په افغانستان کې ټول څه هغه وخت سم دي، چې د نړیوالو ګټې چلېنج نه کړي، که څه هم دغه چلېنج ددې لپاره وي چې د دوی ګټې د افغانستان د ملي ګټو په ضد کې وي، خو د زغم شرایط نور د بدلېدو په حال کې دي.
هېوادوال به د روانې دې دسیسې په اړه معلومات لري او کنه، خو نن باید پوه شي، چې دغه دسیسې دا ځل د یو شمېر نړیوالو رسنیو په مرسته غځول کېږي.
د دوی لخوا د افغان ټولنې له حساسیتونو سره لوبې کول لاشعوري نشي بلل حسابېدای، بلکې یوه هغه دسیسه یې بللی شو، چې که افغانان ورته توجه ونکړي، نو د وخت په تېرېدو ددې اور لمن پراخېدای شي.
د دې سیسې بېلګې ډېرې دي، خو له وخت او زمان سره مناسبې راپورته کېږي او دوام ورکول کېږي، چې تر یو حده بریالیتوب ته هم رسېدلې دي.
لومړی؛ پنځه کاله وړاندې او تر هغه هم وړاندې د نړیوالو رسنیو په اصولو کې ټولو هغو وسله والو ته چې د حکومتونو پرضد جنګېدل د بې طرفۍ په خاطر د دولت مخالف وسله وال ویل کېدل. که به دا وسله وال د سیمې د هېوادونو په وسله والو ډلو وېشل کېدل، نو د بې طرفۍ لپاره به یې نړیوالو رسنیو لیکل: د افغانستان د دولت مخالف وسله وال، د پاکستاني دولت مخالف وسله وال، د هندي دولت مخالف وسله وال او د عراق مخالفې وسله والې ملېشې، خو نن ولې له یوې ډلې سره سازش کېږي او هغه نوم ورته کارول کېږي، چې د دوی لخوا د ځان لپاره غوره شوی؟
که دوی نن هم د بې طرفۍ ادعا لري، نو پرون خو هم د افغان دولت مخالفو وسله والو خپل ځانګړی نوم درلود. دا د پلویتوب لپاره نه، بلکې د ژورنالېزم په اصولو کې د طرف او بې طرفۍ د تجربه شوې قاعدې پر وړاندې پوښتل کېږي.
په منځني ختیځ کې د داعش ډله چې له پیله په همدې نوم رامنځته شوه، وروسته د خپلو اهدافو د غځولو لپاره له خپل نوم سره (د اسلامي دولت ډله) نوم هم وتړه، خو دغه رسنۍ ولې نن خپله پخوانۍ قاعده د دوی لپاره ماتوي؟
دویم؛ ولې یو شمېر رسنۍ قصداً ټولنیز اصول چلېنجوي؟ که د ژورنالېزم د اصولو او هدف په تاریخچه او تعریف کې ولټوو، نو د رسنیو د رامنځته کېدو یو هدف خو دا هم ښودل شوی، چې د معلوماتو په رسولو سره د وروسته پاتې ټولنې په پرمختللو هغو بدلول.
ولې بیا یو شمېر رسنۍ لاسي دغه اصل چلېنجوي او پخپلو پروګرامونو، مرکو او خپرونو کې د افغان ټولنې نبض بیا ځل معاینه کوي؟
زه د رسنۍ نوم نه اخلم، خو څو ورځې وړاندې یوې نړیوالې رسنۍ داسې موضوع ته لمن ووهله چې نږدې سل کاله وړاندې د همدغو شکونو له وجې افغان ټولنه برباده شوه او نتیجه یې نن افغانانو ته د ایرو له څلي زیاته نده پاتې.
دریم؛ په افغانستان کې طالبان او په یو شمېر نورو هېوادونو کې ځانګړې وسله والې ډلې د خپلو اهدافو د تبلیغ لپاره له خدایه همدغه شېبه غواړي چې یوه نړیواله رسنۍ یې نیم نیمکله خبرې او تکراري ادعاوې راپورته کړي. د پیغام خپرولو له ټولو زیانونو سره، سره دغه نړیوالې رسنۍ حاضرېږي او دا کار کوي.
دوی چې په یو ټولنیز، ساینسي، تعلیمي او سیاسي راپور پسې د خپل خبریال نیمه ورځ مصرفولو او مصارفو ته زړه نه ښه کوي، نو ولې په یو نظامي راپور پسې حد اقل د خپل خبریال یوه اونۍ وخت ضایع کوي؟
په سیمه کې به یو طالب قوماندان سره اړیکي جوړوي، هغه به تضمین ورکوي، له دې ځایه به په څلور، پنځو مرحلو کې ځان تیاروي او بیا به دوه درې ورځې مالي لګښت کوي، چې په یوه سمڅه کې د تور ټوپک تر خوا ناست یو څڼور ځوان پیدا کړي، ګډې وډې خبرې یې ثبت کړي، تکراري ،ناچیزه او نه عملي کېدونکې غوښتنې یې پخپل ګولډن وخت کې خپرې کړي.
دا شرارت ندی، نو څه دي، چې د یو داسې چا په اوتو بوتو شور ماشور جوړ شي، چې نه یې خپلې ډلې تضمین کړی او نه یې ته (رسنۍ) تضمین کولی شې، چې د چا په استازیتوب درسره خبرې کوي؟
که تائید یې هم کړي، آیا پدې ارزي چې پداسې حساسو شرایطو کې یې په چیغو حالات چلېنج شي او هغه اصل تر پښو لاندې شي، چې د ژورنالېزم د هدف او ددې رسنۍ د کاري تګلارې په سر کې لیکل شوی، خو عملي نتیجه یې داسې اپوټه ده.
څلورم؛ دغه شان مسایلو ته ولې تبلیغ کېږي؟ که پورته ټولې ادعاوې بې ځایه وبولو او د رسنیو پرمخ وړونکي ووایي، چې موږ خو د ژورنالېزم د یو بل اصل له مخې د دوست او دښمن دواړو په خدمت کې یو او هدف مو د دوی ترمنځه شته قشر ته د معلوماتو رسول دي، نو د دغه شان راپورونو، مرکونو او خپرونو وخت او تبلیغ ولې تر نورو عادي خبرونو او پروګرامونو توپیر لري؟
دا شان روان ټول څه تصادفي ندي، بلکې د روحي جګړې هغه برخه ده، چې له نظامي، استخباراتي او مافیایي ګروپونو سره ترڅنګ پکې دغه رسنۍ هم شریکې دي.
دا که د یو شخص، ډلې، هېواد او یا یو حرکت مفکوره ده، خو که په روان ډول په افغانستان کې ادامه ومومي، نو د ژورنالېزم په نوم به افغانانو ته هغه زهر ور تزریق کړي، چې له شک پرته به حالات بېرته سل، دوه سوه کالو پخوا ته وګرځوي او هغه وخت به د پخوا په توپیر دا ځل ښاریان په لس پوړیزه ودانیو کې واوسېږي، خو فکر به یې د ځمکتلو اوسېدونکو په شان وي، د جامو پر ځای به پتلون او دریشي اغوندي، خو د ځان په ځای به د بل په خدمت کې وي، د پټي پر ځای به په وزارت کې کار کوي، خو د کار د حاصلاتو ګټه به یې دده د کورنۍ پر ځای بهرنۍ کورنۍ ته رسېږي او د ځان ټول اختیار به ورسره وي، خو د فکر اختیار به یې تروټل شوی وي.