له څو کلونو راهیسې د ځینې کورنیو او بهرنیو سازمانونو لخوا، چې د استخبارتي کړیو له لوري حمایه کېږي داسې راپورونه خپرېږي، چې د هر وروسته پاتې او منفي کتار په سر کې افغانستان ته ځای ورکول کېږي.

غربي رسنۍ او نور ګڼ بهرني سازمانونه، چې په هېواد کې فعالیت کوي، همېشه د هېواد په نازکو او سیاسي حالاتو کې داسې راپورونه خپروي. دا کار ددې لپاره کېږي، چې افغانستان په نړۍ کې یو کمزوری او بې ثباته حکومت وښيي او له دې لارې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.

ددې سازمانونو له لوري همېشه افغانستان ته د نشه يي توکو په تولید، اداري فساد، نا امنیو او په ځينې نورو مسایلو کې لومړی مقام ورکړل شوی،  پداسې حال کې چې په یادو ټولو مواردو کې بهرنیان تر ټولو لوی لاس لري.

په افغانستان کې د سروې او څېړنې ځينې بهرني بنسټونه په هېواد کې د یو لړ غیر مسلکي او غیر معیاري اصولو له مخې څېړنې او سروې ګانې کوي، چې ډېری وخت د دوی څېړنه علمي بنسټ هم نلري.

هره څېړنه او تحقیق یو لړ ځانګړي علمي او مسلکي معیارونه او اصول لري، چې له مخې یې پر یوه علمي او یا د خلکو له ژوند سره پر ځینو تړلو مهمو موضوعاتو کار کوي. دا موضوع د وروستیو یو شمېر نړیوالو سروې ګانو په اړه را یاده شوه، چې له سیاست او اقتصاد نیولې تر نظامي برخې پورې رازونه راوسپړل.

زه د څېړنې په اړه د ژبپوهنې د برخې یوه بېلګه یادوم: استاد زیار وایي، موږ به چې کله د پښتو ژبې د لهجو یا نورو مسایلو په اړه څېړنه کوله؛ نو د علومو اکاډمي یا د هغه وخت پښتو ټولنې له لوري یو لنډاور موټر راکړل شوی و او په اسانۍ سره مو هرې سیمې ته تګ راتګ کاوه، له نژدې مو خلکو سره لیده – کاته کول او د هغه پر بنسټ مو تحقیق او څېړنه کوله.

په هغه وخت کې د افغانستان هرې سیمې ته تګ ډېره اسانه و او هر چا کولای شوای د هېواد هرې برخې ته سفر وکړي او د بېلابېلو مسایلو په اړه څېړنه او معلومات راټول کړي.

خو د هېواد اوسني حالت ته په کتو حتی سړی د کابل شاوخوا سیمو ته هم د سروې او څېړنې لپاره نشي تللی، څه هغه وروسته پاتې او لرې سیمې، چې له نا امنۍ او نورو ستونزو یې اصلي اوسېدونکي هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اوسنۍ سروې ګانې د پورتنیو دلایلو سربېره د ګڼو نورو ستونزو او نیمګړتیاوو له امله سل په سلو کې کوټلې نشي راوتلی، ځکه خو باید تر ډېره باور هم پرې ونشي.

زما دا ادعا باید دا معنی ونه لري، چې په افغانستان کې هېڅ فساد نشته او ټول څه په هماغو معیارونو او اساساتو پرمخ وړل کېږي، چې یا ورته رامنځته شوي او یا یې په اړه ویل کېږي. خو تاکید دادی چې هر ځل ولې دغه ډول سروې ګانې، څېړنې او شننې په ځینو مهمو موضوعاتو پسې وروسته راڅرګندېږي، چې تر ډېره سیاسي هغه یې بللی شو.

تر هغه ځایه چې موږ یې په پوهنتونو او علمي مرکزونو کې لولو د څېړنې لپاره ځانګړي پرینسپونه وي، په افغانستان کې د دغو پرینسپونو یوه ساده، ارزانه او ښه لاره د ځانګړو بنسټونو لخوا د جوړو شویو سوالونو او فورمو له مخې ترسره کېږي، اوس د افغانستان په اړه د دغو فورمو په واسطه د ترسره شویو سروې ګانې شفافې بېلګې هېڅ ارګان هم نشي وړاندې کولای.

