سیمه ییز پولیس

تاند- یوې نړیوالې موسسې نن وویل چې د افغانستان حکومت د خپلو وسله والو مخالفانو په وړاندې د سیمو په ساتنه کې پر ارزانه خو خطرناک ملېشه ځواک، چې شمېر یې شاوخوا ۳۰ زرو ته رسېږي، تکیه کوي.

د نړیوالو بحرانونو ډلې په یوه راپور کې، چې نن یې خپور کړی، ویلي، افغان سیمه ییزو پولیس د ملکیانو د وژلو ترڅنګ غلاوې، درغلۍ، جنسي تېري، برمته ګري، د مخدرو موادو کاروبار او نور زور زیاتي کوي.

دا ډله وايي چې د طالبانو د حملو له زیاتېدو سره پر سیمه ییزو پولیسو د حکومت تکیه لا زیاته شوې ده.

افغان سیمه ییز پولیس کلونه وړاندې د طالبانو په وړاندې د خپلو سیمو او خلکو د ساتنې په هدف ایجاد شول. خو اوس دا ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او تر ملي اردو او ملي پولیسو یې تلفات له ۳ تر ۶ برابره زیات دي او دا په داسي حال کې ده چې دغو ځواکونو ته د کال ۱۲۰ ملیون ډالره معاش ورکول کېږي. دا پيسې تر هغو خورا لږې دي چې پر همدومره پولیسو یا اردو لګېږي.

د نړیوالو بحرانونو ډله وايي چې سیمه ییز پولیس ورځ په ورځ غښتلي کېږي او په هغو سیمو کې پر مطرح ځواکونو بدلېږي چې دوی ته یې د ساتنې دنده سپارل شوې ده.

راپور وايي، د امریکا د خاصو ځواکونو هغو ډلو، چې په ۲۰۱۱ کې یې افغان سیمه ییز پولیس څارل، په سلو کې ۲۰ سیمه ییز پولیس په سرغړونو او تشدد او ۱۲ فیصده د پیسو په اخیستلو لیدلي دي.

دوی دغه راز ویلي چې دا ځواکونه په درغلۍ، غلا، جنسي تېري، د مخدرو موادو په کاروبار، د خپلو وسلو په خرڅولو یا په کرایه ورکولو او نورو جرمونو هم تورن دي.

د بحرانونو نړیواله ډله وايي، د فاریاب په شمال کې د سیمه ییزو پولیسو یوه قطعه په جنسي تېري، لوټ او تشدد تورنه شوه.

د ملګروملتو د راپور له مخې په ۲۰۱۴ کې د سیمه ییزو پولیسو له لوري ۵۳ تنه ملکیان وژل شوي چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله درې برابره زیات دی.

سیمه ییزو پولیسو په عین حال کې د سیمې په امنیت کې خورا مهم او ټاکونکی رول لوبولی دی.

د چارو کتونکي وايي، په هغو سیمو کې چې قومي جوړښتونه زیات سره پاشل شوي نه دي، دا ځواک ښه رول لوبوي، نه زیاتی کوي او نه هم د دولت وسله وال مخالفان پرېږدي.

همدا علت دی چې وسله وال طالبان د رسمي امنیتي ځواکونو په نسبت له سیمه ییزو پولیسو سره سخت او بې رحمانه چلند کوي او هغوی ته د خپل لومړی درجه دښمن په سترګه ګوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *