه په خاصه توګه ښځی، ماشومان دی، هره ورځ سلهاوې خويندې خپل ورورنه له لاسه ورکوی، هره ورځ يوه ښځه خپل خاوند له لاسه ورکوی، هره ورځ د پښتنو مورد غم په ټغر ناسته وی. هره ورځ پښتون بچی خپل پلار له لاسه ورکوی، هره ورځ د پښتنو پلار خپل بچی ګورستان ته جنازه روانه وی…
هره ورځ د پښتنو په ځمکه د استعمار کرښه د پنجاپی انګريز ښکيلاک لخوا د خندق، اغزن تار، ديوال او دروازې، جبري شناختی کارتونو او ويزو په بڼه پښتنو باندی تپل کيږی، مونږ د هرراز استعماری کرښو په وړاندې خپل د مظلوميت غږ پورته کړی که هغه ډيورند کرغيړنه کرښه وی او که د چمن ، تورخم دروازه وی او يا هم پښتون مېشتو سيمو کی د پښتنو عام وژنه…
مونږ د يو سوله غوښتونکی عظيم ملت په توګه خپل اساسی، بشری حقوق غوښتلو حق لرو، په خپله خاوره د کابل او اسلام اباد اداری استعماری کرښی نه منو ، بارډرمنجمنت، تروريزم پر ضد تصنعی ناتمامه جګړه، طالب، اربکی، مجاهد او کمونست ترنامه د جهاد او مقاومت تر عنوان د پښتنو د عام وژنی شوم پلانونه غندو او ژر ترژره يي د بندولو غوښتونکې يو.
پښتون ملت او د پښتونستان تحريک مبارزين په خپل افغانی هويت وياړی او له آموتراباسينه خپل پلارنی ټاټوبی بولی او ملی حاکميت، ځمکنې بشپړتيا، ملي ګټو ، نړيوالو اصولو اوحقوقو ته ژمن دی، او دهرراز تجزيې ، تعصب پرخلاف په کلکه دريږی او خپل حقه حقوق د ملی يووالی په فضا کې سوله ايزه بڼه غواړی.
هيڅ استعماری حکومت دا حق نلری چی هيڅ پښتون افغان له خپل تابعيت نه محروم کړی او همداشان ورباندی د استعمار کرښه ديورند وتپی، مونږ سرحد مارګله اوجيهلم ده ، په دی هکله د پښتنو دريځ واضح ده او هيچاته حق نه ورکوو چی پښتون قام د خپل تاريخی، شرعی او قانونی حقوقی حق نه محروم کړی او ورته په خپله خوښه سرحدونه وټاکی، نيمو ته يی افغان ووايی اونيم نور په پنجابيانو خرڅ کړی او ورته د بل نامشروع حکومت نوم ورکړی. مونږ ته ټول پښتانه له پاميره تر بولانه او له اټکه تر مشهده افغانان دی. ډيورند کرغيړنی استعماری نامشروع کرښی هاخوا تراټکه پښتانه به يا د خپلواک نيم افغانستان جز کيږی او يا به دټولو پښتنو لپاره پښتونستان جوړول اړين کيږی او خپله خاوره خپل اختيار زمونږ طبيعی حق ده.
دهر راز پټو او مالومداره معاملو په ترڅ کې د ويزو جبری کول، خندقونه، اغزن سيم او دروازو جوړول په پښتنو غير حقوقی او ناقانونه غير مشروع او د نړيوالو اصولو مخالف عمل بولو او له بشری ټولنی غواړو چی په دی تړاو د پښتون قام حقانيت ته پام کي لرو کابل اواسلام آباد اداره مجبوره کړی ترڅو له داسی کرغيړنو کړنو لاس واخلی او کنه په وړاندی يي دريدل زمونږ طبيعی حق ده په خپل کور د بل چا خندق، سرحد، اغزن سيم او دروازه نه منو اونه هم د چا شناختی کارت، پاسپورت ته رسميت ورکوو، په خپل کور کی د خپل ځان قنسلګری (پيښور او کويټه کی افغان قنسلګري) نه منو او د ژر بنديدو غوښتنه يي کوو. پښتون ملت داسی کاغذی کرښی او برلين ډيوالونه پر خپله خاوره او خپله سينه نه مني او ټول پښتون ولس يو وجود او يو تن بولي .
د کلونو راهيسی د پښتنو په کلتور، ژبې، لباس، هويت، دين، مفکوری ملڼدی وهل کيږی او سيستماتيک استعماری توهين ورته روان ده چې حکومتي تروريزم پکي دخيل ګڼو، د پښتنو ملی مشرانو توهين، تحقير، بدنامول د زغم او حوصلی نه بهر کار ده، له نړيوالی ټولنې او هيوادونو غوښتنه کوو چی هغه اشخاص، کړيو سره قانونی چلندوکړی چې ددوی په هيوادونو کی استوګن دی او د سايبر تروريزم او رواني جګړی له لياری د پښتنو پرضد په منظم او سيستماتيک شکل تبليغات کوی، هويت باندی ملندی وهی او ديو پټ سنګر په ټوګه ځينې ګټه اخلی.
مونږ په دی عقيده يو او ايمان لرو چی هرپښتو ژبی پښتون ندی او د پښتنو استازيتوب نشی کولای او نه هر تروريستی ، عقيدوی او غير عقيدوی غورځنګونه د پښتنو استازيتوب کولای شی، پښتانه يو عظيم سوله غوښتونکۍ ملت ده چی په خپل کور او کلی کی د سوله ايز ژوند لپاره هڅه کوی. ددين ، مفکوری او ايزم حکومتی او غير حکومتی ټيکه داران دپښتنو استازيتوب نشی کولای او نه هم بايد هرپښتون ته د تروريست په سترګه وکتل شی، د کلونو راهيسی د کرښی دواړه خوا نړيوالې ټولنې، سفارت خونو، مرستندويه ټولنو د پښتنو سره د مور اوميری په ټوګه تبعيض آميزه چلند کړی ده.
هره انکشافی پروژه، مرسته د پښتنو په سيمو حرامه ده، سيمه په طبيعی بڼه د حکومتی تروريزم له خوا نا امنه شی او د پروژو د تطييق ساحه او د پښتنو حقوق نوروته ورکول کيږی، د نړيوالی ټولنی، خيريه مرستندويه ټولنو، حکومتی پروژو سيستماتيک تبعيض نه يوازی د بشری حقوقو پرضد عمل کاربولو، بلکه د يو عظيم ملت سره ستره جفا بولو.
مونږ د يو ستر قام په ټوګه د نړيوالی ټولنی د پرمختيايې اهدافو (د فقر او ولګی ختمول، ښه ژوند او روغتيا، باکيفيته پوه او تعليمی نظام، په مورنې ژبه زده کړی، د جنسيت تعادل اومساوات او دښځو حقوق، اوبورسولو او څښاک اوبوته لاسرسی، انرژی، تکنالوژی ته د لاسرسی حق، کارکولو حق، عدالت ته لاسرسی، محفوظه ټولنه او پرامنه ښار اوکلی، پاک چاپيريال، سوله ايز ژوندکولو حق) ترچتر لاندې نه راځو ، ځکه تراوسه د استعمار، استعمال، اشغال او جبر تر سيوری ژوند تيروو. د خپلو طبيعی زيرمو د چور او تالان مخنيوی حق لرو او خپلو منابعو نه د معقولی ګټه اخيستنی لپاره د سولی او امنيت اړين بولو او دحکومتی تروريزم ژر ترژره د بنديدو غوښتونکې يو.
نړيواله ټولنه، رسنې، د هيوادونو استازو چوپتيا تراوسه د پښتنو په سيستماتيکه وژنه د زغم وړ نده، مونږ هم ستاسو په شان بشر يو او د سوله ايز ژوند حق لرو، پښتانه ځوانان هره ورځ په زندانو کې اچول کيږی او د راز راز بی عدالتيو ښکار دی.
هرپښتون حق لري خپل پلارنی هيواد کی د ځمکې خاوند اوسی خو اوس يي ځمکه د زورواکو لخوا ضبط او غضب ده، په بچيو يې راز راز ټاپی لګول کيږی ، په زور د خپل کور پريښودولو ته اړکيږی، په سيمه اوکلی کې د حکومتی تروريزم، طالب، اربکی، مجاهد په نامه د جنګ او جګړی ښکار ګرزی او وژل کيږی.
د پښتنو په سيمو کی راز راز جنګی جرايم لکه بشری قاچاق، د مخدره موادو کښت، د لرګيو قاچاق، د نړيوالو مخربو عناصرو او تروريستی ډلو او ټپلو ځای په ځای کول، ظلم، غصب،تيری، وژنه، حلالول، توهين، تحقير، روانی جګړه، جنګی اقتصاد، د ښوونځيو او عامه تاسيساتو تخريب، حکومتی تروريزم، فکری او د جهادی تنظيمونو تپل دا هريو د استعمار او اشغال هغه ژنوسايدی پروژی دی چی تراوسه پری نړيوالی ټولنی، خپلواکو هيوادونو، مرستندونه ټولنو، بشری ملاتړ موسساتو سترګې پټې کړی او په دی ناورين کی شريک دی. ، پښتنون نه ترهګروو ، نه پکی ترهګر شته، مونږ د منګی، رباب، ګودر او شپيلی خلک يوو او ژوند سره مينه لرو، بشر سره مينه کوو، حقوقو ته يې احترام کوو، پرچامو تراوسه تيری ندې کړی خو کلونه کلونه هرهيواد خپل استعماری قوت دلته آزمايلې ده.
د نړيوالی ټولنې د پام وړ بله خبره داده چی د تروريزم پر ضد د جګړی قربانيان يوازی پښتانه دی او هر راز پرمختللی وسله د پښتنو په سيمو کی آزمايښت کيږی، د پرمختللو بمونو د استعمال دمخنيوی لپاره له تاسو سوله غوښتونکو او آزادو ملتونو غوښتنه کوو چی د خپلې خپلواکی نه په ګټه اخيستنه زمونږ د مظلوميت غږ نړيوالوته پورته کړی، ځکه حکومتی تروريزم، طالب، داعش، اربکی، مجاهد له يو آدرسه تمويل، تجهيز او لوژستيک کيږی. تروريزم ضد جګړه کی يوازی د پښتنو کور وران دی، اقتصاد ته يی تاوان رسيدلی، بچی يی له تعليمه شاته پاتی ده، صحت او زراعت ته يی پوره تاوان رسيدلی،،، په روانی ناروغيو اخته شوی…
مونږ پنجاب سره کوم استخباراتی، امنيتی ، اقتصادی، نظامی تفاهم ليک يا قرارداد ته ځان ژمن نه بولو.. ترهغه چی پنجاب زمونږ له خاوری په شاه نشی او د SOP او باردرمنجمنت خبری ورسره د اټک او اباسين په کنارو کوو، همداشان مونږ ته په پيښور، کوټه کی د افغانستان په نوم چی کومی قنسلګری جوړی شوی د منلو ندی او انګريز جوړی کړی دی،،، دا دانګريز استخباراتی عملياتی مراکز دی او ژر ترژره يي د بنديدلو غوښتنه کوو، همدا شان د FCR او ضرب شيطان (عضب) په نامه کوم عمليات چی پنجاب شروع کړی او په واسطه يي د فارورد استراتيژی په ترڅ کی پښتانه وژنی بنديدو غوښتونکي يو او منفورپنجابی پاکستانی تروريستی
پوځ د بيرته شاتګ غوښتنه کوو او په وړاندی يي مبارزه خپل طبيعی تاريخی حق بولو. مونږ ته د اسلام اباد او کابل ادارو، بهرنيو چارو وزارت خونو کی، سفارتونو کی ، ملل متحد کی پښتون دښمنه کسان کينول شوی او هره ورځ د پښتنو پرملا د کرغيړنی کرښی نازيزم او فاشيزم هيتلری اصولو پربنسټ پټی معاملی کيږی او د پښتنو د عام وژنی په مقابل کی سترګې پتوی.
مونږ د هلمند، وزيرستان، کندز، بغلان دندغوری، فارياب پښتون کوټ، سوات، کراچی، لويه پکتيا، لوی ننګرهار ..قندهار، هرات او غزنی سيموکی د پښتنو عام وژنی پوره احتجاج کوو، د پښتنو د ښوونځيو د سوزولو پوښتنه کوو، د پښتون بچی په لاس کی د ټوپک ورکولو په خلاف يو،،،مونږ د پښتنو سيمو د داکترانو، علماوو، ملايانو، طالبانو، ښوونکو، روزونکو، زده کوونکو، قومی مخورو، سپين ږيرو، کوندو او بی وزلو کسانو عام وژنه په مقابل کی په کلکه احتجاج کوو او له تاسو خپلواکو ملتونو غوښتنه کووچی زمونږ د مظلوميت غږ خپل ملت ته ورسوی. پښتنو ته د طالب، مجاهد، کمونست، تروريست، انفجاری، انتحاری، فاشيست، قبيله وی، کوچی، … په نامه ا وليبل د زندان او ګورستان حکم ورکول جنګی جرايم بولو او په وړاندی يي دريدل فرض بولو.
زمونږ مشران يا ترور شول، ياسبوتاژ شول، يا په زندان کی واچول شول، يا له وطنه تبعيد شول، ياورته راز راز دسيسی جوړی شوی ، د ځوانو رهبرانو مخنيوی په استخباراتی او سيستماتيک بڼه روان ده چی د زغم وړ نه ده…مونږ د خپلی خاوری، خپل قام، خپلی ژبی، خپلو ملی شتمنيو اختيار په خپل لاس کی غواړو اونيسو يی اود ځمکنيو زيرمو چور اوتالان مقابل کی اواز اوچتوو..د دولتی ځمکو د مافيای غصب مقابل کی اواز پورته کوو… مونږ د توريدی اقتصاد نه ستړی يو، ځانته فابريکه غواړو، خانته توليد غواړو،،هم خام مواد لرو او هم يی بشری قوا.. پښتنو عام وژنه غندو، په مقابل کی اواز اوچتوو، احتجاج کوو، او هم د بی ځايه او بی کوره شوی مهاجرو پښتنو د باعزته ستنيدو غوښتوونکی يو..
له نړيوالی ټولنی، بهرنيو کړيو، سفارتونو، بشری حقوقو نړيوالو کنوانسيونو او تعهداتو ته په نظر کی ساتلو سره پښتانه د هوسا ژوند کولو او دخپل هويت د تصميم نيولو حق لری…او د کابل او اسلام اباد ادارو بشری حقوقو ناخپلواک کميسيون د سيستماتيک تبعيض په مقابل کی خپل آواز اوچتوو او دخپلو حقه حقوقو غوښتنه کوو.
مونږ منحيث د قام د هرپښتون چی په هرنامه وژل کيږی پوښتنی کولو حق لرو، هيڅ اردو، پوليس، اربکی، پوځی، استخباراتی افسر، خاصه دار، ټانه ډار يی د بند کی اچولو، وژلو، وهلو ، توهين، تحقير حق نلری ترهغه چی معتبری جرګی او قانونی محکمی پری جرم نه وی ثابت کړی اومتهم ته پوره حق نه وی ورکړل شوی د ځان ددفاع لپاره..مونږ د کرغيړنی کرښی دواړه خوا په زندانونو کی پراته يوازی پښتنو د دوسيو ژرترژره د ځيړنی غوښتنه کوو او دنړيوالو حقوق پوهو کسانو په منځګړيتوب سره د هری قضيی دحل غوښتوونکی يو..پښتانه حق لری ترڅو په سيمه کی هماغه اندازه پوهنتونونه، ښوونځی، کلينک، سړک، مسجد، کتابتون سپورت ډګرونه، او ټول ګټی تاسيسات ولری چی نور قامونه يی لری… پښتانه په هماغه اندازه د هوسا ژوند کولو حق لری چی په سيمه کی نور قامونه لری،،مونږ دوه دری تش په نامه د پښتنو لپاره رسنی لرو چی هره ورځ ډرامی اوسندری خپراوی خو دپښتون دحق غوښټنی په ورځ يا يی درک نه لږی ياويده وی او ياځان بی خبره ښيی اوياهم بيا تعصب ورپه ياد شی.. مونږ په سيمه کی هماغه اندازه رسنيو غوښتوونکی يو چی نور يی لری.
مونږ د افغانستان سرحدي ځواک په ډيورند لاين نه منو،په ځای بايد پوځ ځاي په ځاي شی، ديورند لاين ته د کرښی، مرز، سرحداو بارډر کلمه کارول غير حقوقی، غيرشرعی او د نړيوالو اصولو خلاف عمل بولو ، دانه رسمي پوله ده اونه هم ملي پوله، ډيورند کرغيړنه کرښه يوازی يو استعماری کرښه ده چي پښتون افغان ولس يي د بلوڅو په شمول له افغان وجود نه بيل کړی ده، مونږ له نړيوالو ديپلوماتيکو چينلونو په کلکه غوښتنه کوو چي د هر راز احمقانه، غير مسؤلانه او مغرضانه نظر ورکولو او په ځايه څرګندونو او مرز ويولو ډډه وکړی او دنړيوالو خپلواکو اصولو ته درناوی وکړی.
مونږ د سولی د هری پروسی ملاتړکوو چی پراساس يې له پښتون ميشتوسيمو جنګ ورکيږی او دهر هغه کړنی ملاتړ کوو چی پر بنسټ يي ناراضی ورور ټوپک په ځمکه ږدی ، په داسی حال کی چی له بن استثماری پروژی نه ترنن پوری هرپښتون ځپل شوی، ټکول شوی، ورور، تره، ماما، زوی يي وژل شوی، بند کې اچول شوی، جبرا دندی نه ګوښه شوی اويايي حق داسی بيسواده او خايين قاتل او جنګی مجرم ته ورکړل شوی چی پښتون خپله استعفا کړی او په کور کې ناست ده. مونږ يقين لرو چې ددی روانی، نظامی، سياسی، استخباراتی پښتون وژنی ترشا د بهرنيو هيوادو استخبارات، بانکونه، تجاران، ديپلوماتان او دهغوی کورنی جاسوسان (مجاهدين، طالبان، داعشيان، تکنوکراتان، رسنې) لاس لری. ځکه دوی د يوی سکې دوه مخه دي يو يې د دين ترنامه پښتون وژنی بل يې د وطن ترنامه پښتون وژڼی.
زمونږ پيغام نړيوالو ته واضح ده، مونږ د هيڅ يو هيواد سره دښمنی نلرو خو په خپله مقدسه خاوره د هيڅ هيواد اشغال نه منو، مونږ د هيڅ هيوادځمکنې بشپړتيا لپاره خطر نه يو خو په خپل هيواد کی د استعمار کرښو ته سرحد نه وايو او له آمو تر اباسينهخپل پلارنې ټاټوبی يو بولو.
نړيوالې ټولڼې او خپلواکو هيوادونو له استازو زمونږ غوښتنو لنديز په لاندې ډول دي:
لمړی:
جګړه د پښتون په کور، کلی کې بندیدل غواړو او باید د پښتون پر پرودکټ نور د تروریزم ترنامه لاندی جعلی لیبل ونه لګول شی او د پښتون له بچیو نه جنګ لیری شي، مونږ منحیث د قام سوله ایز ژوند غواړو او د جګړې بندیدل غواړو!
روان نامشروع نامقدس جنګ ته باید نور د پای ټکی کیښودل شی او هم د هرپښتون دنده ده چی دا جنګ وغندی او دجنګ ښکیلو ډلو باندی غږ کوو چی ای اردو، اربکی، طالب، مجاهد، پولیس، امنیت، سیاست مدار، رسنی، امریکا، ناټو مسؤوله نور د پښتون کور مه ورانوه او بچی یی مه وژنه. خپل د سلاح خرڅلاو لپاره بل ځای مارکیت پیدا کړه او د خپل منفور تندلاری (اسلامي یا هم سیکولاریستی کمونیستی او یا امپریالیستی) نظر لپاره بل ځای بازار پیدا کړه.
مونږ دهر هغې سوله پروسی ملاتړ کاوو چی په نتیجه کی یی پښتنو سیمو ته سوله راځی او له پښتون ځوان له اوږده ټوپک راښکته کوی اوپه دې لاره کی هرراز سرخنده اوقربانی ته تیار یوو خو د سولی ترعنوان لاندې استعمار، استعمال او استثمار او استحمار نه منو او د اشغال تپل شوې کرښی رسمیت او بارډرمنجمنت عنوان لاندی خیانت نه منو!
مونږ سوله غواړو خو دایمی سوله غواړو نه داچی د پښتنو بچي بې حسابه ووژل شی، د نسل او نژاد د بدلولو او ورکولو هڅې یی روانې وی او د وسائلو لوټل یی روان وی او د پښتانه اقتصادي مرئ خپه کول کیږي، همدا شان د خپلو مشرانو د سیاسی ، اخلاقی، روانی، ژوندون ترور او وژنی په مقابل کی په میړانه او پوره تعقل سره دریږو او د ژر بندیدو غوښتنه یی کوو.
پښتون وژنه په هرشکل غندوو! که ترور وی، که بدنامول وی، که عام وژنه وی، که سیاسی وی، اخلاقی وی، که روانی وژنه وی…د پښتنو مشرانو بی عزتی، سپکاوی، بی احترامی او توهین د زغم وړنده… دا پلان شوی حرکات ددښمن او بهرنې کړیو اعمال مخنیوی په کار ده. مونږ د خپلو مشرانو بی عزتی، ترور، وژنه، سپکاوی، توهین نه منو! د پښتنو هر مشر په تاریخ کی په راز راز دسیسو ښکار وی، څوک پری د کفر ټاپه لګوی، څوک یی د اخوانی، حزبی، طالب، سیکولار اوجاسوس ترنامه بدناموی، وژنی، تروروی یی.
دوهم:
د پښتون بچی لپاره د تعلیم او ښوونځی او پوهنتون غواړو!
په اخیره لسیزه کی په ټول پښتون میشتو سیمو کی د پښتنو ماشومان له تعلیمه په منسجم شکل محروم دی او که له ۲۰۰۱ کال نه یی حساب کړو زمونږ یو نسل چی که هغه وقت اووه کلن وو او مکتب ته روان وو نن ۱۷ کلن ده او په سړکونو خیرات ټولوی او شاقه کارونو ته یی مخه کړی اویا هم د طالب او اربکی او حقانی او لڼدغری امنیت او ماشینی اردو په جنګ کې دخیل ده او سلاح یی په اوږه او جهاد کوی …
نو تعلیم اوتحصیل زمونږ حق دی، نورو قامونو ته ددوی په سیمه کی ښوونځی دولتی او شخصی پوهنتونونه جوړیږی خو پښتون میشته سیمه کی حتی مسجد اومدرسې ته هم اور اچول کیږی چی پښتون ماشوم الف او ب هم زده نکړی… ددی شوم پلان بندیدل غواړو او دحکومت مکلفیت او دنده چی پښتنو سیمه کی د ښوونځیو او ټولګټو تاسیساتو امنیت خوندي کړی.
په لوړو زده کړی وزارت کلیدو چوکیو کی او پوهنتونونو کی په پراخ ډول د پښتنو پرضد سیستماتیک تبعیض روان ده او پښتون محصل پرمختګ ته نه پریږدی او هم په ښوونځیو او پوهنتونو کی د پښتو ژبی سره د مور اومیری سلوک کیږی. چی ددي پروسی هم بندیدل غواړو او نور د پښتنو محصلینو ستونزو جدی حل غواړو اوهغه محصلین چی بند کی اچول شوی خوشې کیدل غواړو.
دریم:
مونږ سره تل دا سوال پیدا وی چې ولی تراوسه ملی ګټی ندی پیژندل شوی؟ او ولی مو تراوسه شخصی فکرونه سیاسی اوملی کړي ندی؟ په پښتنو کی ولی تراوسه سالم حزبونه، سالم رهبریت ندی رامنځته شوی؟اقتصادی بحران، نظامی جګړه، غصب، اداری فساد، مخدره موادو قاچاق، تجاوز، ظلم، بی عدالتی، کلتوری فقر، قوانینو نه تطبیقول اوله قانون نه ناخبری، جنګسالاران، غیرمسؤله ټوپکماران، دیورند کرښه، منافق ګاوندیان که د بحران لاملونه وګڼو تراوسه افغانانو او په خاصه پښتون ملت یی په مقابل کی څه کړی دی؟
مقتدردولت تل د ملت ملی ګټی په نظر کی نیسی او د حکومت منافعو لپاره کارکوی او خلکو ته عینی واقعیتونو پراساس ملی ګټو پرسر د معاملی دلایل نه وړاندی کوی بلکه داسی استراتیژی اوبرنامی طرح کوی چی وشی کولای اصلی موخوته په لند، منځ او اوږد محال کی ځان ورسوی، ستاسو په اند د افغانستان ددولت لمړیتوبونه څه دی؟ او ولی تراوسه خلک په خپل کاری لایحه ندی خبر او د پوښتنی کس نشته؟
که ددیورند مساله حقوقی، ریفرندوم،نړیوالو اړیکو او ملتونو لخوا په دیپلوماسی او نړیوال کنفرانس کی مطرح شی نو پایله به یی څه وی؟ د پنجاب دوجود منل، FCR ، باردرمنجمنت، د بلوچو ازادی غوښتونکو ځپل، د پښتنو د ازادی غوښتونکو ځپل، کنر دسیند او نورو سیندونو اوبه، د هند موجودیت، په خپلو پښو ولاړ افغان ولس …. که پردیورند مسالی دواړه خواوی جنګ، تور لښکرو جوړولو ته مخه کړی نو ډیر تاوان به یی چاته رسی؟ د خان بابا تحریک اوپښتونستان خپلواک هیواد جوړولو نظریه ولی وځپل شوه؟ که لمړیو درجه هیوادونو ته وګورو سرحدات خپل منطقی ماهیت له لاسه ورکوی خو په افغانستان کی تحمیلی کرښی ورځ تربلی مضبوط کیدو پلو روان دی چی لاملونه یی په ځه کی وینی؟ ولی تراوسه واحد ملت ته دملی هویت په موخه د کلتور په ساتلو او ایمان ته په نه زیان رسولو ملی روحیه نده ورکړل شوی؟
کمزوره اداره، متخاصم تنظیمونه، متفرق قومونونه، ملی ګټو نه پیژندګلوی، مصلحتی نظامونه، په دری ګونو قواو کی پراخ فساد، ځمکی غصب اومافیا، قاچاق، ملی شتمنی لوټول، دښمن او دوست نه پیژندل، جهل ،مسلح جګړه ایزی ډلی اوتپلی، نامتوازن اقتصادی انکشاف او غیر اسلامی سیاسی اوفکری نظری، پښتون ضد توطیی، پښتنو عام وژنه، جنګی جراییم د څه شی سبب شوی؟
مشترک اهداف، مشترکی ګټې، منطقوی او نړیوال حقوق او دیپلوماسی باندی پښتون ترکومه حده خبرده؟
ملت جوړونه، اعتماد جوړونه، ښه حکومتوالی، ملی حاکمیت، ځمکنی بشپړتیا، پاک رهبران،عامه ذهنیت جوړونه، د تصمیم نیولو غیرمتمرکز سیستم، ملی اجماع دملی ګټو د مسجل تعریف په اساس، دخلکو دمسولیت احساس، د عقبی تړون، د حج الوداع خطبی پراساس اسلامی نظام څه تغییر راوستلای شی؟
نړیوال حقوق، د ښځو اوماشومانو د حق ساتنه، د معادنو منظم استخراج، د سرحدونو کنترول، تولیدی اقتصاد، بی طرفه غیر سیاسی امنیتی اوپوځی اداری، د اربکیو او غیرمسولو مسلح ډلو له منځه وړل، د ځوانو استعدادونو رامخته کول(اعتماد پری کول، تشویقول، حمایت کول)، د متقاعدینو له مشوری او تجربی ګټه اخیستل، د زیربنایی لویو پروژو شروع کول، کاری ظرفیت جوړول، دقراردادونو منظم اومعیاری ویش اوتعقیب، د زده کړی جبری کول، تخنیکی پوهی رواجول، زراعت او مالداری رواجول، سکتوری وده او بازارموندنه،جوازونو ورکړه کی احتیاط او شفافیت، لګښتونو کنترول، د پیسو ثبات او رواجول، معاشاتو په وخت توزیع، امنیت اوثبات د نظام د مشروعیت په اساس (ځوانان، میرمنی، حرفوی تشکیلات، ملی سوداګر، ملکی ادارات، څرګنده مقرری، شایسته سالاری، دخلکو فعاله ونده، حساب ورکول، مرکزی بانک ، …. هغه مهم ټکی دی چی پښتانه باید ورته پام ولری خو تراوسه یی له اکثرناخبره ساتل شوی چی داولی؟
د ډودی، پیسو، انرژی، اتومی انرژی، خزانی، اوبو ، بانکونو، رسنی، شخصی کمپنی کنترول د چا په لاس کی ده؟
افغانستان کی تیل، ګاز، بریښنا، غوړ، وریجی، کرهنیز محصولات، تعلیمی اداری، روغتیایی خدمات، د پیسو پیداکولو منابع د چا په لاس کی دی؟ افغانستان کی اقثصادی طرحی دکومی احصاییی پراساس جوړی؟
لکه څرنګه چی وایی آزادی خطرناکه ده او د انګریز د قانون پراساس چی ویی و یویشته او حکومت پری وکړه نو دنړی ستر قدرتونه اوموسسات د چا په کنترول کی دی او پښتنو د حقوقو لپاره ایا تراوسه ورسره خبری شوی؟
نړیوال سازمان، نړیوال روغتیایی سازمان، نړیوال تجارتی سازمان، نړیوال بانک، نړیوال کیدل، اتحادیو جوړولو او نړیوال پکتونه جوړو د چا ترکنترول لاندی دی، ایا منحیت دقوم اوملت تراوسه ورسره خبری شوی؟ له کومه ځایه چی ټول پښتانه ځان افغانان بولی او پرافغان هویت ویاړی، او همداراز له پیړیو راهیسی پښتون ملت د اسلام لپاره په خپله خوښه ډیری قربانی ورکړی دی.
پښتانه ویاړی چی ځانته مسلمان افغان پښتون ووایی او له آمو تر اباسینه ترګوادره د ټول افغان هیواد په هریو کلی او باڼده کی خپل مبارزین وهڅوی ترڅو له ملی یووالی وملی هویت په ملاتړ کی خپل اساسی ونده ادا کړی او د اسلام په معقول دفاع کی مجاهدت وکړی.
پښتانه د افغانستان د هرراز تجزیی مخالف ده او له بنسټه د استعماری کرښو پرخلاف مبارزه کوی او هیڅکله هم خپله خاوره نه خرڅاوی، مونږ په پوره ایمانداری له خپل ملی هویت او ملی ځمکنی بشپړتیا نه دفاع کوو او هرراز سرخندنی ته تیاریو.. په ملی تذکرو کې زمونږ دری اساسی غوښتنی دی:لمړی: په ملی پیژند پانه کی د اسلام او افغان او پښتون لفظ تسجیل شی چی دا مو طبیعی حق ده.
دوهم: په ملی پیژند پانه کی په دیزاین کی تعدیل راشی او دیورند کرښی رسمیت ته پکی د پای تکی کیښودل شی، ځکه چی پښتون ملت د دیورند کرغیړنه کرښه د تاریخ په اوږدوکی په رسمیت نه ده پیژندلی او له همدی وجی دیوی مخصوصی جغرافیا تذکره نه اخلی بلکی د ټول پښتون ولس لپاره ملی پیژند پانه اخلی
په دی هکله زمونږ موقف واضح ده او هیچاته حق نه ورکوو ترڅو چی پښتون ملت له خپل طبیعی اوتاریخی اوشرعی حق نه محروم کړی نیم ته یی افغان ووایی اونیم نور په پنجابیانو خرڅ کړی او ورته د بل نامشروع حکومت نوم ورکړی. مونږ ته ټول پښتانه له پامیره تر بولانه او له اټکه تر مشهده افغانان دی، او که چیری زمونږ په ملی هویت لوبه کیږی نو بیا ځانته هویت جوړول اسان دی راته اوپښتونستان جغرافیا کی به د پښتنوپيژند پانی ویشل پیلوو.
دریم: پورتنی تعدیلات او تسجیلول او دیزاین کی تغییرات دتاریخی ارزښتونو سره په قانون کی په اساسی بڼه غواړو چی راشی . د نفوسو د احوالو د ثبت په قانون کی تعدیل راوستل ضروری ګنو.
څلورم:
پورته مواردو ته په کتو سره چی لمړی سرکی امنیت او سوله غواړو بیا تعلیم خپل حق بولو او ورپسی له خپلو ملی هویت ، ملی ځمکنی بشپړتیا اوتاریخی ارزښتونو دفاع کوو او پرهغه باندی معامله نه منو او هرراز قربانی ته اماده یو ، نو منحیث د پښتون انسان خپل بشری حقوق هم غواړو … مونږ ته د بشری حقوقو ناخپلواک کمیسیون کی د یو خاص قوم په نفع کارکول او د پښتنو د عام وژنی پرخلاف چوپتیا د زغم وړ نده او همدا شان زما په نظر په افغانستان کې ملل متحد او یوناما او ځينی بهرنی سفارتونه د پښتنو پرحقوقو په سیستماتیک ډول خاموشی اختیاره کړی او زمونږ انسان وژنه ورته بشری ناورین نه ښکاری، زما په اند همدا ملل متحد اویوناما په افغانستان کی د بشری ضد جنایاتو کې لاس لری او کله ناکله هم بشری ناقضان خپلو غوڼدو ته دعوت ورکوی چی ښه بیلګه یی په نړیوال کچه په خپل عمومی اسمبلی کی د افغانستان د خلکو قاتلین بلل ول.
مونږ له بشری حقوقو سازمانونو، نړیوالو سوله غوښتوونکو نهادونو، بهرنیو هیوادونو، ملل متحد، سفارت خونو او بشری حقوق او نورو ورته کمیسیونونو په ډیر درنښت هیلمندیو چی خپله پښتون وژنې استراتیژی بدلی کړی اوپه ځایی پښتنو سره ددوستی او تفاهم لاس ورکړی… حکومت او سیاسی کړیو دا دنده ده چی د پښتنو د اساسی حقوقو نه دفاع وکړی او له سازمان شوی سیستماتیک تبعیض مخنیوی وکړی.
پنځم:
داچی د جنګ ډیری قربانیان پښتانه دی ځکه په هراړخ کی ددوی بچی مری اوخویندی میندی یی بوری وی نو له ټولو نه هیلمندیم چی د پښتنو ښځو روانی اوسیاسی، اقتصادی پیاوړتیا ته پام وکړی او ددوی اساسی حقوق ورته ورکړی. ما ترننه پوری داسی موسسه، ارګان، حکومتی اداره نده لیدلی چی په پښتون میشتو سیمو کی د ښځو لپاره کوم پلان تطبیق کړی وی… د منفور جهاد او منفور مقاومت او ورپسی خپل منځی جګړی او اوسنی امریکایی اشغال نظام لاندی په تیرو څلویښتو کلنو کی پښتنې خویندی اومیندی د خپل ورور، پلار، زوی، تره، … جنازی خاوری ته سپاری او د خپل فامیل مسؤلیت یی په غاړه وی … خو چی کله زما سترګې په هرځای او هری نمایشګاه چی تجارتی وی او که شبکې وی بیا می نظر په نورو قامونو ونخلی او پښتنه مور اوخور پکی نه وی…. د افغانستان د تپل شوی امریکایی روسی رقابت چی پرون کمونیستی نظام مخته بیولو او اوس یی امپریالیستی نظام مخته بیایی ترټولو ستره قربانی پښتنه مور اوخور ورکوی، ځکه چی ددی دقام ژبه د ګورستان او دزندان ژبه ده، روانی توهین یی هم روان ده، اقتصادی تخریب یی هم روان ده، زراعت کولای نشی ځکه په سیمه کی د جاسوسانو جګړه ده او کارته وتلی نشی ځکه چی ددی غیرتی قوم جاهلان یی نه پریږدی … اوس محال په هرکوڅه او لاره کی یوازې پښتنی خویندی په ګدایی وینم…که هغه د وزیرستان د یو میلیون بی خایه شویو ناموس وی اوکه هغه د هلمند د هیروینو دجګړی بی ځایه شوی خویندی وی… هو زما له ټولو اړخو په جدی توګه غوښتنه ده چی نور دپښتنو خویندو روانی، سیاسی، اقتصادی ځپل د منلو نده او باید ورته د پای ټکی کیښودل شی… پښتنو سیموکی پښتنو خویندو اومیندو ته ددوی مناسب او اساسی حقوق ورکړل شی..
شپږم:
د پښتنو یتیمانو، یسیرانو پرحقوقو اول خپله پښتون سینه اچولی بیایی نورو قامونو حق اخسیتی او حکومت یی هم په پوره بی تفاوتی ګدایی ته ګوری، ۱۵ کلن ماشوم لاس کی ټوپک ته ګوری، بیسواد کیدو ته یی ګوری،،، ترننه پوری چی یوازی قیچی کړیو پطلون پوشو مینی سکریت ښځو د حقوقو ډڼډوری په ښاراو رسنیو کی پروپاګڼد روان ده خو ما یوځل هم د یو یتیم لپاره د ښوونځی، دار الایتام او مدرسی د بنیاد ډبری اواز په غوږ نشو چی زړه مینه مې پری سړه شی… بدبختانه د جنګ د سیمو د پښتون ماشوم د لوبې سامان هم پوچک ده او هم یی خرڅلاو نه وروسته ډوډی او کار زمینه ده…
اووم:
پښتون ځوان د کارنه ترټولو ډیر محروم شوی ځوان ده له همدی وجی د کم معاش لپاره جګړه کې ښکیل شوی ځوان ده، د پښتنو ځوانانو اساسی اومنطقی حقوق په هرځای اوهرشکل پښو لاندی وی ،که هغه دننګرهار پوهنتون بدنامول وی اوکه هغه ماستری اودکتوری لپاره د لوړو زده کړو لخوا د پښتنو بورسیو کی تعصب او سیستماتیک تبعیض. اوکه هغه د ملل متحد او سفارتونو لخوا د ترورست لیبل وی…. مونږ ته ددی وضعیت بدلول پکاردی او داسی حالاتو کی یوازی نقصان پښتون ځوان ته متوجه وی نه هغه منحوس تش په نامه، سیکولار یا مذهبی رهبرته چی د شیطان او ابلیس په لار روان ده او یوازی یی نقاب اسلامی او یا مترقی ده….ما ترننه پوری د یو سیاسی اومذهبی رهبر زوی په جنګ اوجګړه کی دخیل ندی لیدلی خو په لندن کی یی منظم پوهنتون خلاص کړی او اوس دهماغه خایین اوجنګی مجرم زوی په کنفرانس کی د پښتون اونوروافغانانو په سرنوشت تصمیم لپاره کینولی وی…
اتم:
زه له افغان ملت، حزب اسلامی، ویښ خوانانو، ملی محور، افغان ملی غورځنګ، محاذ ملی، ودان افغانستان، عوامی نشنل پارتی، ډاکترخان تحریک، پښتون خوځښت، متحد ملت ګوند، عدالت ګوند، سمون جرګی، ملی ثبات ټولنې، ملی تحریک، اصلاحیانو ، پنجپیرانو، تبلیغیانو، حقانیانو، سلفیانو…. او نور دری سوه کسیزه حزبونو ډلو، ټپلو، بهیرنو، غورځنګونو، نه په ډیر درنښت غوښتوونکی یم چی راځی نورسیاسی اختلافات د خدای لپاره پریږدی او یو یا دوه مقتدره سیاسی احزاب چی پراخه سینه ولری جوړ کې چی هم اسلامی نظر ومنلای شی او هم د مترقی نظر د زغم حوصله ولری… هم پکی غلجایی ځای ولری اوهم درانی، هم پکی پوپلزایی خایی ولری اوهم احمدزی… هم پکی بارکزی ځای ولری اوهم کوچی…
نن نه وروسته خپل دا دوسوه کسیزه ، اندیوالان، فامیلی بزنس ډلی منحل کړی اوسره یو تنظیم شی، اتحاد وکړی ، اتفاق وکړی کم له کمه یی له هزاره ګانو ، تاجکان، ازبکانو ، آن له پنجابی دشمن یی زده کړی…نور خو بس کړی… هره ورځ مو یو ګوند، یو غورځنګ، یو تحریک، یو ټولنه، یو بهیر شروع کړی وی ترڅو بل بهیر او ګوڼد شڼد کړی.. راځی خپل منځی اختلافات پریږدی او سم سیاست زده کړی…ترکومه به مو مور او خور اوناموس ګډایی کوی،، ترکومه به مو خپله ښځه په کراچی کې اچولی وی او پنجابی ډاکټر به یی په سینه لاس وهی… ترکومه به په رسنیو کی تاسو ته فاشیست، قبیله، انتحاری، انفجاری، خودکفان، کوچی، وحشی، وطن فروش اوناموس فروش لفظ کارول کیږی…. ترکومه به ددوی ملا رهبر او مجاهد وی خو ستا ملا ترورست او وحشی….ترکومه به ستا قهرمان کافر وی خو ددوی غل اوخایین غازی او قهرمان ….نور خو بس کړه…
نهم:
مونږ په ټولو افغانانو خاصتا تاجکانو، هزارګانو، ازبکانو غږ کوم چې مونږ هم ستاسو په شان ددی خاورې بچی یو او که د مشر په سترګه راته نه ګوری د الله پاک ج په خاطر دښمن سره مې لاس مه یو کوي، زما راتلوونکی نسل خپل دښمن مه جوړوی… همدا شان په نړیواله ټولنه، بشری حقوقو کمیسیونو او خپلواکو ادارو، سفارتونو ، استخباراتی کړیو ږغ کووم چی مونږ د هیچا دښمن نه یو، په هیڅ یو نړیوال ترورستی عمل کی پښتون چاته انفجار ندی ورکړی اونه یی هم انتحاری کړی… خو د خپلی مقدسی خاوری دفاع کوو، د بل حکومت پری نه منو، ډیورند کرښی او ورته ټولو استعماری کرښو په مقابل کی په میړانه دریږو او داتپل شوی استعماری کرښوته بارډر، سرحد، مرز نه وایو او چی څوک ورته سرحد وایو زمونږ طبیعی دښمن ده… مونږ هم ستاسو په شان انسانان یو او خپل بشری حقوق لرو، ملل متحد باید دی اصل ته پام لرنه وکړی، مونږ له نړیوالی ټولنی عمومی اجلاس ګډونوالو نه په ډیر درنښت هیلمندیم چی نوردی پښتون وژنې ته د پای ټکی کیږی، مونږله نړیوالې ټولنې نه هیلمندیم چی پښتنو لپاره په ملل متحد نړیوال کنفرانس کی د ځان ددفاع اوسپیناوی لپاره دایمی استازی چوکې ورزیاته کړی…
ددی اعلاميې کاپیء ترجمه او بیا ځل نشرول جوازلری
درناوی
غلام مصطفی بیدار
پښتونستان تحریک
پښتونستان څلی
پښتونستان بیرغ
پښتونستان نښان
پښتونستان واټ
کابل افغانستان