په نوره نړۍ کې انلاین سروې هم یوه اسانه لاره ده، خو د مخامخ لیدنو او کتنو په شان دقیقه او اعتباري ورته نه ویل کېږي، مګر په افغانستان کې خو دا سروې له سره ځکه د منلو نده، چې د ولایت، ولسوالۍ او کلي په سطحه به یوازې یو څو ځوانان انلاین انټرنیټي شبکو ته لاسرسی ولري.

زه داسې کسان پېژنم، چې له یادو سازمانونو سره د سروې په برخو کې کار کوي او هره میاشت په سلګونه فورمې، چې باید په لرې پرتو سیمو کې مخامخ د خلکو د ځوابونو پر اساس ډکې شي، پخپلو کورونو کې ډکوي او بېرته یې دغو بنسټونو ته سپاري.

یاد بنسټونه د همدې فورمو له مخې راپورنه چمتو کوي او د بهرنیو کړیو په اشاره یې د هېواد په نازکو او سیاسي حالاتو کې خپروي، ترڅو د ځينو مهمو مسایلو په اړه پر افغان دولت فشار راوړي او پر حکومت د خلکو د باور او اعتماد کچه راټیټه کړي.

پدې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې افغانستان یې د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد بللی و، په داسې حال کې چې اوسمهال سوریه، چې په ورځني ډول په کې لسګونه خلک وژل کېږي  د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد دی او ان ددې لېست په سر کې دی، نو دې سروې ته ولې نړیواله ویل کېږي او افغانستان ولې تر سوریې مخ ته شو؟

د اوباما له لوري له ۲۰۱۴ م کال وروسته له افغانستان د ټولو ځواکونو وتل پر افغان حکومت د فشار یوه سرچینه ده؛ ترڅو کابل له واشنګټن سره په پټو سترګو امنیتي تړون لاسلیک کړي او پدې اړه د نظامي او اقتصادي خپرو شویو سروې ګانو هدف هم څرګند را خېژي.

څو ورځې وړاندې بیا د روڼتیا نړیوال سازمان داسې راپور خپور کړ، چې د هېواد قضایه قوه یې تر ټولو فاسده اداره وبلله، خو سترې محکمې ددې سازمان راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې د نه ثبوت په ترڅ کې به په کابل کې د یاد سازمان دفتر تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیسي. دا سمه ده چې په ډېرو سیمو کې به قضایه ځواک دا ستونزه ولري، مګر پدې کې بهرنیان هم ښکیل دي.

باید هېر نه کړو، چې په تېرو دولسو کلونو کې افغانستان ته راغلې بهرنۍ مرستې ۸۰ په سلو کې د بهرنیانو له لوري مصرف شوي او یوازې ۲۰ سلنه د افغان حکومت د بودجې له لوري په مصرف رسېدلي. په ډېری لویو پروژو او لویو قراردادونو کې افغان حکومت هېڅ ډول رول ندی لرلی.

په هېواد کې د ځينو لویو پروژو قراردادونه د بهرنیانو له لوري د دوی له خپلو بهرنیو شرکتونو سره شوي، چې تر ټولو لوی فساد په کې موجود و او افغانستان یې په نړۍ کې د فاسدو هېوادنو په سر کې راوست.

د خپل بام واورې باید د نورو په بامونو ونه غورځول شي او د سیاسي اهدافو لپاره باید له دې باوري ابزار څخه ناوړه استفاده ونشي، ځکه افغانان به بیا پدې برخه هم بې باوره شي او پړه به یې مستقیماً بېرته په بهرنیانو وي.

ددې ټولو ادعاوو لپاره زما یو بل دلیل د ( تري کپ اف ټي) هغه کتاب دی، چې د افغانستان د ښوونځیو د ناوړه حالت په اړه پکې لیکوال دروغ لیکلي وو او وروسته بیا په همدې تور جرمانه هم شو. د دا ډول ډېرو نورو مسایلو په اړه یوازې د کابل د یو څو کوڅو سروې، یا د میزونو له شا اټکلونه نه یوازې سم ندي، بلکې د یو لوی ملت له هیلو او ارمانونو سره لوبې دي.

له محور ورځپاڼې په مننې.

One thought on “د نړیوالو شکمنې سروې/ خلیل الله ستانکزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *